Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
شنونکي: پاکستان له سیاسي پلوه د ناورين ژورو ته د ننوتو په حال کې دی

ډان ورځپاڼه: پاکستان پر نړیواله کچه انزوا ته روان دی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/17

د پاکستان ډاڼ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې په سیمه ‌ییزه او نړیواله کچه د پاکستان اوسني سټراتېژیک او سیاسي اعتبار ته کتنه او تبصره کړې.

د ورځپاڼې په باور، پاکستان دا مهال د افغانستان موضوع او هند سره د کشمیر مساله کې خپل پخوانی نفوذ بایللی او اوس له شاتګ سره مخامخ دی.

ورځپاڼه زیاتوي، سره له ‌دې چې پاکستان په تېرو ۲۰ کلونو کې په افغانستان کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو غړیو هېوادونو سره همکار او مرستندوی پاتې شوی؛ خو د ناوړه او کمزوري اقتصاد، سیاسي بې ثباتي، تلپاتې ننګونو، کمزورې حکومتوالۍ، پرله پسې امنیتي ګواښونو او د ستراتيژیکې سرګردانۍ له امله یې په سیمه او نړۍ کې خپل اعتبار له لاسه ورکړی.

د ډان ورځپاڼې د مقالې یوه برخه:« د سپټمبر نهمې او یوولسمې پېښو دغه څه په ډراماټیک ډول بدل کړل. پاکستان یو ځل بیا د ترهګرۍ پر وړاندې جګړه کې د لومړۍ کرښې رول ولوبوه. دې کار پاکستان ته وړتیا ورکړه چې د دوو لسیزو لپاره د افغانستان د جګړې په لومړۍ کرښه کې د امریکا پر مشرۍ د ناټو غړیو هېوادونو سره مرسته او همکاري وکړي.»

د ډان ورځپاڼې مقاله کې ویل شوي، چې نړیوالې انزوا له چین سره د پاکستان توده اقتصادي او سیاسي ملګرتیا هم له جدي ننګونو سره مخ کړې.

 د ورځپاڼې په باور، پاکستان یو پورغوښتونکی او پوروړی هېواد دی او د خپلې فزیکي بقا لپاره یې ټول تمرکز له شتمنو عرب هېوادونو څخه د پورونو ترلاسه کولو ته ورټول کړی.

د ډان ورځپاڼې د مقالې یوه برخه: « پاکستان د افغانستان او کشمیر په ګډون په ګڼو جبهو کې له شاتګ سره مخ شوی. هغه هېواد چې یو وخت په منځني ختیځ کې فعال ډېپلوماټیک لوبغاړی و، نن ورځ یې د ښکېلتیا اصلي اصول او موخه له شتمنو عرب هېوادونو څخه د پورونو اخیستل ګرځېدلي.»

د سیاسي چارو شنونکي  وايي، د پاکستان اوسنی وضعیت په سیمه کې تر ډېره د امریکا له وتو او په سیاسي او ډیپلوماټیکه برخه کې د دې هېواد د ناسمو پالیسیو پایله ده چې په تېر کې یې له ترهګرۍ سره د مبارزې په پلمه له لویدیځ څخه میلیاردونه ډالر ترلاسه کړي دي.

د دوی په باور، اوس چې امریکا له سیمې وتلې او نړیوالې ټولنې هم د پاکستان سیاستونه درک کړي، خپل تېر ملاتړ یې له لاسه ورکړی او له امله یې دا مهال له سیاسي او اقتصادي انزوا سره مخ دی.

د سیاسي چارو شنوونکی اخترمحمد راسخ وايي: « نن چې پاکستان له سیاسي، اقتصادي او نظامي بحرانونو سره مخامخ دی، علت دا دی چې دوی اوس خپل کرلي رېبي. دوی نړۍ او سیمې ته بې اعتباره شوي؛ ځکه چې اوس غربي نړۍ مرسته نه ورکوي.»

ډاڼ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د پاکستان اوسني سټراتېژیک او سیاسي اعتبار او تیرو سیاستونو په تړاو دغه مقاله داسې مهال خپروي، چې پاکستان دمګړۍ په ګڼو برخو کې له جدي ستونزو او ننګونو سره مخ دی.

دغه هېواد په اقتصادي برخه کې د دېوالي کېدو له ګواښ سره مخ دی او له سیاسي اړخه یې په تېرو درېیو کلونو کې درې حکومتونه تجربه کړي چې همدې سیاسي بې‌ثباتۍ هلته ناامني ډېره کړې او په دې ټولو سربیره وسله‌والې ډلې په‌ کې هره ورځ پر امنیتي ادارو او ځواکونو بریدونه کوي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist