Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د درمل جوړولو صنعت په غوړېدو دی

ننګرهار کې د درمل جوړولو صنعت په غوړېدو دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

په ننګرهار ولایت کې د ۲۰ میلیونه افغانیو په لګښت د درمل جوړولو یوې بلې  کارخونې هم په فعالیت پيل کړی.

د کارخونې مسوولین وايي، د ۲۵ قلمه درملو په جوړولو سره په دې بریالي شوي چې لسګونه کسانو ته د کار زمینه برابره کړي او له ننګرهار سربېره، نورو ولایتونو ته هم درمل واستوي.

د درمل جوړولو کارخونې مشر نوید مسکینزی وايي: « په دې کارخونه مې ۲۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او له ۲۵ تر ۳۰ قلمه درمل تولیدوو. په دې کارخونه کې له ۴۰ تر ۵۰ تنو پر کار بوخت دي. زموږ درمل د افغانستان ټولو ولایتونو ته استول کېږي.»

په دغه کارخونه کې په مستقیم او غیر مستقم ډول شاخوا ۵۰ تنه پر کار بوخت دي او خوښ دي چې په هېواد دننه ورته د کار کولو زمینه برابره شوې ده.

کاریګر د صنعتي کارخونو جوړول له هېواد د کډوالۍ د مخنیوي لپاره مهم بولي او ټینګار کوي چې دا ډول کارخونې دې لا زیاتې شي.

د درمل جوړولو کارخونې یو تن کاریګر وايي: « په دې کارخونه کې د ګڼو کسانو لپاره د کار زمینه برابره ده. موږ له نورو ملي سوداګرو هم غوښتنه کوو چې هېواد کې پانګونه وکړي؛ ترڅو د فکري استعدادونو د وتلو مخه ونیول شي.»

د کارخونې یو تن بل کاریګر هم ورته غوښتنه لري او وايي: « له ملي سوداګرو غوښتنه کوو چې په هېواد کې پانګونه وکړي او خلکو ته د کار زمینه برابره کړي.»

له دې سره، د عامې روغتيا وزارت ځايي مسوولین وايي، اوس مهال په ننګرهار کې د درمل جوړولو ۷ کارخونې فعالې دي چې دوی ترې وخت پر وخت څارنه کوي.

د دوی په خبره، د يادو کارخونو په وسيله توليد شوي درمل بازار ته له وړاندې کېدو مخکې د کيفيت له پلوه په لابراتوار کې معاینه او کتل کېږي.

د ننګرهارعامې روغتيا رياست د خوړو او درملو څانګې د درملیزو خدمتونو آمر اول ګل خادم وايي:« ننګرهار کې په رسمي ډول ۷ کارخونې فعالیت لري. موږ د دوی له جوړو درملو څارنه کوو. هرځل چې نوي درمل تولید شي، تر هغو قرنټین وي او بازار ته نه پرېښودل کېږي چې له مرکزي لابراتوار څخه یې مثبته پایله نه وي راغلې.»

د درمل جوړوونکو کارخونو مالکان ټینګار کوي، که په صنعتي پارک کې ورته مناسب ځای ورکړل شي او په کور دننه خام مواد برابر شي، کولی شي د توليد په زياتولو سره د افغانستان جوړ درمل بهر ته هم صادر کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist