• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ګوزڼ واکسین درې ورځني کمپاین پيل؛ ۱۶ ولایتونو کې به ۶ میلیونه ماشومان واکسین شي

د ګوزڼ واکسین درې ورځني کمپاین پيل؛ ۱۶ ولایتونو کې به ۶ میلیونه ماشومان واکسین شي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/28

عامې روغتيا وزارت په نوي ۲۰۲۵ زېږديز کال کې د ګوزڼ (پولیو) ضد لومړنۍ دورې  واکسین کمپاين د د دوشنبې پر ورځ پيل کړ.

 د دغه وزارت مسوولین وايي، دغه کمپاين به په ۱۶ ولايتونو درې ورځې دوام وکړي او پایله کې به يې له ۵ کلونو کم عمره ۶ ميليونو ماشومانو ته د ګوزڼ ضد  واکسین ورکړل شي.

دوی زیاتوي، کابل، ننګرهار، لغمان، کنړ، نورستان، کندهار، هلمند، زابل اروزګان، پکتیا، پکتیکا، خوست، غزنی، بغلان، هرات او بادغیس هغه ولايتونه دي، چې د ګوزڼ ضد واکسین کمپاين په کې پيل شوی.

د عامې روغتیا وزارت ویاند شرافت زمان امرخېل وايي:« د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د پولیو واکسین کمپاین پیل شو. دغه کمپاین چې نږدې درې ورځې به دوام ولري، نږدې ۶ میلیونه هغه ماشومان چې له پنځو کلونو کم عمر ولري، د پولیو واکسین به ورته تطبیق شي. له قومي مخورو، علماوو او د سیمې له اوسېدونکو غوښتنه کوو چې په سیمه کې زموږ له واکسیناتورانو سره مرستندویه واوسېږي ترڅو وکولی شو د پولیو واکسین په ښه تطبیق سره په افغانستان کې د پولیو له ناروغۍ مخنیوی وکړو.»

دغه وزارت له خلکو، ديني عالمانو او قومي مشرانو هم غوښتي چې  د ګوزڼ ضد نوي پيل شوي کمپاين په پلې کولو کې ورسره مرسته وکړي.

بل خوا ډاکټران د ګوزڼ وژونکې ناروغۍ له منځه وړلو لپاره لرې پرتو سيمو ته د سرپرت حکومت او نړيوالو سازمانونو د جدي پاملرنې غوښتنه کوي.

ډاکټر کمین ساپی وايي:« د پولیو مخینوي لپاره باید ډېر کوښښ وشي ترڅو پر وخت باندې واکسین تطبیق شي او هغه مراحل چې طبابت ورته اشاره کړې، هغو مراحلو کې باید والدین خپلو ګلالیو ماشومانو ته واکسین تطبیق کړي ترڅو له دغه ناورین په راتلونکي کې خلاص واوسو او ژوند یې خوندي واوسي. د وزارت مکلفیت همدا دی چې په هغو لرو منطقو کې چې صحي مرکزونه لرې دي او صحي خدمات په سمه توګه نه وړاندې کېږي، نو باید هغو سیمو ته صحي ټیمونه ولېږدول شي ترڅو د هغو کم عمره ماشومانو ته چې د پولیو واکسین ته ورته نه دی شوی، د هغوی واکسین په برخه کې اجرات وکړي.»

تبه، ځان دردي او ستړيا هغه علايم دي، چې د ډاکټرانو په خبره پر ګوزڼ د ماشومانو د اخته کېدو احتمال ښيي.

 دوی د يادې ناروغۍ مخنيوي لپاره په ټول هېواد کې د عامه پوهاوي پروګرامونو د تطبيق غوښتنه کوي.

ډاکټر عبدالرازق احمدزی وايي:« پولیو یوه وحشي او وژونکې ناروغۍ بلل کېږي، ساري ناروغي ده، دا له  یوه انسان بل انسان انتقال کېدلی شي. نو له هغې ورځې له دې سره مخالفتونه موجود وو، نو د دې مخالفتونو لمنځه وړلو لپاره، خلکو ته عامه پوهاوی ډېر اړین دی، خلک باید پر دې خبر کړو. له دولته مو هم غوښتنه ده چې په دې برخه مرستې دې لا ډېرې کړي.»

د روغتيا نړيوال سازمان د موندنو له مخې، په تېر ۲۰۲۴ زېږديز کال کې په افغانستان کې د ګوزڼ ۲۵ مثبتې پېښې ثبت شوې.

د ياد سازمان په خبره، د وړمو کلونو په پرتله دغه شمېرې په بې‌سارې توګه زياتوالی ښيي، خو عامې روغتيا وزارت بيا د روغتيا نړيوال سازمان له لوري دغه خپرې شوې شمېرې نه دي تائيد کړې.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist