• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
حنان بلخي: د امریکا له خوا د بشري مرستو ځنډ د پولیو له منځه وړلو هڅې ګواښي

حنان بلخي: د امریکا له خوا د بشري مرستو ځنډ د پولیو له منځه وړلو هڅې ګواښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/02/01

که څه هم د امریکا بهرنیو چارو وزیر مارکو روبیو ژوند ژغورونکې مرستې مستثنا وګڼلې، خو د افغانستان په ګډون د نړۍ پر هېوادونو او نړیوالو سازمانونو د امریکا د بشري مرستو ځنډېدو اعلان، د بشري مرستو وړاندې کوونکو ادارو او د روغتیا نړیوال سازمان غبرګونونه را وپارول.

تازه د ملګرو ملتونو د روغتیا سازمان د ختیځې مدیترانې برخې مشرې ویلي، د دغو مرستو بندېدل به په افغانستان او پاکستان کې د ګوزڼ ضد مبارزه له جدي ګواښ سره مخ کړي.

حنان بلخي زياته کړې، په تېرو دوو لسیزو کې تازه له پولیو سره مبارزه جدي پړاو ته رسېدلې چې په خبره یې د امریکا د بشري مرستو بندېدل به دغه پروسه په جدي توګه اغېزمنه کړي.

بلخي په دې اړه وايي: « د پولیو محوه کولو په برخه کې د امریکا مالي مرستې حیاتي دي. موږ دا مهال د تېرو دوو لسیزو پرمهال په افغانستان او پاکستان کې د پولیو له منځه وړلو وروستي پړاو ته رسېدلي یو.»

بلخي د روغتیا په برخه کې د امریکا د مرستو اغېزمنتیا ته په اشارې وايي، دا مرستې اړمنو هېوادونو سره د درملنې وړ ناروغیو په کابو کولو کې خورا مرسته کولی شي.

بل پلو ډاکټران ټینګار کوي چې نړیوال دې سیاست او بشري برخې سره جلا کړي.

 د دوی په خبره، ښايي ورته دریځونه د بشري حقونو د ملاتړ په برخه کې د امریکا ادعا وننګوي.

ډاکټر ګل ‌محمدالدین احمدي وايي:« که چېرې نړۍ په افغانستان باندې بشري مرستې بندې کړي، دا به ډېر زیانونه رامنځته کړي. یو زیان به هغې مبارزې ته ورسېږي چې په تېرو دوو لسیزو کې د مور او ماشوم د مړینې کچې کمولو لپاره شوې او تېر فعالیتونه به هېڅ شي. دا مرستې لکه څرنګه چې له نوم یې ښکاري، عامو خلکو، کوچنیو ماشومانو او مېندو ته رسېږي، که دا مرستې بندې شي د روغتیا سکټور ته به درانه زیانونه ورسوي.»

دا مهال افغانستان او پاکستان هغه دوه هېوادونه ګڼل کیږي چې لاهم په کې د ګوزڼ مثبتې پېښې موجودې دي او د ځينو نړيوالو روغتيايي بنسټونو له لوري داسې اټکل کېږي چې د يادې ناروغۍ د زیاتېدلو ګواښ لاهم په کې شته دی.

د ډاکټرانو په اند، په راتلونکي کې له روغتیا برخې سره د هر راز مرستو بندېدل به نه یوازې دا چې په افغانستان کې د پولیو له منځه تللو مخه ونیسي، بلکې د یادې ناروغۍ لا پراخېدو ته به هم زمینه برابره کړي.

ډاکټر عبدالحق قاضي ‌زاده وايي: « کله چې بهرني مرستې بندې شي، نه یوازې د پولیو برخه به متأثره شي، بلکې د افغانستان اکثریت ماشومان به د پولیو له واکسین څخه بې برخې شي او له دې سره به د دغې فلج کوونکې ناروغۍ پېښې هم زیاتې شي.»  

د روان زېږدیز کال د جنورۍ په شلمه د امریکا د ولسمشر په توګه د ډونالډ ټرامپ تر ټاکل کېدو وروسته، نوموړي له اسرائیلو او مصر پرته پر ټولو هېوادونو خپلې بشري مرستې تر راتلونکو درېیو میاشتو پورې وځنډولې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist