Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پکتیاپوهنتون تدریسي روغتون کې هره ورځ د سلګونه ناروغانو درملنه کېږي

پکتیاپوهنتون تدریسي روغتون کې هره ورځ د سلګونه ناروغانو درملنه کېږي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/15

د پکتیا پوهنتون تدرسي روغتون کې چې له نږدې یو کال وړاندې یې په فعاليت پیل کړی، د ناروغانو درملنه اسانه شوې ده.

د دې روغتون مسوولین وایي، د طب پوهنځي محصلینو پر عملي روزنې سربېره هره ورځ په بېلابېلو برخو کې خلکو ته روغتیایي خدمتونه وړاندې کوي.

د روغتون مسوولین ډاډ ورکوي چې د روغتون لا سمبالولو لپاره به په نږدې راتلوونکي کې د شاوخوا ۸۹ میلیونه افغانیو په ارزښت بېلابېل طبي وسایل وپیري او ورسره به د یاد روغتون په خدماتو کې د پام وړ پراختیا راشي.

د پکتیا پوهنتون رییس عبدالحکیم حمدي وايي: « موږ روان کال شاوخوا ۸۸ میلیونه، ۶۰۰ زره افغانۍ د طب پوهنځي او د کادري روغتون د وسایلو پېرلو او پرسونل لپاره منظورې کړې دي. راتلونکې بودیجه کې به د دغو وسایلو د خرید او اړتیاوو پوره کولو کارونه ترسره شي.»

د طب پوهنځي محصل رضا محمد پر پوهنتون د نورې پانګونې غوښتنه کوي او وايي: «پکتیا پوهنتون اوسمهال ډېر زیات محصلین لري. هرڅومره چې دغه روغتون ته ډېره پاملرنه وشي، د محصلینو علمي کیفیت او ظرفیت به ورسره لوړ شي.»

ورته مهال، یو شمېر ناروغان او ناروغ لرونکي که څه هم په پکتیا کې د تدریسي روغتون له فعالیت او رامنځته شویو اسانتیاوو خوښ دي، خو هیله لري چې د مرکز ګردېز په ګډون دې لرې پرتو سیمو کې هم خلکو ته روغتیايي خدمات او اسانتیاوې زیاتې شي، ترڅو خلک په دې برخه کې له شته ستونزو وژغورل شي.

د پکتیا اوسېدونکی راشد وايي: «باید کارونه نور هم ښه او اسانتیاوې ډېرې شي.»

همدارنګه د دې ولایت بل اوسېدونکی نور احمد بیا وا يي: « پخوا په مرکز ګردېز کې هم روغتیايي خدمتونه کمزوري وو، خو اوس څه نا څه ښه شوي. له حکومته غوښتنه کوو چې لرې پرتو ولسوالیو کې هم روغتیايي خدمتونو ته پاملرنه وکړي ترڅو خلک مجبور نه شي چې د درملنې لپاره مرکز ته راشي.»

دا مهال پکتیا پوهنتون په تدریسي روغتون کې ۱۰۸ تنه د روغتیایي خدمتونو بوخت دي  او هره ورځ شاوخوا ۴۰۰ تنو ناروغانو ته په شپږو بېلابېلو برخو کې روغتیايي خدمات وړاندي کوي.

 د مسوولینو په خبره، د کاري ډلې او طبي وسایلو په زیاتېدو سره به د خپلو خدمتونو لمن نوره هم پراخه او کارونه به چټک کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي
روغتیا

هرات د غوره روغتیايي خدمتونو په لور؛ دولتي او خصوصي روغتونونه پرمختللي خدمات وړاندې کوي

جنوري 28, 2026
عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: پنځه میلیونه افغان ماشومان او ښځې په خوارځواکۍ اخته دي

جنوري 28, 2026
چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی
روغتیا

چارواکي: وزیر محمد اکبرخان روغتون د ودانیو له کمښت سره مخ دی

جنوري 27, 2026
عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: سږ کال پنځه میلیون تنه په تنفسي ناروغیو اخته شوي

جنوري 27, 2026
هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي
روغتیا

هرات حوزوي روغتون کې د مغز او اعصابو ۹۰ سلنه ناروغیو درملنه کېږي

جنوري 26, 2026
حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي
روغتیا

حوزوي روغتون: هرات کې د ماشومانو تنفسي ناروغۍ ډېرې شوې دي

جنوري 21, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist