په کابل کې د سه شنې پر ورځ د (۱۴۰۳ کال د لړم پر ۲۲ مه) د سرطاني ناروغیو د مخنیوي لپاره د افغانستان موسسې په نوم نوي بنسټ پر کار پیل وکړ.
د دغه بنسټ مشر په پرانیست غونډه کې د وینا پر مهال وویل، له دې کاره یې اصلي موخه په هېواد کې د سرطان او سرطاني ناروغیو تشخیص، مخنیوی او په دې ناروغۍ د اخته کسانو ملاتړ دی.
د احمد جاوید ساپي په خبره، د اروپايي ټولنې د ۳۰میلیونه یورو مرستې ترلاسه کولو سره څنګ کې یې د ترکیې او پاکستان په ګډون له شپږ هېوادونو سره ګډه هوکړه لاسلیک کړې چې له مخې به یې په نوبتي ډول مالي مرستې ترلاسه کړي.
ساپی په دې اړه وايي: « موږ به په افغان هېلټ روغتون کې د سرطان یو مرکز له دې امله جوړوو چې په سرطاني ناروغیو اخته ناروغان چې کله یې تشخیص کېږي، چېرته به ځي؟ د دوی لپاره به داسې یو مرکز وي چې دوی په کې خپله درملنه وکړي.»
ساپی د سرطاني ناروغیو په برخه کې شوې هڅې کافي نه بولي او وايي، د ناکافي هڅو له امله خلک اړ دي چې پر دې ناروغۍ اخته کسان د درملنې لپاره ګاونډیو او نورو هېوادونو ته یوسي.
بل پلو، د روغتیا وزارت چارواکي په تېرو درېیو کلونو کې د یادې ناروغۍ په برخه کې د لازمو ګامونو پورته کېدو ترڅنګ له مرسته کوونکو خواوو غواړي چې خپلې مرستې له دې وزارت سره په همغږۍ ترسره کړي.
د عامې روغتیا وزارت د بهرنیو اړیکو مسوول محمد داوود منصوري وايي: « دا په پوره باور سره ویلی شم، هغه لګښتونه چې اوس په دې برخه کې کېږي، که له روغتیا وزارت سره په همغږۍ ترسره او لومړیتوبونه، مشکلات او د ساحو تعادل یې په پام کې ونیول شي، باور لرم چې له ۶۰ تر ۷۰ سلنو ستونزې به حل شي. خو له بده مرغه دلته د راتلونکو مرستو لویه برخه پر لګښتونو مصرف کېږي.»
د دې ترڅنګ، یوشمېرنور حکومتي چارواکي چې د دې موسسې پرانیستغونډې ته راغلي وو، د تېر په پرتله د سرطاني ناروغیو د زیاتوالي یو لوی لامل په هېواد کې پرله پسې جګړې او له کبله یې د زهرجنو کیمیاوي موادو خپرېدل ګڼي.
د چارو ادارې رییس نورالحق انور وايي: « افغانستان ته د خطرناکو ناروغیو د راتګ لوی لامل د بهرنیانو تجاوز، اشغال، ظلم او وحشت دی. دا ښکاره خبره ده چې دا د انسان پر صحت خطرناک اثر لري.»
دا په داسې حال کې ده چې د روغتیايي ادارو د شمېرو له مخې، هر کال شاوخوا ۴۰زره افغانان د سرطان پر ناروغۍ اخته کیږي چې په کور دننه د لازمو امکاناتو نه شتون او پر وخت د نه تشخیص کېدو له امله، ډېری دغه ناروغان خپل ژوند له لاسه ورکوي.