د انسان بدن د هوا په ګرمېدو سره ډېرو مایعاتو ته اړتیا پيدا کوي؛ همدا ګرمه هوا سبب شوې چې هرات کې هم اوسمهال تر بل هر وخت د سیمه ییزو او دودیزو لبني محصولاتو بازار تود شي.
لبنیات پلورونکي وایي، په دودیز ډول د دوی له خوا له شیدو جوړ شوي محصولات ښه کیفیت لري او د وارداتي محصولاتو پرتله خوندور دي.
دوی له مسوولینو غوښتنه کوي چېل له کروندګرو او مالدرانو ملاتړ وکړي او له بهر څخه د لبني محصولاتو پر واردولو بندیز ولګوي.
لبنیات پلورونکی خالد وايي: « دا چې هوا ګرمه ده، نو خلک د بل وخت په پرتله ډېر لبني محصولاتو ته مخه کوي خو د هرات په اړه باید ووایم چې دا ولایت اوس څلور فصله دی او په ټولو فصلونو کې خلک له لبنیاتو ګټه اخلي.»
همدارنګه یو بل لبنیات پلورونکی عبدالغفار بیا وايي: « اوس هرڅه په هرات ولایت کې شته دي، د لبنیاتو برخه خورا بډایه ده؛ شیدې، مستې او هرڅه پیدا کېږي او د بهرنیو هېوادونو محصولاتو ته اړتیا نه لرو.»
د مالدارانو ټولنې مسوولین بیا د هرات ځان بساینې خبره کوي او وایي، هرات کې د ورځې ۳۰۰ ټنه شیدې ترلاسه کېږي چې له امله یې هرات د لبني او د مالدارۍ د نورو محصولاتو له پلوه پر ځان بسیا شوی او د فراه، نیمروز او کابل په ګډون د هېواد یو شمېر نورو ولایتونو ته هم استول کېږي.
د هرات د مالدارانو ټولنې مشر غلام محمد امیري وايي: « موږ په هرات کې د لبنیاتو د تولید له پلوه ځان بساینې ته رسېدلي یو او حتا اضافه شیدې هم لرو. له اسلامي امارت غوښتنه کوو چې د وچو صنعتي شېدو مخه ونیسي.»
بله خوا، د هرات کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین هم د مالدارۍ محصولاتو په برخه کې د دغه ولایت پر ځان بساینه مني او زیاتوي چې له مالدارو څخه د ملاتړ او په کور دننه لبني محصولاتو ته د بازار موندنې په موخه یې له بهر څخه د ورته ورادېدونکو محصولاتو د راتګ مخه نیولې.
د هرات د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس پیر محمد حلیمي وايي: « دا یو واقعیت دی چې هرات ځان بساینې ته رسېدلی. د همدې لپاره موږ وارداتي شېدې بندې کړې دي؛ ښايي صنعتي ښارګوټي کې څه نا څه وچې شېدې وي، خو هغه هم د یوه ځانګړي محصول د تولید لپاره کارول کېږي نه د مستو لپاره.»
که څه هم دا وخت په هرات کې د سیمه ییزو او دودیزو لبنیاتو ګټه اخیستنې ته تر بل هر وخت د خلکو لېوالتیا زیاته شوې، خو د برېښنا کمښت او د شېدو ساتلو لپاره د مناسب ځای نه شتون هغه څه دي چې لبنیات پلورونکي وايي له امله یې ډېره برخه راټولې شوې شېدې او محصولات خرابېږي.