Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نتنیاهو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړې غبرګونونه پارولي

د نتنیاهو په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړې غبرګونونه پارولي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/23

د جرمونو نړيوالې محکمې له لوري د دویم ځل لپاره د اسراییلو لومړي وزیر او پخواني  دفاع وزیر د نیولو پرېکړه د فلسطین په ګډون د نړۍ د ګڼو هېوادونو له تاوده هرکلي سره مخامخ شوې.

محکمې د اسراییلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو او پخوانی دفاع وزیر یواف ګالانټ په غزې او لبنان کې یې پر جنګي جنایتونو او بشري ناورین رامنځته کولو تورن کړي.

د اسراییلو لومړي وزیر د یادې محکمې پرېکړه غندلې او زیاته کړې یې ده چې د خپل هېواد او وګړو د خوندیتوب لپاره  به په سیمه کې د هر ډول ګواښونو مخنیوی وکړي.

بنیامین نتنیاهو زیاته کړې: « دې محکمې د هغو ډیکټاټورانو له خوا پر جنګي جنایتونو هېڅ غبرګون ونه ښود چې میلیونونه خلک یې له لاسه په ایران، یمن او سوریه کې ووژل شول. موږ به د خپل هېواد او خلکو د خوندیتوب لپاره هغه څه وکړو چې اړتیا یې ده. موږ به ایران او د ایران ملاتړې ډلې پرېنږدو چې زموږ پر وړاندې ګواښ رامنځته کړي.»

 خو د جرمونو نړیوالې محکمې پرېکړې ته د نړۍ د یو شمېر هېوادونو مشرانو بېلا بېل غبرګونونه ښودلي.

د امریکا ولسمشر جوبایډن چې په غزه او لبنان کې یې له اسراییلو سره د واشنګټن د پوځي ملاتړ پر دوام تل ټینګار کړی، د جرمونو د نړیوالې محکمې یادې پرېکړې ته په غبرګون کې ویلي، اسراییلي مشران له حماس ډلې سره نه شي پرتله کېدای او امریکا به د اسراییلو پوځي ملاتړ ونه دروي.

بایډن زیاته کړې:« د اسراییلو او حماس ترمنځ یو شان والی وجود نه لري. موږ به د هغو ټولو نا امنیو پر وړاندې د اسراییلو ملاتړ وکړو چې دغه هېواد ته ګواښ پېښولی شي.»

په ورته مهال، استرالیا، کاناډا او د اروپايي ټولنې یو شمېر غړیو هېوادونو د اسراییلو لومړي وزیر په اړه د جرمونو نړیوالې محکمې له پرېکړې هرکلی کړی او له نړیوالې ټولنې یې غوښتنې چې د محکمې پریکړو ته درناوی وکړي.

د کاناډا لومړي وزیر جسټین ټروډو ویلي:« موږ د نړیوالو قوانینو ملاتړ کوو او د نړیوالو محاکمو ټول مقررات او حکمونه منو.»

د دې ترڅنګ، د اروپايي ټولنې د بهرنیو پالیسو  مشر جوزیف بورېل هم  د محکمې د پرېکړې  پلي کېدو او درناوي غوښتنه کړې.

د جرمونو نړیوالې محکمې د حماس اسلامي غورځنګ د يوه پوځي قوماندان محمد دياب ابراهيم المصري چې په محمد ضيف مشهور دی، د نيولو امر هم صادر کړی.

د محمد ضیف د نیولو امر داسې مهال صادر شوی چې اسراییلو څو میاشتې وړاندې په غزه کې د نومړي د وژلو ادعا کړې وه.

 اسراييلي ځواکونو  د ۲۰۲۳ زېږدیز کال په اکټوبر کې پرغزې تړانګې هوايي او ځمکني بریدونه پیل کړل چې تر اوسه په کې شاوخوا ۴۴ زره فلسطینانو خپل ژوند له لا سه ورکړی او له ۱۰۰ زره  زیات ژوبل شوي دي.

د فلسطین د روغتیا وزارت د مالوماتو له مخې، د یادې مرګ ژوبلې ۷۰ سلنه ښځې او ماشومان دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist