Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د لوګر سېمنټو تولید تړون له یوه چینايي شرکت لاسلیک شو

د لوګر سېمنټو تولید تړون له یوه چینايي شرکت لاسلیک شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/25

د کانونو او پټرولیم وزارت د لوګر د التمور سیمې د سېمنټو د تولید کارخونې تړون له افغان ساکو شرکت سره لاسلیک کړ.

د ریاست الوزرا اقتصادي مرستیال په ګډون د دې تړون د لاسلیک پر مهال، د کانونو او پټرولیم وزارت سرپرست وویل، په دې پروژې شاوخوا ۱۴۵میلیونه ډالره لګښت راځي چې د ۳۰ کلونو لپاره به په ورځني ډول د ۲۵۰۰ ټنه سېمنټو د تولید ظرفیت ولري.

هدایت الله بدري په خبره، د دې پروژې عملي چارې به په نږدې راتلونکي کې  په۵۱ کیلومټره مربع مساحت کې پیل شي چې د چارو د بهیر پر مهال به سلګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه هم رامنځته کړي.

بدري په دې اړه وايي: « یاد شرکت به د دې کارخونې د جوړولو په برخه کې شاوخوا ۱۴۵ میلیونه ډالره پانګونه وکړي. دغه راز به په ورځني ډول ۲ زره ۵۰۰ ټنه سېمنټو د تولید ظرفیت ولري او په دې سره به د هېواد سلګونه ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.»

د کانونو او پيټرولیم وزارت سرپرست دغه راز وايي، دا پروژه کولی شي د التمور سیمې خلکو ته په روغتیايي او ښوونیزو برخو کې ګڼ ټولنیز خدمات وړاندې کړي.

هدایت الله بدري زیاتوي: « د ټولنیزو خدمتونو په برخه کې به د سیمې خلکو ته په طبي او تعلیمي برخو کې خدمات وړاندې کړي.»

بل پلو، د افغان ساکو په نوم د کان کېندنې، پروسېس او سوداګریزو چارو ګډ افغان – چینايي شرکت رییس د دې پروژې د لومړي فاز یا د کارخونې جوړلو لګښت ۱۴۳ ميلیونه ډالره ښيي او وايي، د وروستي فاز د چارو پیل د لومړي فاز په بشپړېدو پورې اړه لري.

د افغان ساکو شرکت رییس وو زیدان وايي، د دې پروژې له تطبیق موخه نه یوازې دوه اړخیزې ګټې دي، بلکې ترڅنګ یې د سیمې د خلکو ګټې هم شاملې دي.

هغه زیات کړه:« دا ډېر د خوښۍ ځای دی چې د افغانستان لوګر ولایت په التمور سیمې کې د سېمنټو تولید د داسې کارخونې د رغونې تړون لاسلیک کوو چې پر لومړي فاز یې ۱۴۳ میلیونه ډالره لګښت راځي چې د وروستیو برخو مخته وړلو چارې یې په لومړي فاز پوړې تړلي دي. دا څرګنده ده چې له دې ورهاخوا د دې پروژې د پراخولو په لټه کې هم یوو. له دې پروژې مو موخه یوازې د دوه اړخیزو ګټو ترلاسه کول نه دي؛ بلکې له دې لارې مو د سیمې د خلکو ګټې هم په پام کې نیولې دي.»

د کانونو او پټرولیم وزارت مسوولین دغه پروژه په هېواد کې د سېمنټو د تولید په برخه کې حیاتي بولي او وايي، دا پروژه کولی شي افغانستان د سېمنټو د تولید په برخه کې ځان بسیاینې ته نږدې او د سېمنټو په صادروونکي هېواد بدل کړي.

دا په داسې حال کې ده چې یاد وزارت له دې وړاندې هم له کورنیو او بهرنیو پانګوالو سره د ۶۲۳ میلیونه ډالرو په ارزښت د سېمنټو د څلورو سترو پروژو تړونونه لاسلیک کړي چې د یاد وزارت په وینا، عملي چارې یې په چټکۍ سره روانې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist