Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
افغان – ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

افغان – ترکمن چارواکو د ټاپي پروژې له چارو لیدنه وکړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/17

د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د ترکمنستان له بهرنیو چارو وزیر رشید مردوف سره په ټاپي نل لیکې او یو شمېر نورو پروژ خبرې کړې دي.

د بهرنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال ضیا احمد تکل وایي، د بهرنیو چارو وزارت سرپرست هرات ولایت ته تللی او هلته یې د ترکمنستان د بهرنیو چارو وزیر سره د ټاپي پروژې له عملي چارو د لیدنې ترڅنګ، د اوسپنې پټلۍ غځونې، تورغنډۍ ښارګوټي کې د اوسپنیزې کرښې د اموالو ګودامونو، د نوري فایبر انتقال او د وېزو د ورکړې او دغه راز د ټرانسپورټي چارو پر اسانتياوو خبرې کړې دي.

تکل په دې اړه وايي: « دواړو لورو هوکړه وکړه چې د ټاپي پروژې د چارو چټکتیا، د اوسپنې پټلۍ د پراختیا، برېښنا، ټرانسپورټي اسانتیاوو او د وېزې ورکړې د بهیر د ساده کولو، اقتصادي همکاریو د پراختیا په موخه به تخنیکي ټیمونه په کابل او عشق آباد کې خپلو ناستو ته ادامه ورکوي.»

په ورته مهال، د اقتصادي او سیاسي چارو شنونکي د ټاپي پروژې بشپړېدل د افغانستان او په یاده پروژه کې د ښکېلو درېیو نورو هېوادونو د اقتصادي ودې لپاره مهم ګڼي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالجبار ساپی وايي: « دا پروژه د اقتصاد لپاره ډېره مهمه ده، د سیمې لپاره مهمه ده  او په ځانګړې توګه د بېوزلۍ، فقر او بېکارۍ له منځه وړلو په برخه کې به ډېر مثبت رول اداء کړي.»

د سیاسي چارو شنونکی نجیب الرحمان شمال وايي: « دا پروژه کولی شي په اوسنیو شرایطو کې د دواړو هېوادونو ترمنځ د اړیکو په بیا رغونه کې د پام وړ رول ولري.»

ځينې نور بیا له سرپرست حکومته د دې پروژې د ا منیت ټینګښت او دغه راز په افغان خاوره کې د یادې سترې پروژې د عملي چارو پر چټکتیا ټینګار لري.

د نړیوالو اړیکو کارپوه سمیر انګار وايي: « د ټاپي په بشپړېدو سره په سیمه کې نور هم سیاسي، اقتصادي او امنیتي ثبات ډېریږي او همدا ډول په مستقیم او غیر مستقیم ډول زرګونه افغانانو ته د کار زمینه هم برابرېږي.»

ټاپي د ګازو لېږدونې پروژه ده چې ټولیز اوږدوالی یې ۱ زر۸۱۴ کیلومټره دی او له ترکمنستان پيل، د افغانستان له لارې پاکستان او له هغه ځایه هندوستان ته غځېږي.

سربیره پر دې چې په دغه پروژه کې په مستقیم او غیرمستقیم ډول زرګونه افغانانو  ته د کار زمینه برابریږي، افغانستان ته به یاد هېوادونه هر کال شاوخوا ۵۰۰ میلیونه ډالره حق‌ العبور هم ورکوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist