Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د اتلانو جام افغانستان ته راوړل شو

د اتلانو جام افغانستان ته راوړل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/27

د اتلانو جام (چمپينزټراپي) د سه شنبې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لیندۍ پر ۶ مه) سهار له عربي متحده اماراتو افغانستان ته را وړل شو.

دغه جام به د درېيو ورځو لپاره د کابل او باميانو په ځينو تاريخي ځايونو کې د خلکو لپاره نندارې ته کېښودل شي.

د افغانستان کرېکټ ملي لوبډله به هم په ياد جام کې د برخه ‌لرونکو لوبډلو ترڅنګ د لومړي ځل لپاره ولوبېږي او له همدې کبله افغان لوبدلې په چمپينز ټرافي سياليو کې د غوره لوبېدنې لپاره چمتووالی پيل کړی.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: «  د چپمینز ټرافي په اړه باید ووایم چې په دې جام کې اته لوبډلې ګډون لري. دا هغه لوبډلې دي چې په تېر ۲۰۲۳ کال ۵۰ اوریز نړیوال جام کې په لومړیو اتو لوبډلو کې راغلې دي. افغان لوبډلې په هغه جام کې غوره کارکردګي وکړه او پاکستان، انګلستان، سریلانکا او نیدرلنډ ته یې ماتې ورکړې او په پنځم او شپږم مقام کې مو ځای درلود. همدا لامل شول چې موږ د لومړي ځل لپاره په اتلانو جام کې ګډون کوو. دغه جام په ۵۰ اوریزه بڼه په پاکستان کې ترسره کېږي.»

همدارنګه، لوبډلمشر او یو شمېر لوبغاړي وایي، د پخوا پرتله په ملي لوبډله کې د لوبغاړو مسلکي لوبېدل لا زيات شوي او په خبره یې، په چمپينز ټرافي سياليو کې به د ټورنمېنټ ګټولو په موخه لوبېږي.

لوبډلمشر حشمت‌الله شهیدي وايي: « اوس هغه وخت راغلی چې موږ دغو لوبو ته ځو، دومره درناوی جوړ شوی چې مخالف ټیمونه ټول له موږ په ډار کې دي. کله چې موږ سره لوبې لري، ښه پلانېنګ کوي چې څنګه کولی شي له موږ لوبه وګټي.»

د ملي لوبډلی لوبغاړی صدیق‌الله اتل وايي: « زموږ د ټولو ګډې هڅې دي، څنګه چې د ټیم ماحول او کارکردګي ده، ډېره تمه شته چې په دې ټورنمېنټ کې ښې لوبې وکړو او تر بریا پورې ورسېږو. زموږ لوبغاړي ډېر زیات چمتو دي.»

د ملي ټیم لوبغاړي په چمپينز ټرافي کې د لوبېدو لپاره د چمتووالي ډاډ داسې مهال ورکوي چې تازه د ملي لوبډلې اووه لوبغاړي راشد خان، کریم جنت، نور احمد لکڼوال، عظمت ‌الله عمرزی، رحمان الله ګربز، فضل الحق فاروقي او الله محمد غضنفر د هند په کورني لیګ (آی.پي.اېل) کې هم اخيستل شوي دي.

د کرېکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی نوروز منګل وايي: « دا ښيي چې افغانستان کې استعداد شته. لکه څرنګه چې ما مخکې خبره وکړه چې زموږ د ټیم لاسته راوړنې ولې ښې دي؛ ځکه چې موږ ځوانان لرو او لپاره یې کار کېږي. کله چې آسیا کپ ایمرجېنګ ګټل کېږي، نو دا طبیعي خبره ده چې استعداد به لرو. دا د ځوانانو او د افغانستان د کرېکټ لپاره ډېر ښه زېری دی، ځکه ځوانان هڅول کېږي. څرنګه چې مخکې صادق صاحب خبره وکړه، کورنیو به موږ کرېکټ ته نه پرېښودلو خو اوس چې پلار ګورې، بچی یې ترلاس نیولی وي او کرېکټ پرې کوي.»

د چمپينز ټرافي په راتلونکي جام کې د افغانستان، بنګله ‌دېش، اسټرالیا، پاکستان، هند، نیوزیلنډ، سویلي افریقا او انګلستان لوبډلې برخه لري.

ټاکل شوې دغه سيالۍ د پاکستان په کوربه ‌توب د ۲۰۲۵ کال د فبرورۍ میاشت کې ترسره شي، خو ځينو رسنیو د هند کرېکټ بورډ د مسوولینو له قوله ویلي، پاکستان ته يې د خپلې لوبډلې له لېږلو سره مخالفت کړی.

نږدې مياشت وړاندې د کرېکټ نړيوالې شورا پاکستان ته تخنيکي ټیم لېږلی، ترڅو دغلته چمپينز ټرافي سياليو ترسره کېدو لپاره امنيتي وضعيت وارزوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist