Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
متشبثې ښځې: تولیداتو ته مو باید نړیوالو بازارونو کې بازار موندنه وشي

متشبثې ښځې: تولیداتو ته مو باید نړیوالو بازارونو کې بازار موندنه وشي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت له لوري کابل کې د کرنیزو او مالدارۍ د محصولاتو ۳۱ نندارتون کې کرنیز توکي، پروسېس شوي تولیدات، د مالدارۍ وسایل، لاسي صنایع، طبي بوټي، د اوبو لګولو وسایل، د لمریزې برېښنا تولیدوونکي ماشینونه، مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي او نور وسایل نندارې ته اېښودل شوي چې په تېرو درېیو ورځو کې ترې زرګونه کسانو لیدنه کړي.

د کرنیزو محصولاتو ۳۱ نندارتون د معیاري تولید ( نړیوال بازار ته لاسرسي) تر سرلیک لاندې د کابل په بادام باغ کې جوړ شوی.

 که څه هم متشبثې ښځې په دې نندارتون کې د خپلو محصولاتو له پلور خوښې دي خو وایي، د بازار موندنې په برخه کې له ګڼو ننګونو سره مخ دي او له اسلامي امارت غوښتنه کوي چې د دوی ملاتړ سربېره دې په نړیوالو بازارونو کې د توکو لپاره بازار موندنه وکړي.

عارفه علیزاده وايي: « له اسلامي امارت غوښتنه کوم چې موږ له هېواد بهر نندارتونو ته یوسي، ترڅو خپل محصولات هلته وپلورو.»

متشبثه پریګل نظري وايي: «غوښتنه کوم چې دا ډول نندارتونونه پرله پسې جوړ شي او له خلکو هم غوښتنه لرم چې راشي له نندارتونه لیدنه وکړي او زموږ توکي وپېري، ترڅو د لاسي صنایعو جوړوونکو ښځو ملاتړ وشي.»

متشبثه محبوبه بیا وايي:« ډېر خلک د پېرلو وس نه لري، نو دولت باید له متشبثو سره مرسته او همکاري وکړي ترڅو تولید کړي توکي په ټیټه بیه بازار ته وړاندې کړي.»

په دغه نندارتون کې غرفه لرونکي په کور دننه او بهر د ورته نورو نندارتونونو د جوړېدو غوښتنه کوي او وایي، اسلامي مارت دې نندراتونونه په ګاونډیو هېوادونو کې هم جوړ کړې، ترڅو د دوی له تولید سره بهرني وګړې هم آشنا شي او بازار پيدا کړي.

دوی زیاتوي، اسلامي امارت باید د هغو محصولاتو او تولیداتو له واردېدو  مخنیوي وکړي چې په کور دننه تولیدیږي.

 د دوی په خبره، له ګاونډیو هېوادونو افغانستان ته ځیني داسې توکي واردیږي چې دلته په کور دننه هم تولیدیږي او باید مخنیوی یې وشي.

غرفه لرونکی احمد منیر وايي: « موږ باید په یوه هېواد او یوه لاره تکیه ونه کړو بلکې له ټولو ګاونډیانو سره لارې ولرو. له حکومته غوښتنه کوو چې له ګاونډیانو سره داسې تفاهم وکړي چې له مخې یې تعرفې صفر شي.»

همدارنګه غلام علي د بهرنیو توکو د وارداتو مخنیوی غواړي او وايي: «دلته ډېر ایراني او پاکستاني محصولات راځي او زموږ د خپلو محصولاتو نوم بدوي؛ که څه هم د بهرنیو توکو کیفیت ټیټ وي، خو زموږ خلک د کیفیت تشخیص نه شي کولی او افغاني توکي بې کیفیته بولي.»

په ورته مهال، د کرنې اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ویاند مصباح الدین مستعین وایي، تېرو درېیو ورځو کې زرګونه خلکو له دې نندارتون لیدنه کړې او په خبره یې، د کرنې میکانیزه کېدو، کرنیزو توکو ته بازار موندنې، د کروندګرو ملاتړ او د هېواد د اوبو مدیریت لپاره هڅې روانې دي.

مستعین زیاتوي: « د کورنیو نندارتونونو په څېر هڅه کېږي چې له هېواد بهر جوړېدونکو نندارتونونو کې هم زموږ تاجران او پانګوال ګډون ولري او په هېواد کې تولید شوي توکي نندارې ته وړاندې کړي. روان کال داسې ډېرو هېوادونو ته د افغانستان صادرات پيل شوي یا یې د پيل کېدو پړاوونه پيل شوي چې له دې وړاندې موږ هلته صادرات نه لرل.»

د کابل په بادام باغ کې د کرنیزو او مالدارۍ اړوند توکو ۳۱ نندارتون درې ورځې پوره شوې، په دې نندارتون کې ټولې ۲۳۶ غرفې اېښودل شوې چې ۵۶ یې ښځو ته ځانګړې دي. 

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist