Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغانستان د لومړي ځل لپاره ریل ګاډی جوړ کړ

افغانستان د لومړي ځل لپاره ریل ګاډی جوړ کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/28

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد په لومړي ځل په کوردننه د ریل ګاډي د يوې نمونې د جوړېدو خبر ورکړی دی.

مجاهد پر خپله اېکس پاڼه لیکلي، دغه ریل ګارډی د ملي پراختيا شرکت له لورې جوړ شوی او  په خبره یې د ریل پټلیو تر جوړیدو پورې به افغانستان په کوردننه د توليد شوي ریل ګاډي څښتن شي.

هغه په دې اړه وايي:« د هېواد ملي پراختیا شرکت د لومړي ځل لپاره ریل ګاډی جوړ کړ. په هېواد کې د ریل پټلیو تر جوړیدو او بشپړېدو پورې به خپل ریل ګاډی هم ولرو.»

بل خوا د اقتصادي چارو کارپوهان په کوردننه د ورته نوښتونو هرکلی کوي او وړاندیز لري چې سرپرست حکومت بايد د تخنيکي وسایطو د بسته بندۍ پر ځای صنعتي توليد ته ځانګړي پاملرنه وکړي، تر څو په هر ډول تخنيکي وسایطو کې کارېدونکې پرزې پر کوردننه توليد شي.

د اقتصادي چارو کارپوه نورالله عزیز وايي:« یوازې په هغه څه باندې چې موږ فقط د پرانستې په بڼه باندې په رسنیزه بڼه باندې وړاندې کوو، زما په نظر دا بسنه نه کوي، هغه څه چې عملي پایله ولري، د هغه په اړه باید فکر وشي، ځکه هغه څه چې له حاکم نظام توقع کېږي، د عامو افغانانو د ژوند په پرمختګ کې مهم دي، هغه د پایلو بحث دی. څه باید وشي؟ څه مو کړې؟ کوم موضوعات کولی شي په عملي ژوند کې د افغانانو د غربت له منځه وړلو کې مهم رول لوبولی شي؟»

ځينې نور بیا  وايي، سرپرست حکومت باید د ریل ګاډي تر جوړېدو وړاندې  د ويو لارو او دغه راز ريل پټلۍ جوړېدو په برخه کې اړين ګامونه پورته کړې.

دا په داسې حال کې ده، چې له دې وړاندې هم د اسلامي امارت وياند د ملي پراختيا شرکت له لورې د يوه باروړنکي ډمټرک او مسافر وړونکي موټر د جوړېدو خبر ورکړی وو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist