Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
مجاهد: افغان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شوي

مجاهد: افغان خاوره کې د ټاپي پروژې عملي کارونه پیل شوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/03

د اسلامي امارت ویاند ذبیح الله مجاهد وايي، د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه په عملي بڼه پیل شوې دي.

مجاهد په هرات کې د ټاپي پروژې د ټولو اړتیا وړ تخنیکي ماشینونو او پرسونل له اسانتیاوو او کارونې خبر ورکوي او زیاتوي، د شاوخوا دوه کلونو په موده کې به تر هرات پورې د یادې پروژې کارونه بشپړ شي.

د مجاهد په خبره، د دې پروژې له پیل سره سم سلګونه افغانانو ته د کار کولو فرصتونه هم برابرېږي.

هغه په دې اړه وايي: « د افغانستان په خاوره کې د ټاپي پروژې کارونه پيل شوي او د عملي تطبیق په حال کې دي. د اټکل له مخې به حد اکثر تر دوو کالو پورې تر هرات ولایت پورې ورسېږي. که خدای کول زموږ ګڼ هېوادوال به په کې پر کار بوخت شي.»

ټاپي پروژه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته د ګازو لېږدونې نل لیکه ده. د دې پروژې څه باندې ۸۱۶ کیلومټره د افغانستان په خاوره کې له هرات، فراه، هلمند او کندهار ولایتونو څخه تېرېږي.

افغانستان به د دې پروژې له تطبیق سره د ټرانزیټي فیس، سیمه ییزې پانګونې، اقتصادي او استراتیژیکو ګټو څخه برخمن شي.

د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا وايي: « د ټاپي پروژې پيل سره له دې چې کولی شي خلکو ته د کار او اشتغال زمینه برابره کړي، په کلنۍ توګه یوه اندازه زیاتې پيسې هم د حکومت خزانې ته لېږدوي او هغه څه چې زما په نظر ډېر مهم دي، په افغانستان کې د پانګونې اعتبار ډېروي او دا کار د دې سبب کېږي چې نورې پروژې هم حرکت وکړي؛ ځکه چې دا یوه سیمه ییزه پروژه ده او په سیمه کې د اقتصادي همپالنې لامل کېږي. کله چې په سیمه کې اقتصادي همپالنه رامنځته شي، له شک پرته په افغاستان کې د دایمي سولې او ثبات لامل هم کېږي.»

له بلې خوا، د سیاسي چارو کارپوهان وايي، د ټاپي پروژې د تطبیق په برخه کې سیمه ییزې ننګونې لا هم نه دي هوارې شوې.

د دوی په خبره، د یو شمېر هېوادونو خپل منځني سیاسي اختلافونه او ستراتيژیکې ستونزې کولی شي د یادې پروژې د تطبیق په برخه کې خنډونه رامنځته کړي.

د کارپوهانو په باور، که هند او پاکستان د سیاسي مخالفتونو لپاره د یادې پروژې مخه ونه نیسي، دا به د سیمه ییز اتصال او یادو هېواد لپاره یو ښه اقتصادي پرمختګ وي.

د سیاسي چارو شنونکی عزیز معارج وايي: « له تېرو څو کالو راهیسې د ټاپي پروژې تخنیکي او نورې چارې بشپړې شوې وې، خو له بده مرغه عملي کار یې د شرق او غرب ترمنځ  د تفاهم لپاره ځنډول شوی و. دا چې اوس پيل کېږي، دا د سیمې هېوادونو لپاره ښه زېری دی او افغانستان ته هم ښه ګټه لري. افغانستان دا مهال ډېرو اقتصادي پروژو ته اړتیا لري دا پروژه به د سیمې پر هېوادونو هم ډېر اغېز ولري.»

د ټاپي پروژې طرحه په۱۹۹۰زېږدیز کال د یوه تفاهم پربنسټ رامنځته شوه او موخه یې دا ده چې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته انتقال کړي.

خو اوس مهال دغه پروژه  یوازې د ګازو لېږدونې نل لیکه نه ده، بلکې د ګازلېږدونې ترڅنګ د برېښنا انتقال، د سیمه ییز اتصال لپاره د لارې رامنځته کول، اقتصادي زونونو ایجادول، ټولنیز پرمختګونه، د نوري فایبرمخابراتي شبکې جوړېدل، د توکو ټرانزیټ او سوداګري هم په کې شامل دي چې له دې امله څو اړخیزه پراختیايي پروژه بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist