Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د استانبول حلال نندارتون؛ د لومړي ځل لپاره افغاني تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شول

د استانبول حلال نندارتون؛ د لومړي ځل لپاره افغاني تولیدات په کې نندارې ته وړاندې شول

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/28

افغان سوداګر د لومړي ځل لپاره بریالي شوي چې د افغانستان توليدات د استانبول حلال نندارتون کې نندارې ته وړاندې کړي.

دغه نړيوال نندارتون هر کال ترسره کېږي، خو سږکال يې په درېيم هغه کې د افغاني محصولاتو لپاره هم اته غرفې ځانګړې شوې دي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست هم د سرپرست حکومت د یوه پلاوي پر مشرۍ په دې نندارتون کې د ګډون لپاره ترکيې ته رسېدلی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « دغه نندارتون د ترکیې جمهوري دولت له خوا د اسلامي همکاریو سازمان په همکارۍ د څلورو ورځو لپاره د ترکیې په استانبول ښار کې جوړېږي. ۴۵ هېوادونه به خپل تولیدات او داخلي محصولات په ۴۵۰ غرفو کې نندارې ته کېږدي.»

د صنعت او سوداګرۍ وزارت سرپرست نورالدین عزیزي وايي، په دې نندارتون کې به په خپل ګډون سره له کوربه هېواد سره اقتصادي اړیکې لا پیاوړې کړي.

عزیزي زیاتوي: « موږ هڅه کوو له ترکیې سره خپلې تجارتي او اقتصادي اړیکې لا پراخې کړو. ځکه چې دا یو حقیقت دی چې د ترکیې هېواد له افغانانو سره له اقتصادي او سیاسي پلوه ښې اړیکې لري او غواړي له افغانانو سره راکړه ورکړه ولري.»

دا نندارتون د چهارشنبې په ورځ پیل شوی او څلورو ورځې به دوام وکړي.  په دې نندارتون کې د نورو هېوادونو د توليداتو ترڅنګ افغاني غالۍ، د افغانستان قېمتي ډبرې، وچه مېوه او نور توليدات هم نندارې ته اېښودل کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي، د نندارتون په څنډه کې به سوداګريز کنفرانسونه، د چارواکو او سوداګرو ترمنځ ناستې او نور پروګرامونه هم ترسره شي.

هغه په دې اړه وايي: « د یادونې وړ ده چې له افغانستانه د ښاغلي عزیزي پر مشرۍ د خصوصي سکټور له ۳۰ ډېر غړي په دې نندارتون کې ګډون کوي او د افغانستان محصولات او تولیدات به د غالیو، قېمتي ډبرو، وچې مېوې، بانکوالۍ او ساختماني موادو په سکټورونو کې د ۸ غرفو په لرلو سره نندارې ته کېږدي.»

چارواکو له دې وړاندې ادعا کړې چې له سیمې او نړۍ سره يې اقتصادي اړیکې ښې شوې او غواړي د هوایي دهلېزونو په جوړولو سره ترکيې او اروپايي هېوادونو ته په مستقيمه توګه صادرات وکړي.

د اقتصادي چارو شنوونکي د استانبول په نړیوال حلال نندارتون کې د افغان سوداګرو ګډون، د سوداګرۍ د پراختیا او نړیوالو بازارونو ته د وطني تولیداتو د معرفي کولو لپاره ارزښتناک فرصت بولي.

د اقتصادي چارو شنونکی عبدالجبار ساپی وايي: « همدا نندارتونونه دي، همدا شرکتونه دي او همدا کنفرانسونه دي چې د دوو هېوادونو ترمنځ سوداګریزې اړیکې ټینګوي، تعامل زیاتېږي او په ځانګړې توګه د پانګونې لپاره لارې جوړېږي.»

تېر کال د استانبول په حلال نندارتون کې د ۶۰ هېوادونو د سوداګرۍ وزیرانو په ګډون، د ۱۲۵ هېوادونو سوداګرو، صنعتکارانو او پانګوالو ګډون درلود.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist