• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ډونالډ ټرمپ بریا خپله کړه

د امریکا ولسمشریزې ټاکنې؛ ډونالډ ټرمپ بریا خپله کړه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/11/07

په ۲۰۲۴ کال د امریکا متحده ایالتونو ولسمشريزې ټاکنې چې د دې هېواد ولسمشر، مشرانو او استازو جرګو د غړیو ټاکلو لپاره ترسره شوې، د سې ‌شنبې په ورځ پيل او د چهارشنبې په ورځ يې د رایو اچولو بهير له دوام سره، پايلې هم په ډاګه شوې.

په دغو ټاکنو کې د امریکا پخوانی ولسمشر ډونالډ ټرمپ چې د جمهوري غوښتونکو ګوند نوماند و، په لوی توپیر د ډیموګراټ ګوند نوماندې کامالا هرېس ته ماتې ورکړه.

د امريکا د ټاکنو کمېسیون له رسمي اعلان وړاندې ډونالډ ټرمپ په فلوریډا ایالات کې له خپل مرستیال، د کورنۍ له غړیو او پلویانو سره د بریا اعلان او نمانځنه وکړه.

ټرمپ د کمپایني شعارونو د بیا تکرارولو ترڅنګ وویل، د کورني اقتصاد پر پياوړتيا سربېره به امريکا ته د سرحدونو له لارې د ناقانونه کډوالۍ مخنيوی هم کوي.

نوموړي دغه راز د هغو جګړو پر ختمولو هم ټينګار وکړ چې دا مهال د امريکا په ملاتړ او يا هم د امريکا په مخامخ ښکېلتيا په نورو هېوادونو کې روانې دي.

ټرمپ زیاته کړه: « د جګړو پیلول نه، بلکې پای ته رسول یې غواړم. امریکا طلايي دورې ته ستنه شوه. موږ به یې پخپلو هڅو خوندي، پېاوړې او سوکاله کړو. د هر امریکايي وګړي له حقونو به دفاع کوم. د امریکا سرحدونه به خوندي کړم. د خلکو له پراخ ملاتړ او باور  مننه کوم. دا یوه لویه تاریخي بریا ده او  دې ټاکنو واقعا يو تاريخي بدلون رامنځته کړ. مننه چې د امريکا په ۴۵ ولسمشر مو باور وکړ او ۴۷ ولسمشر مو وټاکه.»

د ډونالډ ټرمپ د بريا له امله نوموړي ته د ترکيې، جرمني، فرانسې، اسرائيلو، بریټانیا، پاکستان، هند، کاناډا او ګڼو هېوادونو ولسمشرانو او لومړيو وزيرانو مبارکي ويلې.

دغو مشرانو يو ځل بیا د جو بايډن ادارې په څېر د ټرمپ له نوې ادارې سره هم د خپلو تعاملاتو او همکاريو د دوام ډاډ ورکړی او ترڅنګ يې له ټرمپ غوښتي چې منځني ختيځ او اوکراين کې د روانو جګړو ختمولو لپاره خپلې هڅې ګړندۍ کړي.

د ترکیې ولسمشر رجب طیب اردوغان ویلي: « زه ملګري ډونالډ ټرمپ ته په ټاکنو کې د بریا مبارکي وایم، په جنجالي ټاکنو کې یې بریا خپله کړه او بیا ولسمشر شو. د امریکا د نوي ولسمشر په ټاکلو سره هیله لرم چې د ترکیې او امریکا اړیکې به غښتلې شي او د سیمه ‌يیزو جګړو په ځانګړي ډول منځني ختیځ او اوکراین کړکېچونه به له منځه لاړ شي.»

د اسراییلو لومړي وزیر بینیامین نتنیاهو هم چې د امریکا په ټاکنو کې یې د ټرمپ بریا د تل ‌ابیب او واشنګټن ترمنځ د اړیکو په پیاوړتیا کې نوی فصل بللی، زیاته کړې چې له دې سره به امريکا او اسراییلو اتحاد لا پیاوړی شي.

د سیاسي چارو کارپوهان وايي، امریکا د ټاکنو په پروسه کې بهرنۍ پالیسۍ تر ډېره بدلون نه کوي، خو په خبره يې د نوي ولسمشر کړنلاره د دې پالیسۍ د تطبیق په برخه کې احتمالي بدلونونه رامنځته کولی شي.

پخوانی ډېپلوماټ عزیز معارج وايي: « لکه څرنګه چې ما مخکې ویلي، د امریکا بهرنۍ پالیسي د نوي ولسمشر یا کابینې په راتګ سره تغییر نه مومي، بلکې مخکې د خپلو ملي ګټو پر محور د اېف،سي،آر ادارې له خوا د اوږد مهال لپاره جوړه شوې وي. په هر حال، د اجراء کولو ډول یې په ولسمشر پورې اړه لري. خو دا خبره روښانه ده چې جمهوري غوښتونکي افغانستان ته ډېر پام لري، د ټرمپ له خبرو هم ښکاري او پخواني ولسمشر بوش هم دا کار کړی و.»

د امریکا د ټاکنو قانون پر بنسټ، هر نوماند چې پر زیاتو عمومي رايو ګټلو سربېره له ۵۳۸ الکټرول کالېج رایو ۲۷۰ رایې وګټي، ولسمشر ټاکل کېږي چې  ډونالډ ټرمپ ۲۹۵ او سيالې يې کامالا هريس ۲۲۶ الکټرول کالېج رایې ترلاسه کړې.

بله خوا، د دې هېواد د ټاکنو په لړ کې له شمېرل شویو رایو په مشرانو جرګه او استازو جرګې کې هم جمهوري غوښتونکي ګوند تر ډیموکراټ ګوند زیاتې څوکۍ ترلاسه کړې دي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

ایران کې ۶ تنه افغانان اعدام شوي

ایران د ۷ افغانانو په ګډون ۱۶۳ تنه اعدام کړي

جون 3, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

هرات کې د هوا په ګرمېدو سره په ماشومانو کې موسمي ناروغۍ زیاتې شوې

جون 3, 2025
د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

د چاپېریال ساتنې ملي اداره هېواد ته د اقلیمي بدلون له امله رسېدلو زیانونو ارزونه پيلوي

جون 3, 2025
روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

روسیه مسکو کې د اسلامي امارت سفیر مني

جون 3, 2025
یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

یونیسف: افغانستان کې شاوخوا ۴ ميليونه ماشومان له زده کړو محروم دي

جون 3, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist