که څه هم دا مهال کرېکټ د افغانستان تر ټولو مشهوره لوبه ګڼل کېږي، خو ترڅنګ یې نورې نړیوالې او کورنۍ لوبې هم ګڼ مینه وال لري. فوټبال یوه له هغو لوبو ده چې د افغانستان په ډېرو سیمو کې مینه وال لري.
د فوټبال فډراسیون مشر محمد یوسف کارګر وايي، په خوست کې هم د فوټبال لوبه د تېرو څو کلونو پرتله تر بل هر وخت د پرمختګ په حال کې ده او دوی په دې هڅه کې دي چې په دې ولایت کې د فوټبال لوبې پر وړاندې شته نیمګړتیاوې ژر تر ژره هوارې کړي.
کارګر زیاته کړه: « د افغانستان د فوټبال فډراسیون چمتو دی چې په ټولو مسلکي برخو او دغه راز د فوټبال او فوټسال لوبو د لوبڅارۍ کورسونه جوړ او مینه وال وروزي. د تېرو درې – څلور کالو پرتله د خوست ولایت د فوټبال کچه په بشپړه توګه بدله شوې؛ دا د خوست خلکو علاقمندي او د خپلو لوبډلو ملاتړ څرګندوي.»
په ورته مهال، ځايي اوسېدونکي او د فوټبال لوبغاړي د فوټبال سیالۍ نه یوازې د ولس ترمنځ د یووالي لپاره مهمې ګڼي، بلکې د خپلو ظرفیتونو د څرګندولو لپاره یې لوی فرصت هم بولي.
دوی همدا راز غوښتنه کوي چې اړوند ادارې دې په هېواد کې د فوټبال د لامعیاري کولو لپاره منظم پلانونه عملي کړي.
د فوټبال لوبغاړی رشېد وايي:« د دې ډول ټورنمنټونو جوړول د لوبغاړو لپاره ډېر ګټور دي. دا یو لوی پرمختګ دی او خلک له نشه يي توکو او نورو ناوړه کارونو راګرځوي. موږ له اسلامي امارت او سوداګرو غوښتنه کوو چې دغه شان نور ټورنمنټونه هم جوړ کړي او موږ وهڅوي.»
همدارنګه د فوټبال مینه وال کبیر څاروان وايي: « موږ له لکڼو څخه راغلي یو، ترڅو دغه لوبې له نږدې وګورو. زموږ بل هدف دا دی چې له هغو کسانو سره ووینو چې پخوا مو نه وي لیدلي ترڅو د خلکو ترمنځ مینه، محبت او یوالی رامنځته شي.»
د فوټبال بل مینه وال رحماني منګل: « دا یو ډېر غوره ګام دی. خلک دلته راټولېږي او له تفرېح څخه خوند اخلي. همدارنګه دا د ولسونو د یووالي لپاره هم ښه اقدام دی.»
د خوست په مرکز کې د فوټبال دغه سیالۍ چې د زرګونه مینوالو په شتون کې ترسره شوې، په کې ۲۴ لوبډلو برخه اخیستې وه او د کورنیو چارو وزارت لوبډلې په اتلولۍ پای ته ورسېدې.