د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست د پنجشېر ولایت په څلورو ولسوالیو کې د نویو پروژو پرانیستنې پر مهال ویلي، په دې ولایت کې د يوه داسې بند جوړلو پلان چمتو شوی چې له پنجشېر سربېره به پروان او کاپیسا ولايتونو ته د بريښنا ورکولو ظرفیت ولري.
عبدالطیف منصور زیاته کړې، د ګلبهار برېښنا بند په اړه يې له مسوولینو سره خبرې کړې او تمه ده چې کارونه به يې ژر پيل شي.
منصور دغه څرګندونې د پنجشېر په څلورو ولسوالیو عنابه، روخه، دره پنجشېر او شټل کې د څه باندې ۲۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د بېلابېلو پروژو په پرانېستغونډه کې کړي.
د اوبو او انرژۍ وزارت سرپرست زیاته کړې: « د ګلبهار برېښنا بند جوړولو سروې او مطالعات روان دي او ژر به یې چارې پیل شي. د دې بند په جوړېدو سره به تر ۴۵ مېګاواټه برېښنا تولید شي او پنجشېر، کاپیسا او پروان ولایتونو ته به ډېره ګټه ورسېږي.»
په ورته مهال، ځايي چارواکي وايي، پنجشېر د ګڼو طبیعي پېښو له ګواښونو سره مخ دی او اړتيا ده چې د مخنیوي په موخه یې زیاتې پراختيايي پروژې پلې شي.
د پنجشېر والي محمد آغا حکیم وايي، تر اوسه یې له اړوند ارګانونو د ۱۳۳ بېلا بېلو پروژو منظوري اخیستې او له نیمايي زیاتو یې چارې هم پيل شوې دي.
هغه په دې اړه وویل:« نن په څلورو ولسوالیو کې څلور پروژې پرانیستل کېږي او راتلونکي کې به د پنجشېر په څلورو نورو ولسوالیو کې هم د سیندیزې حوزې له خوا پرانیستل شي. پنجشېر یو غرنی او زیانمنوونکی ولایت دی او طبیعي پېښې په کې عامه تأسیساتو ته زیان اړوي. اسلامي امارت د دغو زیانونو د مخنیوي لپاره پروګرامونه په پلان کې لري. روان کال مو پنجشېر ته ۱۳۳ پروژې راوړې وې چې تر نیمايي زیاتې یې پلې شوې او پاتې به هم پلې شي.»
ځايي چارواکي د پروژو پلي کېدو ته خوښ دي او وايي، په بشپړېدو سره به يې د يادو ولسواليو د اوسېدونکو اساسي ستونزې حل شي.
د عنابې ولسوال فضل الرحمن وايي: « دا درېیمه پروژه ده چې د اوبو او انرژۍ وزارت له خوا په عنابې ولسوالۍ کې پلې کېږي. موږ د دغو پروژو قدرداني کوو.»
د درې ولسوال عبدالاکبر وايي: « د دې کانال او استنادي دېوال په جوړېدو سره به د ۵۰۰ کورنیو ځمکې له ویجاړېدو وژغورل شي او ګڼو کسانو ته به د کار زمینه هم برابره شي.»
د روخې ولسوال سید سمیع الله وايي: « د دې پروژې په عملي کېدو سره به د خلکو ځمکې او کورونه له سېلابونو او د اوبو زیاتېدو پرمهال د سیند له ګواښونو څخه وژغورل شي.»
بله خوا، د پنجشېر اوسيدونکي هم په دغه ولايت کې د بېلابېلو پروژو پیل ته خوښ دي او ټینګار کوي چې پيل شوي کارونه باید ژر بشپړ شي.
قومي مشرعبدالواحد وايي: « د برېښنا او کرنې دغه ګډه پروژه شاوخوا ۳ زره کورنیو ته ګټه رسوي.»
یو بل قومي مشر عزیزالله وايي: « زموږ خلک په پنجشېر کې د عامه ګټو پروژو له پلي کېدو خوښ دي او له حکومت غوښتنه کوو چې پنجشېر ته نوره هم پاملرنه زیاته کړي.»
دا په داسې حال کې ده چې تر دې وړاندې هم د اسلامي امارت له لوري د پنجشېر- بد خشان ترمنځ د سړک جوړوملو چارې پیل شوې وې چې د چارواکو په خبره، په جوړېدو سره به يې په دې لاره تلونکو مسافرم ته ګڼې اسانتياوې رامنځته شي.