Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د پاکستان پوځ : بنو کې وروستی برید د افغان تبعه له لوري ترسره شوی

پاکستان کې د ناامنیو زیاتېدل؛ یو شمېر سیمو کې پولیسو دندې پرېښي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/14

راپورونه وايي، د پاکستان په ډېرو سيمو کې  د تحریک طالبان پاکستان ( ټي. ټي. پي) له خوا د پاکستانې پولیسو په امنیتې پوستو او قرارګاوو بریدونه ډېر شوي او په ځینو سېمو کې پولیسو خپلې پوستې پرېښې، وسلې، مهمات او وسایط يې هم د (ټي.ټي.پي) لاس ته لوېدلي دي.

په پاکستان کې د روان امنیتي او سیاسي وضعیت په تړاو ډول ډول تبصرې کيږي. د پوځي چارو شنوونکي وايي، په دغه هېواد کې امنیتي وضعیت او له دندو د امنیتي ځواکونو تښتېدلو هلته سیاسي ثبات ننګولی او د نظام پاشلو اندېښنې یې زیاتې کړي دي.

دوی وايي، د یاد هېواد پوځ د ولس پر وړاندې زور زیاتی ډېر کړی او دغه چلن د پاکستان لپاره بدې پایلې لرلی شي.

د پوځي چارو شنونکی اختر محمد راسخ وايي: « دا د پاکستاني جنرالانو او استخباراتي کړیو د کارونو پایله ده چې دغه هېواد یې له تجزیې سره مخامخ کړی. پښتنو او بلوڅانو خپل دوښمن پېژندلی؛ دا چې اوس د پاکستان د پوځ یو شمېر سرتېري او چارواکي د خپل قوم ترڅنګ دریږي او د پوځ له لیکو وځي، ویلی شم چې دا به د یوه لوی تحول سبب شي.»

د پوځي چارو شنونکی ظاهر بهاند وايي: « لومړی علت له ولس سره د پاکستان د پوځ ناوړه چلن دی؛ دویم علت په دغو سیمو کې د ټي.ټي.پي د فعالیتونو له امله د پوځ او پولیسو اړوند کسانو خپلې دندې پرې اېښې او په کور ناست دي.»

ورته مهال، پاکستان کې مېشت ځینې خبریالان هم تایيدوي چې پښتونخواه او د پاکستان په ځینو سېمو کې یو شمېر پولیسو د وژلو له ویرې دندې پريښې دي او له لاریون کوونکو سره یو ځای شوي دي.

د دوی په خبره، لوړ پوړي چارواکي د عسکرو ستونزې نه اوري او اړ دي چې دندې پریږدي او امن سېمو ته ځانونه ورسوي.

آزاد خبریال طاهر خان وايي: «د خیبر پښتونخوا په لکي مروت کې چې پولیسو کوم احتجاج وکړ او وویل چې په پولیسو بریدونه زیات شوي، دا احتجاج د دې لپاره و چې هغوی ځانونه خوندي نه بولي. پولیسو په خپل احتجاج کې ویل چې کله پر دوی برید وشي، نو د نا معلومو کسانو نوم ورکول کېږي حال دا چې دا کسان ټول پېژني او هرڅوک پوهېږي چې بریدونه څوک کوي.»

له تېرو څو ورځو راهیسې په ټولنېزو رسنیو کې ځینې ویډیوګانې لاس په لاس کیږي چې ښيي پاکستاني پولیس د هغو ولسي لاریونوالو سره یو ځای کیږي چې د پوځ د ظلمونو پر ضد بلوچستان کې را پورته شوي دي.

ځینې پولس افسران چې خپله لاره یې جلا کړې د عامو خلکو پر وړاندې د پوځ ظلمونه تایيدوي او وايي، د پاکستان پوځ کور په کور جګړه پيل کړې او په بېلابېلو پلمو عام خلک وژني او شکنجه ورکوي یې.

د پاکستاني پولیسو له صف  یو جلا شوی افسر وايي :« زه د پاکستان پوځ او استخباراتي ادارې ته وایم چې دا به ستاسو له خوا وروستی کس وي چې وژل کېږي، د نورو کسانو د وژلو اجازه نه درکوو.»

د پوځي چارو شنونکو په خبره، د پاکستان حکومت نه یوازې له امنیتي او سیاسي ستونزو سره مخ دی بلکې په دغه هېواد کې اقتصادي ناسم وضعیت او دغه راز د پوځ او څارګرې ادارې ځینې کړنې هلته د نظام پاشلو امکان ډېروي او عادي کول یې په میاشتو او آن څو کلونو  کې ناشونی کار دی.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist