• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
هرات کې د افغان – ایراني چارواکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه ناسته شوې

هرات کې د افغان – ایراني چارواکو ترمنځ د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا په موخه ناسته شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

هرات کې د خوراکي توکو د تولید، په دې برخه کې د شته ظرفیتونو معرفي کولو، سیمه ‌ییزو او نړیوالو اقتصادي همکاریو پیاوړتیا او د خوراکي توکو د تولید په برخه کې پانګونې جلبولو په موخه غونډه جوړه شوه.
چارواکي وايي، هرات د خپل ستراتیژیک موقعیت له امله د کورنیو او بهرنیو سوداګرو لپاره په دې برخه کې ښه فرصتونه لري چې بايد ترې ګټه واخیستل شي.

د هرات د خوراکي توکو واردونکو ټولنې رییس محمد زبیر رحیمي وايي: « زموږ د ناستې موخه دا ده چې یو شمېر نوې طرحې، نوښتونه، ابتکارونه او فرصتونه د غذايي موادو په برخه کې رامنځته شوې. همدارنګه په دې اړه په هرات ولایت کې نوي فرصتونه ایجاد شي. دغه ناستې د دې لپاره هم جوړه شوې چې اقتصادي کارپوهان، د اقتصادي خونو او صنایعو مشران ګډ کار وکړي ترڅو زموږ ځوانانو او نوي نسل ته کاري فرصتونه لا ډېر شي.»

په دې ناسته کې د ایران د خراسان رضوي ولایت استازی وایي، د افغانستان او ایران ترمنځ سوداګریزې اړیکې د پرمختګ په حال کې دي او په خبره یې د روان لمریز کال په تېرو ۸ میاشتو کې د دواړو هېوادونو د سوداګرۍ کچه ۱.۶میلیارد ډالرو ته رسېدلې چې د تېر پرتله ۲۰ سلنه زیاتوالی ښيي.
د ایران د خراسان رضوي ولایت د صنعت او کانونو سازمان عمومي مدیر امیر رضا رجبي وايي:« د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګریزې راکړې ورکړې مخ پر ودې لړۍ له نېکه مرغه چټکه شوې. موږ د روان لمریز کال په ۸ میاشتو کې تقریبا ً ۱.۶ میلیارد ډالره تجارتي راکړه ورکړه لرله چې د تېر کال پرتله ۲۰ سلنه وده ښيي. له دې ډلې د خراسان رضوي برخه له ۳۵ سلنو لوړه ده.»

بله خوا، هرات سوداګر د افغان او ایراني سوداګرو ترمنځ دا ډول ناستې د دواړو هېوادونو د سوداګریزو اړیکو پیاوړتیا لپاره مهمې بولي او پر زیاتوالي یې تینګار کوي.

د افغان زعفران کارانو ټولنې رییس محمد ابراهیم عادل وايي: « د سوداګرۍ خونې مشرتابه پلاوی د هغه پروګرام له جوړېدو مننه کوي چې د خوراکي توکو ټولنې له خوا جوړ شوی و. د ایران او افغانستان ترمنځ دغه ډول ناستې ډېرې اغېزناکې دي او د خوراکي توکو اهمیت ښيي.»

په ورته وخت کې، د هرات سیمه ‌ییز چارواکي د کورنیو تولیداتو د تولید او صادراتو په برخه کې د پانګونې هرکلی کوي او ډاډ ورکوي چې د سرپرست حکومت پر ملاتړ به کورنیو او بهرنیو سوداګرو ته د پانګونې لپاره زیات فرصتونه برابر شي.

د هرات د صنعت او سوداګرۍ خونې رییس بشیر محمد سیرت وايي: « اسلامي امارت د پانګونې جلبولو لپاره زیار او محنت کاږي او دا چې څنګه کولی شو د خپلو پانګوالو لپاره د افغانستان په داخل کې په یوه بهترین فرصت کې د پانګه اچونې زمینه جوړه کړو، ترڅو وتوانېږو د افغانستان په داخل کې د خپلو تولیداتو او د هغو د صادراتو ظرفیت لوړ کړو.» 

دغه ناسته په داسې حال کې ترسره کېږي چې هرات کې د خوراکي توکو د تولید صنعت د پرمختګ په حال کې دی او دا مهال یوازې په هرات صنعتي ښارګوټي کې تر۲۰۰ زیاتې  کارخونې د خوراکي توکو د تولید په برخه کې فعالیت لري.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist