په خوست ولایت کې د کبانو دولتي تولیدي فارم چې په شپږ جرېبه ځمکه کې جوړېږي، شاوخوا ۱۵ میلیونه افغانۍ لګښت پرې راځي.
ځایي چارواکي وایي، د یاد فارم په مرسته به په دغه ولایت کې په کلنۍ توګه د کبانو ۱۸ ټنه غوښې پر تولید سربېره له خصوصي فارم لرونکو سره د نسلي کبانو د تکثیر او روزنې په برخه کې هم همکاري کولی شي.
د خوست کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس شېر محمد ذبیح وايي:« موږ به وکولی شو چې د دې کبانو ۱۸ ټنه غوښه په کال کې تولید کړو. له دې سره کومه هچري چې ده، له دې چې کوم کبان تولید کېږي، هغه به نسلي کبان وي، باکیفیته کبان به وي. موږ به هغه د خوست شخصي سکتور سره همکاري کوو.»
په ورته مهال د کبانو فارم لرونکي او ځایي اوسېدونکي وايي، د یاد فارم جوړیدل به نه یوازې په دغه ولایت کې د یاد روزګار کچه پراخه کړې بلکې ترڅنګ به یې په ځایي کچه د کبانو غوښې ته شته اړتیا هم پوره کړي.
د کبانو فارم لرونکی رحمت الله وايي:« له حکومت او نورو موسسو مو دا هېله ده چې له موږ خوستوالو سره همکاري وکړي. دا فارمونه چې موږ مخته یوسو. انشا الله خلک به پر پښو ودرېږي. ډېر ښه تولید لري، مرض نه لري. دلته ډېر ښه تولید ورکوي. ما شاوخوا ۱۳ کاله کېږي چې فارم مې جوړ کړی دی.»
د خوست اوسېدونکی مسعود خان وايي:« که ځمکه راته پیدا شي او ډنډ هم وي او نور د خوراکي موادو برخه کې د کرنې ریاست او موسسې مرسته راسره وکړي. دا ډېر ښه کار دی.»
که څه هم څو کلونه پخوا په خوست ولایت کې د کبانو ډېر فارمونه موجود وو، خو د اړونده ادارو او مسلکي روزنې نشتون له امله یې ډېری بېرته له منځه ولاړل.
اوس د یاد تولیدي فارم جوړیدل په خوست کې د اقتصادي پرمختګ لپاره یو بنسټیز ګام بلل کیږي.
د اقتصادي چارو کارپوهان په دې باور دي، که سرپرست حکومت او خلک پر ګډه هڅه وکړي، دا پروژه نه یوازې په خوست کې د کبانو لپاره اړتیا پوره کولی شي، بلکې د افغانستان نورو سیمو ته یې هم د صادرولو لار هوارولی شي.