د کندهار ښار ارګ سیمې مشهور ټک ټک بازار کې یو مهال د مسګرۍ لسګونه دوکانونه وو، خو اوس یوازې دوه دوکانونه فعالیت لري.
۷۵ کلن محمد آصف د تېرو شاوخوا ۶۰ کلونو راهیسې د مسګرۍ پر صنعت بوخت دی او دغه صنعت له پلاره په میراث ورپاتې دی.
د آصف په خبره، یوازې د ده دوکان له پخوانیو هغو پاته دی او نور ټول لمنځه تللي.
آصف زیاتوي:« دېګونه، کاسې، پيالې او نور په لاس جوړ شوي مسین توکي راسره شته دي. دلته زما دوکان کې، چې څه ګورئ، دا ټول له مسو جوړ دي. پخوا حتا د چایو کاشوغې هم له مسو جوړېدې،خو اوس یې ټغر په ټولېدو دی. مسین توکي ګران دي، له همدې امله یې څوک نه شي اخیستلی.»
د محمد آصف د دوکان ترڅنګ د محمد هادي دوکان هم فعال دی، خو دی یوازي له ۱۰ کلونو راهیسي د مسګرۍ پر صنعت بوخت دی.
محمد هادي وايي، په دوکان کې بېلابېل ډوله د مسو جوړ لوښي لري، خو اوس د پخوا په څېر بازار نه لري او ډېر کم مینوال يې شته.
هادي زیاتوي: « کله چې پلاسټیکي او نېکلي توکي راغلل، زموږ بازار ورسره سوړ شو. پخوا چې لوښي مسین وو، ناروغۍ هم کمې وي، نه د زړه حمله وه او نه د وینې فشار؛ خو له پلاسټیکي توکو سره ناروغۍ هم زیاتې شوې. ځینې ناروغان راشي، بیا موږ پیاله یا دېګ ورجوړ کړو، ترڅو پرهېزانه په کې وخوري. زموږ صنعت په ورکېدو دی، بس همدا دوه دوکانه پاتې دي.»
لرغون پوهان وايي، کلونه مخکې په کندهار کې لسګونه د مسګرۍ دوکانونو موجود وو او تولید شویو توکو يې هم ښه بازار درلود، خو د عصري وسایلو په زیاتېدو او د اقتصادي ستونزو په ډېرېدو سره اوس د لمنځه تللو له خطر سره مخ دی.
د دوی په خبره، دغه ډول صنایع، چې زیاته تاریخي مخینه لري، باید ساتنه يې وشي او لا پياوړي شي.
د کولتوري چارو کارپوه استاد حیاتالله رفیقي وايي: « له بدغه مرغه د مسګرۍ صنعت د بیا راژوندي کولو او پراختیا لپاره موږ هېڅ هم نه دي کړي؛ په دې برخه کې هېڅ لاسوند نه لرو. له مسو جوړ شوي توکي ګران دي حال دا، چې په بازار کې شته توکي تر هغو ډېر ارزانه ورکوي.»
د کارپوهانو په خبره، له ډېرو کلونو راهیسې مسګري، آهنګري او د شيشې جوړونې صنعتونو ته پاملرنه نه ده شوې او دا ټولې صنایع د ورکېدو په حال کې دي.