Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د بلخ سيلو د غنمو زېرمه کول بیا پیل کړل

د بلخ سيلو د غنمو زېرمه کول بیا پیل کړل

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/18

د پخوانیو کارخونو او تولیدي ځایونو د بیا فعالولو په لړ کې دا ځل د بلخ ولایت سېلو له لسیزو وروسته یو ځل بیا د غنمو په زېرمه کولو پیل کړی.

د دې تصدۍ مسوولین باور لري چې روان کال به تر۳  زره مټریک ټنو غنم راټول او زېرمه کړي.

د بلخ سیلو رییس عبدالباري نصرت وايي: « د بلخ سیلو له بیا رغولو او فعالولو وروسته د امیرالمؤمین له خوا د ۳ زره ۳۶ ټنو غنمو زېرمه کول منظور شوي او دا مهال نیږدې ۱ زره ۵۰۰ ټنه غنم زېرمه شوي او پاتې نور هم په لارو دي.»

د بلخ سيلو د غنمو پېرلو مسوول شېرعلي وايي: « موږ باید خپل غنم په لومړي سره کې له بزګرانو واخلو، ترڅو زموږ له خوا د غنمو له پېرلو وروسته وهڅول شي چې په راتلونکي کې لا زیات غنم وکري او ونه وايي چې د غنمو بیه په بازار کې ټیټه ده. موږ دا غنم د بازار له نرخ  ۳۰ تر ۴۰ افغانیو پورته اخلو او دغه راز د ټرانسپورټ، جیوالي، باروونکو او تلې لګښتونه هم ورکول کېږي. خلاصه د بزګرانو ټول اضافي لګښتونه د غنمو په اصلي بیه ور اچوو او بیا یې حسابوو.»

د غنمو زېرمه کول، معاینات خونه او د ډوډۍ پخول بیا د بلخ سیلو له اساسي دندو دي.

د چارواکو په خبره، هره ورځ په دې سیلو کې ۳ زره ډوډۍ پخېږي او په مزار شريف کې دولتي روغتون ته وېشل کېږي.

د بلخ سیلو یوتن کارکوونکی وايي: « روغتونونو ته ډوډۍ خپله د سیلو د خدماتي څانګې له خوا استول کېږي. زموږ ډوډۍ سل په سلو کې پاکه او با کیفیته ډوډۍ ده، همدارنګه د داش ډوډۍ ده، نه د تناره، ځکه نو ډېره پاکه او ښه کیفیت لري.»

بل پلو، د  کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت چارواکی وايي، د بلخ سیلو کې د غنمو زېرمه کولو څخه موخه په راتلونکي کې د غنمو د لوړو بیو او احتکار د مخنیوي ترڅنګ، په کوردننه د غنمو زېرمه کول دي.

د دغه وزارت استازی راشد ځاځی وايي: « دا د خوښۍ ځای دی چې مزارشریف کې سیلو شته او د اسلامي امارت په بیا ځل راتګ سره یې خپل فعالیت بېرته پيل کړ. دلته له کروندګرو، دوکاندارانو او سوداګرو غنم راځي او په دې سیلو کې زېرمه کېږي. دغه کار د بیو له لوړېدو او احتکار د مخنیوي لپاره کېږي او دغه راز که چېرې خلک له طبیعي پېښو سره مخامخ کېږي، دغه غنم د کرنې وزارت له خوا په وړیا ډول دوی ته وېشل کېږي.»

د بلخ سېلو په ۱۳۶۲ لمریز کال جوړه شوه، خو د څو لسیزو جګړو پرمهال د نه پاملرنې او امکاناتو کموالي له امله اوږده موده له فعالیت لوېدلې وه.

دا مهال دوه کاله کېږي چې یادې سیلو یوځل بیا پر فعالیت پیل کړی او ورسره سم لسګونه کسانو ته په کې د کار زمینه هم برابره شوې ده.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist