• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د هند، ایران او ازبېکستان چارواکو د چابهار له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ پرارزښت خبرې کړې

د هند، ایران او ازبېکستان چارواکو د چابهار له لارې افغانستان ته د سوداګرۍ پرارزښت خبرې کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/12/02

د هند، ایران او ازبېکستان چارواکو او د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې یوه پلاوي د افغانستان د بیارغونې او اقتصادي پراختیا په برخه کې د چابهار بندر پر اهمیت او همدارنګه منځنۍ آسیا ته د بدیل سوداګریز دهلېز په توګه د یاد بندر پر چمتووالي خبرې کړې.

دغه ناسته په نوي ډهلي کې ترسره شوې او ګډونوالو يې د چابهار بندر له لارې د ټرانزيټ پر زیاتېدو او په اقتصادي برخه کې د افغانستان لپاره پر سیمه ‌يیز اتصال او د چابهار بندر له لارې د توکو د ټرانزیټ پر اسانتیا هم بحث کړی.

په هند کې د ایران سفارت ویلي:« په دې ناسته کې د افغانستان په پرمختګ او بیارغونه کې د چابهار پر اهمیت او مرکزي آسیا ته د یوې بدیلې لارې په توګه د دې بندر د برابرولو، د ټرانزېټ په برخه کې پر سیمه ‌يیز اتصال او د اړینو اسانتیاوو پر رامنځته کولو ټینګار وشو.»

د سوداګرۍ او پانګونې خونې مسوولین په دې اړه څه نه وايي، خو د اقتصادي چارو کارپوهان وايي، د دې بندر له لارې د سوداګرۍ پراختیا کولی شي په افغانستان کې اقتصادي ثبات تامین کړي او سیمه ‌يیز اتصال ته لاره هواره کړي.

د اقتصادي چارو شنوونکی محمد یونس ځدراڼ وايي: « د چابهار بندر د افغانستان اقتصادي پرمختګ، سیمه ییزې همکارۍ او ستراتیژیک استقلال لپاره حیاتي ارزښت لري. په مؤثره توګه د دې بندر کارول کولی شي افغانستان د اقتصادي ودې او سیمې پر کچه د تجارت په مرکز بدل کړي.»

سوداګر محمد نبي افغان وايي: « د چابهار له لارې تجارت کول شي زموږ توکي د سوېلي آسیا هېوادونو هندوستان، سریلانکا او بنګله دېش ته ورسوي. دا هېوادونه ډېر لوی نفوس لري. که موږ وکولی شو د خپلو تجارتي توکو لپاره دا لاره پرانیزو، ډېره ګټه به وکړو.»

ځینې نور بیا وايي، له پاکستان سره د ټرانزیټ په برخه کې د دوامداره ستونزو حل لپاره چابهار یوه مهمه او ستراتیژیکه لار ده چې په خبره يې کولی شي تر ډېره د توکو په لېږد کې د افغان سوداګرو ستونزې حل کړي.

 د اقتصادي چارو کارپوه عبدالنصیر رشتیا په دې اړه وايي: « هندوستان ډېره هڅه کوي چې د چابهار بندر له لارې افغانستان او د افغانستان له لارې منځنۍ آسیا ته لاره پيدا کړي. همدارنګه ازبېکستان هڅه کوي چې د افغانستان او بیا چابهار له لارې د سوېلي آسیا هېوادونو ته خپل توکي صادر کړي. دغه لار د افغانستان لپاره هم د عوایدو او هم د صادراتو په برخه کې ډېره ګټوره تمامېږي.»

د راپورونو له مخې، د هند، ایران او ازبېکستان چارواکو په سیمه ‌يیز اتصال کې د چابهار بندر له لارې د سوداګرۍ پر تقویت راتلونکي کې د ورته ناستو جوړېدل مهم ګڼلي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist