Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د کار او ټولنېزو چارو وزارت چارواکي مني چې هېواد کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې

د کار او ټولنېزو چارو وزارت چارواکي مني چې هېواد کې د بې روزګارۍ کچه لوړه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/06

د کار او ټولنېزو چارو وزارت د یونسکو جاپان موسسې په مالې مرسته ۱۵۵ تنه ځوانان په څلورو بېلابېلو برخو کې له شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو فارغ کړل.

د یاد وزارت چارواکي وايي، په تېرو نهو میاشتو کې د کابل په ګډون یو شمېرولایتونو کې ۳۵ زره ځوانان له بېلابېلو حرفوي او مسلکې زده کړو فارغ شوي، خو لا هم د بې روزګارۍ کچه لوړه ده.

دوی وايي، هڅه کوي له موسسو سره په همغږۍ ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

د کار او ټولنېزو چارو وزارت مرستیال محمد ذاهد احمدزی وايي: « متأسفانه په افغانستان کې د بېکارۍ کچه لوړه ده. موږ او په ځانګړې توګه د کار او ټولنیزو چارو وزارت غواړي چې خپلو ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.»

ورته مهال د یونسکو جاپان موسسې مسوولینو ډاډ وښود چې راتلونکې کال کې به هم ورته پروګرامونه پلي او ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر کړي.

په کابل کې د یونسکو جاپان موسسې رییس یما فېروزي وايي: « یونسکو جاپان پلان لري چې راتلونکی کال هم د کار او ټولنیزو چارو وزارت په همکارۍ دغه شان پروګرامونه پلي کړي. ځای لري چې په دې محفل کې د کار او ټولنیزو چار وزارت او په ځانګړې توګه کار معینت مننه وکړو.»

یما فېروزي له نورو موسسو هم غوښتنه وکړه چې د ځوانانو د بې روزګارۍ کچې کمولو کې دې مرستې وکړي.

له شپږ میاشتنیو حرفوي زده کړو فارغ شوي ځوانان خوښ دي چې تر دې وروسته د خپلو کورنیو اړتیاوې پوره کولی شي.

دوی له سرپرست حکومت او موسسو غوښتنه کوی چې ورته پروګرامونه زیات کړي، ترڅو ځوانان په کار بوخت شي او بهر هېوادونو ته يي د تګ مخه ونیول شي.

له حرفوي زده کړو فارغ شوی ځوان وايي: «هو! غواړم خپله حرفه مخکې یوسم. ما له برق سره مینه لرله او دلته مې په سمه توګه د برېښنا غځول زده کړل. له حکومت غوښتنه کوم چې ټولو ځوانانو ته د کار زمینه برابره کړي»

له حرفوي زده کړو یو بل فارغ وايي: « اوس مې چې دا کسب زده کړ، ستونزې به مې کمې شي او په بازار کې به کار پیدا کړای شم. ما د کورنیو وسایلو د ترممیم په برخه کې زده کړه وکړه او اوس کولی شم ډېری وسایل خپله ترمیم کړم. دا یو ډېر ښه کسب دی.»

د کار او ټولنېزو چارو وزارت د کار چارو مرستیال  له بې روزګاره ځوانانو غوښتنه وکړه چې راشي او د حرفوي زده کړو په کورسونو کې نوم لیکنه وکړي، ترڅو ورته کاري فرصتونه برابر شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

متحده‌ایالاتو او اروپايي هېوادونو کې مېشتو افغانانو پر افغانستان د پاکستان پوځي رژیم د یرغل خلاف لاریون وکړ

مارچ 16, 2026
ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

ټرمپ: له ایران سره جوړجاړي ته چمتو نه یو

مارچ 16, 2026
له پټې دښمنۍ تر ښکاره جګړې؛ تحلیلوونکي وايي، پاکستان افغانستان کې د ځواکمن نظام مخه نیسي

د هند بهرنیو چارو وزارت پر افغان خاوره د پاکستان پوځي رژیم بریدونه غندلي

مارچ 16, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist