• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د حماس غورځنګ دویم مشر یحیی سنوار هم ژوند له لاسه ورکړ

د حماس غورځنګ دویم مشر یحیی سنوار هم ژوند له لاسه ورکړ

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/10/19

د اسراییلو لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو د یحیی سنوار مړینه تایید کړه او په دې تړاو یې یوه ویډیويي پیغام کې له اسماعیل هنیه وروسته د یحیی سنوار مړینه د اسراییلو لپاره لویه بریا وبلله.

یحیی سنوار له خپلو درېیو ساتونکو سره د غزې په رفح ښار کې د اسرایيلي ځواکونو د ګزمې له خوا مړه شوي او مړی یې له ځانه سره وړی.

د اسرائیلو پوځ له خوا د سنوار مړینې خپره کړې ویډو کې لیدل کیږي چې نوموړی په ناسم او ټپي حالت کې پر یوې څوکۍ ناست دی او له مړینې څو شېبې وړاندې د پوځ د ډرون الوتکې له ورنږدې کېدو سره د الوتکې نسکورولو هڅه کوي.

د اسرائیلو لومړی وزیر بنیامین نتنیاهو وايي: « زه د سیمې خلکو ته د هیلو یو پیغام لرم، هغه دا چې د ایران له خوا جوړ شوی ترهګریز محور زموږ د سترګو پر وړاندې د پرځېدو په حال کې دی. د حزب الله مشر حسن نصرالله له منځه لاړ، د هغه مرستیال محسن له منځه لاړ، اسماعیل هنیه له منځه لاړ، محمد دېیف له منځه لاړ او اوس سنوار له منځه لاړ. د ډار او ترور هغه سلطنت چې ایران پر خپلو خلکو، د عراق، سوریې، لبنان او یمن پر خلکو تحمیل کړی و، پای ته نږدې دی.»

د دې ترڅنګ، نتنیاهو ویلي د حماس غورځنګ پر وړاندې جګړه نه دروي او په وینا یې د غورځنګ تر بشپړې نابودۍ پورې به له اوربند پرته دوام ولري.

د امریکا ولسمشر جوبایډن د دې خبر له خپرېدو وروسته په یوه اعلامیه کې ویلي، د امریکا استخباراتو او پوځي مامورینو له اسراییلو سره د حماس غورځنګ مشرانو په موندلو او نښه کولو کې مرسته کړې.

د اعلاميې له مخې، نوموړي د یحیی سنوار د مړینې په تړاو اسراییلو ته مبارکي ویلې او دغه څه یې نه یوازې د اسراییلو بلکې امریکا او ټولې نړۍ لپاره ښه ورځ بللې.

د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي: « د اکټوبر د اوومې نېټې له پېښې وروسته، ما د ځانګړو عملیاتو پرسونل او زموږ د استخباراتو متخصصینو ته لارښوونه وکړه چې له خپلو اسراییلي همکارانو سره اوږه په اوږه کار وکړي، ترڅو په غزه کې د سنوار او د حماس د نورو مشرانو په موندلو او تعقیب کې مرسته وشي.»

که څه هم اسراییلو د حماس اسلامي غورځنګ د مشر مړینه تایید کړې او په تړاو یې کره جزئیات او شواهد وړاندې کړي، خو د حماس غورځنګ د سینوار د مړینې تایید او رد په تړاو څه نه دي ویلي.

د حماس اسلامي غورځنګ له اسراییلو سره په توده جګړه کې د ښکېلتیا ترڅنګ اوس د خپل مشر یحیی سینوار تر مړینې وروسته د هغه د ځایناستي له کبله برخلیک ټاکونکي حالت سره مخ دی.

تحلیل کوونکي په دې باور دي چې دا مهال دې د حماس مشرۍ ته تر ټولو نږدې کس د هغه ورور محمد سنوار او یا هم خالد مشعل دی چې ښايي د حماس اسلامي غورځنګ د نوي مشر په توګه وټاکل شي.

پخوانی دیپلومات عزیز معارج وايي: « تجربو ښودلې کله چې د یوې سیاسي مبارزې ډلې مشر له منځه ځي، دوه اغېزې لري. لومړی دا چې احساسات او د غچ اخیستلو هوډ نور هم پياوړی کېږي او دویم دا چې روحیات کمزوري کېږي او هرڅه شاته ځي او نظم ګډوډیږي. خو که چېرې ځای ناستی یو پياوړی مدیر او فعال کس وي، بیا نو منفي اغېز نه کوي او قدرت نور هم زیاتېږي.»

یحیی سنوار تېر کال د اکټوبر پر اوومه پر اسراییلو د حماس غورځنګ د برید اصلي طراح بلل کېده.

نوموړی د څو نورو هغو مهمو مشرانو او قوماندانانو په ډله کې و چې اسراییلو یې د له منځه وړلو لټه کوله.

۶۲ کلن یحیی سنوار په ۱۹۶۲ز کال د غزې رفح ښار په خان یونس سیمه کې زیږېدلی. پر فلسطین د اسراییلو له یرغل وروسته یې کورنۍ له خپلې سیمې کډوالې ته اړ کړل شوې وه.

نوموړي په تنکۍ ځوانۍ کې د حماس غورځنګ غړیتوب ترلاسه کړ او د همدې مبارزو په لړ کې په ۱۹۸۰ز کال کې د اسراییلو له خوا ونیول شو او۲۲کاله یې په بند کې تېر کړل.

 سنوار په ۲۰۱۱ز کال کې له زرو نورو فلسطینیانو سره یوځای د یوه اسراییلي پوځي په تبادله کې له بنده خوشې شو.

 سنوار د حماس اسلامي غورځنګ د رهبرۍ د بېلابېلو پړاوونو له تېرولو وروسته، د تېرې جولای میاشتې پر ۳۱مه د اسراییلو له خوا د حماس اسلامي غورځنګ پخواني مشر اسماعیل هنیه تر مړینې وروسته، د دې غورځنګ د نوي مشر په توګه وګومارل شو.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي
نړۍ

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
کارپوهان: ټي.‌ټي.‌پي د پاکستان کورنۍ ستونزه ده او له افغانستان سره تړل یې ناسم سياست دی
نړۍ

ټي.ټي.پي: وروستیو کې مو د پاکستان له پوځ درې مهم مرکزونه نیولي

مې 28, 2025
ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې
نړۍ

ټي.ټي.پي: جنوبي وزیرستان کې مو پاکستاني پوځيانو ته درنه مرګ ژوبله اړولې

مې 20, 2025
پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ
نړۍ

پاکستان ته د مودي خبرداری؛ که د ترهګرو ملاتړ ته ادامه ورکړئ خپله به له منځه لاړ شئ

مې 14, 2025
هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې
نړۍ

هند او پاکستان د امریکا په منځګړیتوب پر اوربند هوکړه کړې

مې 12, 2025
د پاکستاني طالبانو تحریک: تېره میاشت مو د پاکستان پر پوځ ۱۴۷ بریدونه کړي
نړۍ

ټي.ټي.پي ۲۵ پاکستاني پوځيان وژلي

مې 11, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist