• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
روشن مخابراتي شبکې د الفا پرایم په نوم خپل پروفایل ګټې اخیستنې ته وړاندې کړ

روشن مخابراتي شبکې د الفا پرایم په نوم خپل پروفایل ګټې اخیستنې ته وړاندې کړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د روشن مخابراتي شرکت د کارکوونکو له لوري جوړ شوی پروفایل ګټې اخیستنې ته وسپارل شو.

په دې پروفایل کې چې د درېیو او شپږو میاشتو لپاره غږیزي کڅوړې، انټرنېت او د پيغامونو وړاندیزونه موجود دي، مسوولین یې موخه په کم لګښت هېوادوالو ته د غوره خدمتونو وړاندې کول بولي.

د روشن مخابراتي شبکې د بازارموندنې مسوول عبدالعزیز نیازی وايي: « نن ویاړو چې د الفا پرایم پلانونه معرفي کوو. هغه پلانونه چې د خپلو بې ساري ځانګړنو سره به زموږ پېرودونکي تل له یوبل سره په اړیکو کې وساتي. په دغو پلانونو کې چټک انټرنېټ، روشن ته نامحدودې اړیکې، نورو شبکو ته اړیکې او له ټولو مهم یې نامحدود وټسپ شامل دي. دغه وټسپ له هېڅ ډول محدود سرعت څخه ستاسو په واک کې درکول کېږي. دا هغه ځانګړتیا ده چې تر اوسه یې هېڅ بل یو مخابراتي شرکت نه لري.»

همدارنګه د روشن مخابراتي شبکې د بازارموندنې څانګې کارکوونکی احمد فهیم وايي: « له نورو کڅوړو سره د الفا پرایم توپير دا دی چې له نورو کڅوړو ډېر زیات ارزانه دی. که چېرې پرتلنه وکړو، دا مهال ټولې شبکې ۱۰.۵ جي بي په ۶۰۰ افغانیو ورکوي، خو موږ په الفا پرایم کڅوړو کې ۱۲ جي بي انټرنېټ، نا محدود وټسپ، نامحدودې اړیکې او نامحدود پیغامونه یوازې د ۶۵۰ افغانیو په بدل کې ورکوو.»

ورته مهال، د اترا ادارې مسوولین هېوادوالو ته د مخابراتي شبکو له لوري دا ډول اسانتیاوې رامنځته کول ستایي او په خبره یې، د یادې ادارې د هڅو په لړ کې د مخابراتي شبکو د غږیزو اړیکو، انټرنېټ او پیغامونو لګښتونه د پخوا پرتله تر ډېره را ټیټ شوي او دا پلان به د راتلونکي کال له لومړۍ میاشتې عملي شي.

د اترا ادارې تخنیکي مرستیال عطا محمد یاري وايي: « مخکې موږ سقف ۱.۸۵ افغانۍ ټاکلی و خو اوس دغه سقف ۱.۳ افغانیو ته راټیټ شوی. دا په حقیقت کې مخابراتي شرکتونه باید د شبکې په داخل کې د یوې دقیقې لپاره له ۱.۳ افغانیو زیاتې وا نه خلي. همدارنګه له یوې شبکې بلې شبکې ته د اړیکو پخوانی سقف ۲.۲ افغانۍ و چې اوس ۱.۴ افغانیو ته راټیټ شوی.»

په دې وړاندیزونو کې چې پخوا ۳.۲ جي بي انټرنېټ د ۳۰ ورځو لپاره په ۳۳۰ افغانیو پلورل کېده، له دې وروسته به په ۲۶۴ افغانیو پلورل کېږي او په همدې ترتیب به په هر وړاندیز کې د بیو د پام وړ کمښت رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو
ټکنالوژي

اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو

مارچ 12, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو
ټکنالوژي

هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو

اکتوبر 30, 2024
 د ننګرهار اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له کمزورتیا شکایت کوي
ټکنالوژي

 د ننګرهار اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له کمزورتیا شکایت کوي

اگست 29, 2024
حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو
ټکنالوژي

حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو

اگست 25, 2024
پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري
ټکنالوژي

پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري

جولای 12, 2022

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist