په منځني ختیځ کې له نږدې یوه کال راهیسې د اسراییلو له لوري پر غزې او تازه پر لبنان د هوايي او ځمکنیو مرګونو بریدونو دوام په سیمه ییزه او نړیواله کچه د کړکېچونو د پراخېدو اندېښنې زیاتې کړې دي.
وروسته له هغې چې تېره اوونۍ د لبنان په پلازمېنه بیروت کې د حزب الله غورځنګ مشر حسن نصرالله د اسراییلو په هوايي برید کې ژوند بایلود، ورسره د اسراییلو او ایران ترمنځ د مخامخ ټکر اندېښنې زیاتې شوې.
د ایران سپاه پاسداران ځواک د چارواکو له قوله ویل شوي، د اسراییلو له لوري د حماس اسلامي غورځنګ د سیاسي مشر اسماعیل هنیه، د حزب الله غورځنګ د مشر حسن نصرالله د مړینو پېښو او په غزه او لبنان کې د اسراییلو د بریدونو په غچ کې یې د اسراییلو مهم امنیتي او دفاعي مرکزونه په نښه کړي دي.
د دې هېواد ولسمشر پر اېکس خواله رسنۍ لیکلي، د مشروع حق او د ایران او سیمې د سولې او ثبات لپاره یې پراسراییلو توغندیز بریدونه ترسره کړي.
د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان ویلي: « د خپل مشروع حق، د ایران او سیمې د سولې اوثبات لپاره صهیونیستي رژیم تېریو ته غوڅ ځواب ورکړل شو. دا اقدام د ایران د ګټو او دفاع په موخه ترسره شو. نتنیاهو دې پوه شي چې ایران جنګ غوښتونکی نه دی خو د هرګواښ پر وړاندې درېږي او دغه بریدونه زموږ د قدرت یوه برخه وه؛ له ایران سره په جګړه کې ښکېل نه شئ!»
له دې سره د اسراییلو لومړي وزیر سملاسي ایران ته د ځوابي برید خبرداری ورکړ. بنیامین نتنیاهو ویلي، اسراییل خپلو خبرو ته ژمن دی او پر اسراییلو بریدکوونکو څخه په هر قیمت خپل غچ اخلي.
نتنیاهو زیاته کړې: « ایران په دې برید سره لویه تېروتنه وکړه او بیه به یې هم پرې کړي. ایران نه پوهېږي چې اسراییل له خپلو دښمنانو د غچ اخیستلو څه ډول اراده لري. دوی باید پوه شي چې موږ خپلو ټولو اصولو ته ژمن یو، هرڅوک چې پر موږ برید وکړي، پر هغوی برید کوو.»
په ورته مهال، د امریکا متحده ایالتونو، بریټانیا او اروپايي ټولنې پراسراییلو د ایران بریدونه غندلي او له اسراییلو څخه د ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
د امریکا ولسمشر جو بایډن ویلي، پر اسراییلو د ایران د بریدونو په اړه یې له اسراییلي چارواکو سره له وړاندې همغږي درلوده. بایډن د ایران برید ناکام ګڼلی او د اسراییلو د نظامي ملاتړ ډاډ یې ورکړی.
جو بایډن زیاته کړې: « څومره چې موږ پوهېږو، د ایران برید ناکام او بې اغېزې و. امریکا او اسراییل له وړاندې د ایران د احتمالي بریدونو لپاره همکاري لرله او دغه بریدونه د اسراییلو پوځي قدرت ته ازموینه وه. امریکا به د اسراییلو ملاتړ ته دوام ورکړي.»
بله خوا، ګڼو هېوادونو او د ملګرو ملتونو سازمان په منځني ختیځ کې د حزب الله غورځنګ او اسراییلو د جګړې په اړه اندېښنه ښودلې او له ښکېلو لورو یې د بېړني اوربند غوښتنه کړې.
د لبنان روغتیا وزارت ویلي، پر دې هېواد د اسرايیلي ځواکونو په تازه هوايي بریدونو کې ۵۵ تنو ژوند بایللی او لسګونه نور ژوبل شوي دي. د راپورونو له مخې، په لبنان کې د اسراییلو هوايي بریدونو له وېرې له یو میلیون زیات وګړي بېځایه شوي هم دي.
د دې ترڅنګ، تېره ورځ د اسراییلو په پلازمېنه تل ابیب کې د یوه وسله وال کس له خوا د چړې په برید او ډزو کې د پولیسو په ګډون ۸ تنه وژل شوي او ۱۵ نور ژوبل شوي دي.
حماس د برید پړه منلې او وايي، د اسراییلو په زړه کې دغه برید د عزالدین قسام کنډک له خوا ترسره شوی.