د ننګرهار ولایت مرکز جلال آباد ښار په شپږمه ناحیه کې د ۱۹ میلیونه افغانیو په لګښت د سړکونو د کانکریټ اچولو، پلچکونو جوړونې او فرعي ویالو د جوړولو چارې پیل شوې.
د ښاروالۍ مسوولین وايي، د دغو پروژو ټول لګښت د ښاروالۍ له داخلي عوایدو ورکول کیږي.
د جلال آباد ښاروال نقیبالله طارق وايي: « الحمدالله د ښاروالۍ له داخلي عوایدو د ۱۹ میلیونه افغانیو په ارزښت پروژې پلي کېږي چې په کې دوه طرفه ویالې، ۱۹پلچکونه او د سړک کانکرېټ اچول شامل دي.»
ځايي خلک او د ښار اوسېدونکي د يادو پروژو د عملي چارو له پيل خوښ دي، خو غوښتنه کوي چې د پروژو کیفیت ته دې پاملرنه وشي.
د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « الحمد الله دا کار زموږ لپاره پيل شو او موږ ډېر ورته خوشحاله یو. د دې سړکونو خاورې او دوړې زموږ کورونو ته راتلې او موږ نه شو کولی خپل توکي له خونو د باندې کېږدو.»
د ښار یو تن بل اوسېدونکی وايي: « د دې پروژو د موادو کیفیت یې ټیټ وي او سمې اوبه نه ورکوي. باید هر څه سم ترسره شي. باید څارنه یې وشي او کارونه په سهي توګه پلي شي.»
د جلال آباد ښار شپږمه ناحیه د ښار یوه له هغو سیمو ده چې په کافي توګه په کې د بیارغونې پروژې نه دي پلي شوي او د سیمې اوسېدونکو په خبره، دا لومړی ځل دی چې په يوه ځل څو پروژې په کې پلې کېږي.