Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هرات ښاریان: د افغانۍ ارزښت له ښه کېدو سربېره د توکو بیې لاهم لوړې دي

د هرات ښاریان: د افغانۍ ارزښت له ښه کېدو سربېره د توکو بیې لاهم لوړې دي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/03

تېره جنورۍ میاشت کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت راښکته شو چې ورسره په ټول هېواد کې د لومړنیو او خوارکي توکو بیې هم لوړې شوې.

د هرات اوسېدونکي شکایت کوي، که څه هم اوس د افغانیو ارزښت لوړ شوی، خو لا هم د لوړو شویو خوراکو توکو بیې نه دي را ښکته شوې.

دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چې پر بازار دې څار ډېر او د خوراکي توکو بیې دې راښکته کړي.
د هرات ښار یوتن اوسېدونکی حاجي شېر احمد وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې نرخونه کنټرول کړي، دلته ډېر غریب او بېوزله خلک شته، که نرخونه همداسې لوړ پاتې شي، هغوی به یې څنګه وپېرلی شي.»

د هرات یو بل اوسېدونکی وايي: « نرخونه لوړ دي او موږ د توکو د اخیستلو وس نه لرو او د کور لګښت نه شو پوره کولی.»

هټیوال هم د خوراکي توکو د بیو لوړوالی مني او زیاتوي، د بیو همدې لوړوالي یې بازارونه کمرنګه کړي دي.

هټۍ وال احمد سهیل وايي: « له هغې ورځې چې ډالر پورته تللی، فروشات ښکته راغلي او خلک د اخیستلو وس نه لري. یوه بشکه غوړي په ۹۰۰ افغانۍ و اوس په یو زر او ۱۰۰ افغانۍ دي. له دولت غوښتنه کوو چې ډالر له نرخونو حذف کړي، په  افغانیو خرید وشي او په افغانیو وپلورل شي.»

هټۍ وال بسم الله وايي: « د تېر پرتله کاروبار خراب شوی، خلک بې وزله دي او د اخیستلو وس نه لري. په دې ورځو کې د خپل دوکان کرایه او لګښتونه نه شو پوره کولی.»

مسوولین پر بازار او پر نرخونو د دوامداره څارنې خبره کوي وايې، له احتکار کوونکو سره به جدي چلن وکړي.

د هرات ښاروالۍ ویاند عبدالهادي نوري وايي: « کمېسیون په اوونۍ کې دوه ځله له  بازارونو لیدنه او کتنه کوي او نرخونه د ښاروالۍ په کنټرول کې دي. له دوکاندارانو هیله لرو چې احتکار ونه کړي، بلکې له ولس سره همدردي او همکاري ولري. له احتکار کوونکو سره به د ښاروالۍ له خوا جدي او قانوني چلن وکړي.»

هرات کې هغه مهال چې یو ډالر له ۸۰ افغانیو پورته تبادله کېده، د اوړو، غوړیو او وریجو بیو کې د ۲۰۰ څخه تر ۳۰۰ افغانیو لوړوالی راغی، خو اوس چې  یو ډالر پر ۷۳ افغانیو تبادله کېږي، نرخونه ورسره نه دي راښکته شوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist