• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
له هېواده د ډالرو پر ایستلو محدویتونه ولګول شول

له هېواده د ډالرو پر ایستلو محدویتونه ولګول شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/30

د ریاست الوزرا مقام  په معاملاتو کې د افغانیو کارولو او د اسعارو، سرو زرو او قېمتي ډبرو د قاچاق مخنیوي په اړه حکم صادر کړی او امنیتي او کشفي ارګانونو، صرافانو، سوداګرو او عامو خلکو ته په کې سپارښتنې شوې.

سرپرست حکومت دغه پریکړه داسې مهال کوي چې په تېرو دوو اوونیو کې د ډالرو پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېرو میاشتو په پرتله ټیت شوی، خو د ریاست الوزرا په دې حکم کې یې د ثبات لپاره سپارښتنه شوې چې ټول پولي معاملات او راکړه ورکړه دې په افغانیو وشي.

د ریاست الوزرا په حکم کې راغلي: « ټولو سوداګرو، صرافانو، د قېمتي ډبرو کاروباریانو او هېوادوالو ته لارښوونه کېږي چې د راکړې ورکړې پر مهال افغانۍ  وکاروي. هېڅوک نه شي کولی د هوايي ډګرونو له لارې له ۵۰۰۰ زیات او د ځمکې له لارې له ۵۰۰  څ زیات ډالر په نغدي ډول له ځان سره بهر ته ولېږدوي.»

د ریاست الوزرا په حکوم کې له دې پرېکړې سرغړونکو ته خبرداری ورکړل شوی چې له ټاکل شوې اندازې د زیاتو پيسو لیږدول جرم دی او ترسره کوونکي یې په بند محکوم شي.

د ریاست الوزرا د حکم په بله برخه کې راغلي: « هغه اسعار او سره زر چې له سرغړونکو نیول کیږي، هغه به د ریاست الوزرا تر لزوم دید پورې د افغانستان بانک کې ساتل کیږي. هېواد ته د سیمې د هېوادونو اړوند اسعار راوړل ممنوع دي. همدارنګه له هېواد بهر د اسعارو، سرو زرو، قېمتي ډبرو او تاریخي آثارو د قاچاق مخنیوی د اسلامي امارت د استخباراتو لوی ریاست، د کورنیو چارو او دفاع وزارتونو مسوولیت دی.»

د اقتصادي چارو شنونکي وايي، دا ډول اقدامات د افغانۍ پولي ثبات ساتلی شي خو د ډالرو قاچاق، هېواد ته د وارداتو لوړ ګراف او پر بانکي سیسټم وضع شوي محدودیتونه هغه ننګونې دي چې د دوی په خبره، د ډالرو پر وړاندې یې د افغانۍ ارزښت بې ثباته کړی.

د اقتصادي چارو شنونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « زما نظر دا دی چې افغانۍ باید په هر صورت ثابته پاتې شي، راکړه ورکړه باید په افغانیو وشي، هر ډول معاملې پر افغانیو وشي، همدارنګه د ډالرو د قاچاق مخه ونیول شي. هغه مکانېزم چې دوی ورته جوړ کړی یا یې جوړوي، په دې کې د تجارانو او صرافانو نظرونه واخیستل شي او داسې مکانېزم جوړ شي چې افغانۍ د ډالرو له امله خپل ثبات له لاسه ور نه کړي او تل ثابته پاتې شي. په دې سره دوی کولی شي په بازار کې منفي تأثیرات له منځه یوسي او چا ته زیان هم ونه رسېږي؛ همدارنګه په بازار کې نرخونه هم تغییر ونه کړي.»

د یادولو ده چې په دې وروستیو کې د ډالر پر وړاندې د افغانیو ارزښت د تېر ۲۰۲۴ کال د اکټوبر له وروستیو راهیسې د لوېدو په حال کې دی، خو د افغانستان بانک ټولو صرافانو او عامو خلکو ته ډاډ ورکوي چې د افغانۍ ثبات ورته لومړیتوب لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist