Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د نغلو۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

د نغلو۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/20

د اوبو او انرژۍ وزارت له لوري د کابل ولایت په سروبي ولسوالۍ کې د نغلو ۱۰ مېګاواټه لمریزې برېښنا پروژه ګټې اخیستنې ته وسپارل شوه.

د دې پروژې د ګټې اخیستنې په مراسمو کې د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست عبداللطیف منصور وویل، په تېرو درېیو کلونو کې د لږو امکاناتو په وسیله لویې پروژې تطبیق شوې او په خبره یې، په نږدې راتلونکي کې به له ترکمنستان سره د ۱۰۰۰ مېګا واټه اضافي برېښنا د واردولو هوکړه‌ لیک هم لاسلیک شي.

مصنور د هغو ادعاوو په تړاو چې ګواکې امریکا اسلامي امارت ته ډالري کڅوړې رالېږي هم وضاحت ورکړ او زياته يې کړه، دغه کڅوړې د ملګرو متلونو هغو قراردادي انجیوګانو ته وېشل کېږي چې په افغانستان کې د دغه سازمان اړوند پروژې پلي کوي.

منصور زیاته کړه:« کوم کار چې موږ له خصوصي شرکتونو سره د ۱۰۰۰ مېګاواټه برېښنا د تولید لپاره پیل کړی، یوه پروژه یې همدا ده. ۱۰۰۰ مېګاواټه نوره برېښنا به له تورکمنستان په ډېره ارزانه بیه راشي او په دې سره به زموږ ډېرې اړتیاوې پوره شي. ډالري کڅوړې د انجیوګانو پیسې دي او اسلامي امارت ته نه ورکول کېږي.»

چارواکي وايي، د اسلامي ا مارت په راتګ سره لومړیتوبونه هغو پروژو ته ورکړل شوي چې اړتیا ورته ډېره وه.

دوی وایي، په هېواد کې ډاډمن امنیت د پانګونې لپاره ښه زمینه برابره کړې او له پانګوالو غواړي چې په افغانستان کې پر هغو برخو پانګونه وکړي چې د خلکو اړتیا ورته زیاته وي.

د چارو ادارې مشر نورالحق انور وايي: « د اسلامي امارت لومړیتوب دا دی چې باید محرومیتونو ته رسېدنه وشي.»

د کابل والي مولوي عبیدالله وايي: « موږ ټولو پانګوالو ته ډاډ ورکوو چې د دوی امنیت تأمین دی او زمینه برابره ده چې پانګونه وکړي.»

بله خوا د لمریزې برېښنا پروژې تطبیق کوونکي شرکت مسوولین وایي، د یاد وزارت له لوري ورکول شوې پروژه یې په ټاکلي وخت بشپړه کړې او په خبره یې له داسې موادو یې ګټه اخیستې چې په سیمه کې ساری نه لري.

د خصوصي شرکت مسوول احمد پهلوان وايي: « پانګوالو او سوداګرو ته وایم چې راشي او دلته پانګونه وکړي. څوک چې د باندې انتظار دي، نور د خپل انتظار پای ته ورسوي.»

د خصوصي شرکت مسوول صفي‌الله وايي: « په دې پروژه کې د داسې شرکتونو له خوا جوړ شوي وسایل کارول شوي چې ساری یې په سیمه کې نه دی لیدل شوی او دغه وسایل به د ضایعاتو مخنیوی وکړي.»

د څه کم ۸ میلیونه ډالرو په پانګونې سره دغه پروژه چې یوه خصوصي شرکت ته ورکول شوې وه، ۲ زره کسانو ته په مستقیم او ۵ زره کسانو ته په غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابروي.

 چارواکي وايي، له عمومي شبکې سره تر نښلولو وروسته به له دې برېښنا څ د کابل او ننګرهار۱۰ زره کورنۍ برخمنې شی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist