• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
عامې روغتیا وزارت د سړک پر سر خوړو پلورونکو ته د نظافت ساتنې سیمینار پيل کړ

عامې روغتیا وزارت د سړک پر سر خوړو پلورونکو ته د نظافت ساتنې سیمینار پيل کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/14

که څه هم پیرکي هوسانه خواړه دي، خو اوس  نږدې د کابل  ښار په هره کوڅه او واټ کې پخیږي او پلورل کېږي.

په دې وروستیو کې  نه یوازې پلازمېنې کابل کې بلکې په نورو ښارونو کې هم د سړک پر سر د تیارو شویو خوراکي توکو او خوړو پېر او پلور زیات شوی او تر ډېره، پیرکي (بولاني) شورنخود، منتو، آشک، سوپ، ښوروا، کبابونه او نور ډول ډول خواړه پلورل کېږي.

د کابل ښار ټکسي چلوونکی عمران د دغو خوړو په اړه وايي: « زه ټکسیوان یم، هر وخت دلته راځم، د دې ورور مشتري یم او پیرکي خورم.»

پیرکي پلورونکی  مؤمن وايي: « نظافت د ایمان یوه برخه ده. وروره! زه د پیرکیو کچالو، ګندنه او نور اړوند مواد په کور کې چمتو کوم، بیا یې دلته جوړوم او تر پخولو وروسته یې خرڅوم.» 

خو آیا دغه خواړه پاک او صحي دي، د پاکۍ ساتلو او روغتیايي ستونزو ته یې څومره پاملرنه کېږي؟

د عامې روغتیا وزارت په همدې اړه هغو سلګونو خوړو پلورونکو ته درې ورځنی سیمینار جوړ کړی چې د کابل ښار پر واټونو خوراکي توکي او خواړه پلوري.

 د عامې روغتیا وزارت چارواکي وايي، په دې سیمینار کې خوړو پلورونکو ته ښودل کېږي چې څنګه کولی شي پاک او صحي خواړه چمتو او بیا یې پر خلکو وپلوري.

د عامې روغتیا وزارت د خوړو د خوندیتوب کمېټې مشر نعیم الله ایوبي وايي: « له تاسو ټولو ګډونوالو مو هیله ده، هغه تدریس او مالومات چې دلته درکول کېږي، په عملي ساحه کې یې رعایت کړئ. موږ او تاسو باید د امراضو د خپرېدو لامل نه شو. بولاني او یو شمېر نور خواړه په غوړو کې پخېږي او هغه غوړي ډېر  زیانونه لري چې په پرله پسې او مکرر ډول په کې خواړه سره شي.»

کابل ښار کې پیرکي پلورونکی اسدالله وايي: « دلته خلک راځي په عملي او نظري ډول درس وايي او ګوري یې. هر چا کراچۍ جوړه کړې او له دې وړاندې په دې نه پوهېدل، دا خبرې نه وې؛ خو اوس چې درس لولي، په دې به پوه شي چې څنګه یې عملي کړي.»

د کابل ښار پر واټونو پیرکي پلورونکي وايي، د پيرکیو چمتو کولو او پخولو پرمهال پاکوالي او صحي برخې ته زیاته پاملرنه کوي.

پیرکي پلورونکی ضیاالدین وايي: « زه خپله تنوري پیرکي پخوم. زموږ پیرکي دوه ډوله دي، د کچالانو او ګندنې څخه جوړ او د کدو پیرکي. زموږ پېرودونکي ډېر دي، ځکه دا پیرکي په غوړو کې د پاخه شویو پیرکیو په پرتله ښه دي. خلک دا پیرکي ځکه ډېر کاروي چې صحي دي.»

د کابل ښاره ککړې هوا او په آزاده فضا کې د پیرکیو پخولو ته په کتو، د دغو خوړو پاکوالی نه شي تضمین کیدای، خو پیرکي پلورونکي بیا هم ټینګار کوي چې دوی یې صحي برخې ته ډېره پاملرنه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې
روغتیا

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي
روغتیا

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو
روغتیا

هرات کې د ګوزڼ ضد واکسین څلور ورځنی کمپاین پیل شو

مې 26, 2025
یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي
روغتیا

یوه افغان ډاکتر هلمند کې د سلګونه تنو وړیا جراحي عملیات کړي

مې 24, 2025
سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي
روغتیا

سور صلیب: تېرکال مو ۳۴ زره تنو ته مصنوعي غړي جوړ کړي

مې 22, 2025
د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې
روغتیا

د لوی اختر په درشل کې د کانګو ناروغۍ خبرداری؛ بلخ کې یې څلور کسان مړه کړې

مې 21, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist