Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پانګوال سرپرست حکومت ته؛ د ځمکو او برېښنا ستونزې مو هوارې کړئ

پانګوال سرپرست حکومت ته؛ د ځمکو او برېښنا ستونزې مو هوارې کړئ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/29

په داسې حال کې چې د سرپرست حکومت چارواکو په وار وار د پانګونې او سوداګرۍ په برخه کې د پراخې زمينې برابرولو ډاډ ورکړی او دغه راز یې له بهر مېشتو افغان پانګوالو هم په هېواد کې دننه د پانګونې غوښتنه کړې، خو يو شمېر پانګوال شکايت کوي چې له مودې راهيسې له ستونزو سره مخ دي.

دوی وايي، که څه هم د سرپرست حکومت له لوري په پرله پسې توګه ژمنې ورسره شوې، خو بیا هم ستونزې پهر خپل ځای دي او نه دي هوارې شوې.

دغه پانګوال د ځمکو او برېښنا کموالی خپلې سترې ستونزې بولي او ترڅنګ يې شکايت کوي چې د منظم مکانېزم له شتون پرته ترې ماليې اخيستل کېږي.

پانګه ‌وال عبدالجبار ساپی وايي: « زما هیله دا ده چې د صنعت کارانو لپاره ډېر ژر د ځمکو وېش پيل شي، لایحه او سیسټم یې اسانه شي، ترڅو په هر ځای کې چې څوک ځمکه وغواړي ژر تر ژره ورکړل شي. زموږ د برق ستونزه باید په عمومي ډول حل شي، له ترکمنستان را روانې برېښنا ته جدي پاملرنه شوي او څومره چې ژر کېدای شي، د افغانستان صنعتکارانو ته منظمه برېښنا ورکړل شي.»

پانګوال محمد یونس ځدراڼ بیا له مالیاتي سیسټم شکایت کوي او وايي: « تر ټولو لویه ستونزه د مالیې په برخه کې ده. اکثره وخت تجاران او د مالیې وزارت کارکوونکي په همدې ستونزه کې راګیر وي او د مالیې په سر یې سره جنجال وي. که چېرې د دې ستونزې حل کولو لپاره یو مستقله د تفتیش اداره جوړه شي چې هغه بېطرفه اداره وي، د تجار او حکومت ترمنځ بېطرفه قضاوت او سم تفتیش وکړي، نو له دې سره به زموږ یوه لویه ستونزه هواره شي.»

‌بلخوا د اقتصادي چارو کار پوهان وايي، سرپرست حکومت دې د سوداګرو ستونزو هوارولو ته له پاملرنې سربېره د کورنيو توليداتو د ودې لپاره هم پر پانګوالو ماليې ټيټې او يادو توليداتو ته دې په بهر کې بازار موندنه وکړي.

د اقتصادي چارو شنونکی نورالله عزیز وايي: « په ټوله کې په افغانستان کې کوچنۍ او منځنۍ پانګونه په زیاته پیمانه ده، نو اړینه ده چې په دې برخه کې پرتې ستونزې که هغه د مارکېټ نه شتون دی، که بهرنیو هېوادونو ته د اجناسو  د لېږد رالېږد برخه ده او یا هم په ټوله کې د ځمکو او امکاناتو، امنیتي موضوعاتو ستونزې دي، ټول هغه څه دي چې واکمن نظام باید په دې برخه کې شته ستونزې هوارې کړي.»

له دې سره، عدليې وزارت د اسلامي امارت د مشرتابه له لوري د يوه نوي حکم له صادرېدو خبر ورکوي او زياتوي چې په ياد حکم کې ټولو دولتي ادارو ته لارښوونه شوې چې د پانګوالو پر وړاندې پرتې ستونزې حل کړي.

د عدليي وزارت ویاند برکت‌الله رسولي وايي: « امارتي ادارې او وزارتونه مکلف دي چې د هېواد تجارتي او اقتصادي مصالحو ته په کتو، په بندرونو، عبوري نقطو او لویو لارو کې د تجارت لپاره اړین سهولتونه چمتو کړي. په مرکز او ولایتونو کې اړوند مسوولین او د مختلفو ادارو کارکوونکي مکلف دي چې د هېواد د نافذه تقنیني قوانینو په رڼا کې د خصوصي سکټور له فعالینو سره ښه چلن وکړي.»

په ورته مهال، چارواکي وايي، سرپرست حکومت په دې بریالی شو چې په کم وخت کې لسګونو هېوادونو ته د افغانستان جوړ محصولات صادر او تر څنک يې له یو شمېر نورو هېوادونو واردات وکړي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویاند اخندزاده عبدالسلام جواد وايي: « الحمدالله له ټولو هېوادونو سره د افغانستان تجارتي اړیکې په عادي بڼه ادامه لري. د تېر کال په اوږدو کې شاوخوا ۸۰ هېوادونو ته صادرات او له ۱۰۰ زیاتو هېوادونو واردات شوي دي. دغه اړیکې ورځ تر بلې لا پسې پراخېږي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان په دې اند دي چې ډېری سوداګرو په کور دننه منځنۍ پانګونه کړې، خو که سرپرست حکومت د دوی ستونزې هوارې کړي، ښه دا ده چې لويې پانګونې وشي.

د دوی په باور، د دې تر څنګ دې سرپرست حکومت په کور دننه او بهر نندارتونونه جوړ کړي، ترڅو افغاني تولیداتو ته ښه بازار موندنه وشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist