Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د ننګرهار کانال ترکاڼۍ کارخونه په ولايتونو کې د خرڅلاو استازولۍ پرانيزي

د ننګرهار کانال ترکاڼۍ کارخونه په ولايتونو کې د خرڅلاو استازولۍ پرانيزي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/09/11

د ننګرهار کانال شرکت د ترکاڼۍ (نجارۍ) کارخونې مسوولین وايي، په دغه کارخونه کې هره ورځ لسګونه قلمه بېلابېل دفتري توکي او فرنیچر جوړیږي.

دوی زیاتوي، هغه توکي چې په دې کارخانه کې تولید کېږي، خام مواد او لرګي یې ټول د کانال ریاست له اړوند فارمونو ترلاسه کېږي.

د ترکاڼۍ کارخونې مدیر اعو‌‌ذبا‌الله وزیري په دې اړه وايي:« دلته کوچونه، فرنیچر، تختونه، کوټ بندونه او ګڼ نور اجناس دلته جوړېږي. د دې فابریکې خام مواد موږ له خپلو څلورګونو فارمونو څخه راوړو. دا د شوې په نوم لرګي جوړېږي چې د افغانستان په نورو برخو کې کم پیدا کېږي.»

د دې کارخونې مسوولین او کارګران وايي، اوسمهال د دوی په لاس جوړ شوي مېزونه، څوکۍ او فرنیچر یوازې دولتي ادارو ته لېږل کیږي، خو  په خبره یې که نوي ماشینونه ورته واخیستل شي او د بازار موندنې په برخه کې کار وشي، کولی شي ټولو ولایتونو ته خپل تولیدات واستوي.

د کارخونې مدیر اعو‌‌ذباالله وزیري وايي: « که چېرې د دې کارخونې د ماشینرۍ په برخه کې همکاري وشي او زموږ وسایل معیاري شي، ځکه چې دا شته ماشینري د روسانو د وخت ده او اوس زړه شوې او بل که چېرې له جلا آباد پرته نورو لویو ولایتونو کې نمایندګی پرانیستل شي، دا به هم د دولت، هم کانال او هم ټول افغانستان ته ګټه ورسوي.»

د ترکاڼۍ کارخونې یو تن کارګر ګل احمد وايي: « موږ په دې کارخونه کې ډېرو وسایلو ته اړتیا لرو. له موږ سره داسې وسایل نه شته چې کار په چټکه او لا غوره بڼه ترسره کړو.»

د ننګرهار کانال ریاست د چارواکو په خبره، اوسمهال د دې کارخونې د تولیداتو کچه تر پخوا یو څه لوړه شوې او کولی شي د دولتي ادارو پر اړتیاوو سربېره، شخصي فرمایشونه واخلي او کارونه یې ترسره کړي.

دوی زياتوي، د نجارۍ کارخونې د تولیداتو خرڅلاو او بازار موندنې په موخه به نږدې وخت کې جلال آباد ښار او نورو ولایتونو کې د دوی د خرڅلاو نمايند‌ګۍ پرانیستل شي.

د ننګرهار کانال شرکت د رسنیو مسوول سید همایون غریب مل وايي: « د دې لپاره چې دلته جوړ شوي توکي هېوادوالو ته په اسانۍ او چټکه توګه ورسېږي، موږ په ښار کې د یوې لویې هټۍ د پرانستلو پلان لرو چې په نږدې ورځو کې به جوړ شي. همدارنګه په پلان کې ده چې د خپلو تولیداتو لپاره د هېواد په نورو ولایتونو کې هم نمایندګۍ پرانیزو.»

د کانال شرکت مسوولین د کار د لا ښه والي او چټکتیا لپاره د نویو وسایلو د پېرلو خبر ورکوي او وايي، د نجارۍ د دې کارخونې د چارو د ښه والي په موخه په پلان کې لري دغې کارخونې ته نوي وسایل وپېري او همدارنګه دایمي برېښنا ورته برابره کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist