Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغاني غالۍ د استانبول په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې

افغاني غالۍ د استانبول په نړیوال نندارتون کې نندارې ته وړاندې شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2025/01/09

د ترکیې په استانبول ښار کې د غالیو نړیوال نندارتون پرانیستل شو.

په دې نندارتون کې د ۱۹ هېوادونو سوداګرو د خپلو هېوادونو تولید کړې غالۍ او لاسي توکي نندارې ته وړاندې کړې دي.

د افغانستان د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې چارواکي وايي، دغه نندارتون د سې ‌شنبې په ورځ (د جنوري په ۷مه) پیل شوی او د افغانستان په استازیتوب په کې يو شمېر سوداګرو وطني غالۍ نندارې ته وړاندې کړې دي.

د افغانستان د غاليو توليدوونکو او صادروونکو اتحاديې عامل ریيس عبدالمنان حیدري وايي: « په دې نندارتون کې د همدې لومړي سالون په شان چې زه په کې همدا اوس ولاړ یم، اووه نور سالونونه هم شته چې ټولټال اته سالونونه کېږي. په دې نندارتون کې د نړۍ له ۱۹ هېوادونو په لاس اوبدل شوې او ماشیني غالۍ نندارې ته وړاندې شوې دي.»

ورته مهال، افغان سوداګر وايي دا ډول نندارتونونه د افغاني تولیداتو لپاره ګټور دي او کولی شي افغاني غالیو ته په نړیواله کچه بازار موندنه وکړي.

یو افغان سوداګر وايي: « په دې نړیوال نندارتون کې زموږ د ګډون موخه دا ده چې د نړۍ په کچه دایمي پېرېدونکي ترلاسه کړو او د افغانستان د غالیو سکټور ته خدمت وکړو.»

د غالیو یو بل افغان سوداګر وايي: « زه له افغان حکومت په ځانګړې توګه له صنعت او تجارت وزارت څخه، همدارنګه د غالیو له صادروونکې اتحادیې څخه مننه کوم چې دا ډول فرصت یې موږ ته برابر کړی ترڅو دې ډول نندارتون کې برخه واخلو.»

د غالیو یو بل سوداګر خپل نظر داسې بیانوي: « دا ډېر ښه فرصت دی، له نورو هېوادونو نوي پېرېدونکي راځي او زموږ تولیدات ګوري. د افغانستان غالیو له اتحادیې مننه کوم او هیله لرم راتلونکي کې هم دا ډول فرصتونه برابر کړي.»

سوداګرو د اسلامي امارت له سرپرست حکومت غوښتنه کوي چې له نړیوالو سره په اقتصادې برخه کې تړونونه لاسلیک کړي، ترڅو افغاني تولیدات بهرنیو هېوادونو ته صادر شي.

حکومتی مسوولانو له دې وړاندې ډاډ ورکړی چې د سياست تر څنګ يې په اقتصادې برخه کې له ډېرو هېوادونو سره ښي اړیکې جوړې کړې او افغانې تولیداتو ته يې هم بازار موندنه کړې.   

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist