• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امريکا په کلیفورنیا ايالت لګيدلی اور لا نه دی مهار شوی

د امريکا په کلیفورنیا ايالت لګيدلی اور لا نه دی مهار شوی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/12

د امریکا کلیفورنیا ایالت د مرکز لاس انجلس ښار لوېدیځ ته د ملیبو ساحلي ښارګوټي په یوه غرنۍ ځنګلي سیمه کې سه شنبه (د جنورۍ پر ۷ مه) اور ولګېد چې وروسته د شدیدو بادونو له امله ۵ نورو ناحیو ته پراخ شو.

د لاس انجلس ښار پولیسو ویلي، د اور لګېدنې له امله د مړو شویو شمېر۱۱ تنو ته رسېدلی او لسګونه نور ژوبل شوې دي.

 د امریکا بېړنیو پېښو ته د رسېدو ادارې ویلي، د اورلګېدنې د مهار لپاره یې د دفاع وزارت په ګډون د یو شمېر ادارو زرګونه مسلکي پرسونل سیمه کې د اور پر وژنې بوخت دي.

د امریکا بېړنیو پېښو ته د رسېدنې ادارې رییسه دین کریسول وايي: « اوس مهال به ستونزمنه وي چې د ناورین د کره زیانونو په اړه پوه شو، ځکه موږ د دې ارزونه نه شو کولی چې څومره ودانۍ ویجاړې شوې دي. موږ پوهېږو چې زرګونه کورونه زیانمن شوي، خو لګښتونه هغه وخت په ډاګه کېږي چې مالومه شي څومره بنسټونه، سړکونه، د اوبو او برېښنا سیسټمونه او نور تأسیسات زیانمن شوي. کېدای شي میلیاردونه ډالره شي.»

بله خوا، د امریکا ولسمشر جوبایډن ویلي اور وژونکو ټیمونو یو شمېر سیمو کې د اور زياتې پراختيا مخه نېولې او په بشپړه توګه د اور وژنې لپار اوږده لاره پرته ده.

هغه زیاته کړې: « دغه اورلګېدنه تېره ورځ له مهار کولو لرې وه، خو نورو سیمو ته د اور لګېدنې د پراخېدو د مخنیوي په برخه کې لوی او واړه پرمختګونه شوي. په پادسادنا کې ۳ سلنه، د اوقیانوس په پالسیدیس برخه  کې ۸ سلنه، وینټوریا کې ۳۵ سلنه او سیلمار ته ۳۷ سلنه د اور پراخېدو مخنیوی شوی. موږ لا هم لویه لاره په مخکې لرو او د اونیو لپاره د جدي ګواښ احتمالونه پرخپل ځای دي.»

په ورته وخت کې د ملګرو ملتونو عمومي منشي انټونیو ګوتېرېش د اورلګېدنې په اړه خواشیني  ښودلې او د دې سازمان له لوري يې د همکاریو ډاډ ورکړی.

هغه په دې اړه ویلي: « زه د کلیفورنیا په ځنګلونو کې د اورلګېدنې له امله ویجاړیو غمجن کړی یم. د هغو کسانو له کورنیو سره خپله خواخوږي څرګندوم چې غړي یې له لاسه ورکړي. زموږ فکر د هغو لسګونه زرو په اړه دی چې کورونه یې ویجاړ شوي او بې ځایه کېدو ته اړ شوې دي. ملګري ملتونه به د اړتیا په صورت کې خپلې مرستې چمتو کړي.»

بله خوا، د امریکا نوی ټاکل شوی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې څه باندې یوه اوونۍ وروسته به د دې هېواد د ۴۷ ولسمشر په توګه لوړه وکړي، د بایډن اداره یې په کمزورو خدماتو رسولو او د اورلګېدنې په کابو کولو په پاتې راتګ تورنه کړې.

ټرمپ زیاته کړې: « دا یوه ریښتینې غمیزه ده. د بېورلي هېل سیمه او اړوند سیمې په بشپړه توګه ویجاړې شوې دي. لوی کورونه چې ځينې یې په نړۍ کې قیمتي کورونه دي له منځه تللي. دا یو غمیزه ده او دا د حکومت یوه تېروتنه او کمزوري ده چې د اور وژنې لپاره یې کافي اوبه نه دي کارولې.»

د امریکا کلیفورنیا ایالت سیمه ییزو چارواکو ویلي، د اوبو کمښت د اور وژنې پروسه له خنډ سره مخ کړې.

دوی په سیمه کې د خلکو له بې ځایه کېدو سره د کورونو لوټ کېدل هم یوه ستره ننګونه بللې او د دې چارې د مخنيوي لپاره يې د خلکو پر ګرځېدو بندیز لګولی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

هرات کې د بادي او لمریزي برېښنا تولیدولو د دوو سترو پروژو پرانیسته وشوه

جون 1, 2025
د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

د امریکا سناجرګې دوو غړو په یوه لیک کې له امريکا د افغان کډوالو ايستلو پرېکړه غندلې

جون 1, 2025
د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

د افغانستان لپاره د پاکستان او ازبېکستان ځانګړو استازو د افغانستان په اړه خبرې کړې

جون 1, 2025
اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist