د کندوز حوزوي روغتون رییس ډاکتر محمد ابراهیم حلیم وایي، په تېرو شپږو میاشتو کې شاوخوا ۱۰ زره مېرمنو دغه روغتون ته مراجعه کړې او۱۰ مېرمنو ژوند له لاسه ورکړی چې په نازک روغتیايي حالت کې روغتون ته ور وړل شوې وې.
د حلیم په خبره، له ۵ زرو زیات ولادتونه په نارمل بڼه شوي او شاوخوا ۱ زر او ۲۴۶ نور یې د سزارین عملیاتو له لارې شوي.
حلیم په دې اړه وايي: « په تېرو شپږو میاشتو کې د کندوز حوزوي روغتون ته شاوخوا ۱۰ زره اناثیه ناروغانو مراجعه کړې چې په کې ۵ زره ۵۸۸ تنو نارمل ولادت کړی او ۱ زر ۲۴۶ نور د ماشوم له امله عملیات یا سزارین شوي دي. په دې کې موږ ۱۰ تنه فوتي واقعیات لرو او ښيي چې د مړینې پېښې ډېرې کمې دي. زموږ متخصصین په ډېر لوړ مورال سره کار کوي، شپه او ورځ د مراجعینو په خدمت کې دي او له همدې امله د مړینې کچه کمه شوې. په نسايي ولادي څنګه کې کارونه ډېر ښه روان دي.»
یو شمېر مېرمنې چې له بېلابېلو ولایتونو یې د زېږون لپاره کندوز حوزوي روغتون ته مراجعه کړې، د ډاګترانو له چلن خوښې دي خو وایي، روغتون کې ښځينه ډاکټرانې کمې دي او اړین درمل نه ورکول کېږي.
د دوی په خبره، بېوزله کورنۍ له روغتون د باندې د درمل اخیستلو وس نه لري.
په روغتون کې د بستر ناروغ سره راغلې مېرمن وايي: «له ګاونډ ولایتونو، ولسوالیو او کلیو ناروغان دلته را استول کېږي، خو دلته که څه هم متخصص ډاکټران شته خو شمېر یې کم دی او نه شي کولی دومره ډېرو ناروغانو ته رسېدنه وکړي. موږ هیله لرو چې دلته نور ډاکټران، نرسان او قابله ګانې جذب شي. دلته زیات خدمت کېږي خو درمل نه شته، ناروغان اقتصادي ستونزې لري، هر ناروغ ته نسخه ورکول کېږي چې دستکش، درمل او نور توکي له بازار راوړي.»
د یوه بل ولادي ناروغ پایواز وايي:« موږ روغتون ته خپل ولادي ناروغ راوړی و، زیږون یې نورمال و او ډاکټرانو ښه همکاري وکړه. زموږ هیله دا ده چې په دې روغتون کې د ډاکټرانو تشکیل ډېر کم دی او باید زیات شي، ځکه چې د ناروغانو شمېر زیات دی او له هر طرف او اطرافونو راځي، د درملو وس نه لري او بیا روغتون کې ورسره همکاري وشي.»
روغتون ته یوه بله مراجعه کوونکې مېرمن وايي: « د ډاکټرانو شمېر کم دی، ځینې کسان درمل اخیستلی شي خو ټول خلک درمل نه شي اخیستلی.»
د کندوز حوزوي روغتون مشر محمد ابراهیم حلیم هم مني چې تشکیلات یې کم او په روغتون کې د پام وړ درمل نه شته، خو وايي، هڅه کوي چې هم د تشکیل ستونزه هواره او هم د درملو لپاره اړینې لارې چارې ولټوي.
هغه زیاتوي: « لکه څرنګه چې تاسو ته مالومه ده، د افغانستان د روغتیا برخه له تېرو ۴۰ کالو راهیسې د موسسو له خوا پرمخ وړل کېده او ټول امکانات هغوی ورته برابرول. له تېر کال راهیسې چې آی.سي.آر.سي د افغانستان روغتونونه تمویلول، خپل خدمات یې یو دم ودرول. لږ ستونزې وې خو اوس الحمدالله د امارت له بودیجې د اسلامي امارت مشرانو د روغتیا برخې ته ځانګړې بودیجه ورکړې او ډېر ژر به له دې بودیجې د ناروغانو ستونزې هوارې شي.»
کندوز کې داسې مهال د زېږون پرمهال د مور او ماشوم د مړینې کچه راټیټه شوې چې د روغتیا پالانو په وینا، له یوه پلوه دا مهال ټولې لارې خلاصې او بلخوا د ډاکټرانو له خوا خلکو ته عامه پوهاوی ورکړل شوی، ترڅو د اړتیا پرمهال نږدې روغتیايي مرکز ته ورشي خپل ماشوم او مور یې د مرګ له ګواښ څخه وژغوري.