• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فوټسال او کرېکټ ملي لوبډلو لاسته راوړنې وستایل شوې

د فوټسال او کرېکټ ملي لوبډلو لاسته راوړنې وستایل شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/24

د افغانستان دوو ملي لوبډلو فوټسال او کرېکټ په نړیوال سپورټي ډګر کې وروستۍ لاسته ‌راوړنې د پام وړ بلل شوې.

د دغو دوو ملي لوبډلو لوبې په کور دننه او نړیوالو رسنیو کې مثبت غبرګونونه لرل او په پراخه کچه ستایل شوې دي.

د فوټسال ملي لوبډلې د نړیوال جام د ۱۶ غوره لوبډلو پړاو ته لار پیدا کړه او د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې بیا له سویلي افريقا د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ د ۲ـ۱ په توپير سره وګټله.

د فوټبال فډراسیون د خبر پر له مخې، د فوټسال نړیوال جام د ګروپي سیالیو پایلو وښوده چې افغان لوبډله د ښو امتیازیاتو لرلو له امله له (سي)  ګروپ څخه د درېیمې لوبډلې په توګه بل پړاو ته لار پیدا کړه.

د فوټسال لوبې څارونکي په نړیوال جام سیالیو کې د افغانستان لوبې د پام وړ او حیرانوونکې بولي او وایي، د افغانستان فوټسال ملي لوبډلې هغه ډول لوبې وکړې چې نړۍ یې هم حیرانه کړه.

د فوټسال شنونکی مسرور تابش وايي: «دا ډېرې سختې لوبې دي او داسې پړاو ته رسېدلې چې ټیمونه له ټورنمنټ څخه حذف کېږي. ټاکل شوې په دې پړاو کې له پاراګوای سره لوبه ولرو؛ موږ موده وړاندې په یوه دوستانه لوبه کې د دې هېواد لوبډله ماته کړه او اوس هم د دې وړتیا لرو چې په رسمي لوبه کې یې هم ماته کړو، خو په ورزش کې د هره څه امکان شته. زموږ ټیم بشپړ چمتوالی لري او که بل پړاو ته لار پیدا کړي، ښايي له فرانسې یا ټایلنډ سره مخامخ شو.»

افغانستان په ګروپي پړاو کې یوازې یوه سیالۍ ګټلې او دوه نورې یې بایللې دي. اټکل کېږي د ۱۶ غوره لوبډلو په پړاو کې د افغانستان فوټسال ملي لوبډله له پارګوای سره مخامخ شي.

دغه سیالۍ به د سپټمبر میاشتې په ۲۵مه نېټه د ازبېکستان په کوربه‌ توب ترسره شي.

په ورته مهال، د افغانستان کرېکټ ملي لوبډلې په یوه تاریخي بريا کې له سویلي افریقا د یو ورځینو سیالیو لوبلړۍ وګټله.

که څه هم د سویلي افریقا د کرېکټ ملي لوبډلې د درې یو ورځنیو سیالیو د لوبلړۍ په وروستۍ سيالۍ کې د ۷ وېکټو په توپیر افغانستان ته ماتې ورکړه، خو لوبلړۍ له وخت وړاندې ۲ـ۱ افغانستان ګټلې وه.

د افغانستان کرېکټ بورډ د سویلي افریقا پر وړاندې د افغانستان بریاوې د پام وړ بولي او زیاتوي، دا ‌ډول لاسته راوړنې به د افغانستان کرېکټ لا وغوړوي.

د کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « دا او دېته ورته بریاوې د افغانستان پر ملي لوبډله او کورني کرېکټ ډېر مثبت اغېز لري. ځوانان مسلکي کرېکټ ته هڅول کېږي. ترڅو په نړیوالو ډګرونو کې د افغانستان استازیتوب وکړي.»

که څه هم افغانستان له سوېلي افریقا دوې پرله پسې لوبې وګټلې خو د تېرې جمعې ورځې لوبه یې د ۱۷۷ منډو په توپیر وګټله چې د سویلي افریقا خلاف تاریخي بریا بلل کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025
کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل
لوبې

کرېکټ ملي لوبډلې د اتلانو جام لپاره تمرینات پیل کړل

فبروري 2, 2025
کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ: ملي لوبډله هېواد ته راستنه شوه

جنوري 9, 2025

وروستي خبرونه

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

اسلام‌اباد او کابل يو بل ته د رسمي سفيرانو لېږلو پرېکړه کړې

جون 1, 2025
افغان – ازبېک درې ورځنی نندارتون پای ته ورسېد

د صنعت اوونۍ له څلورم ملي نندارتون زرګونه خلکو لیدنه کړې

جون 1, 2025
شنونکي: د افغانستان وضعیت په اړه د منځنۍ اسیا هېوادونو اندیښنې بې ځایه دي

رانول والنبرګ څېړنیز مرکز: افغانستان کې له لږکیو سره توپیري چلن کېږي

جون 1, 2025
مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist