Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
امیر خان متقي: اسلامي امارت له هېڅ لوري سره د ناندریو غوښتونکی نه دی

متقي: کابل اوعشق‌آباد د يو شمېر ګډو پروژو پر تطبيق هوکړه کړې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

په داسې حال کې، چې سرپرست حکومت په نږدې راتلونکي کې د ټاپي پروژې د عملي چارو پيل کېدو خبره کوي، ورسره څنګ کې کابل او عشق آ‌باد د يو لړ نورو ګډو پروژو پر پلي کولوهم هوکړې ته رسېدلي.

د بهرنيو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي وايي، په دې پروژو کې د انتقالاتو لپاره د تأسيساتو جوړول، په کور دننه د انرژۍ توليد، د هرات- تورغونډۍ ترمنځ د اورګاډي کرښې جوړول او د همدې کرښې په وسيله له هرات سره د کندهار او چمن وصلول شامل دي.

مقتي ډاډ ورکړی، چې د ټاپي پروژې د عملي کارونو له پيل وروسته به د يادو پروژو چارې هم پيل شي.

متقي زیاتوي:« دا مهال د ترکمنستان د اورګاډي پټلۍ تر تورغونډۍ پورې را رسېدلې ده. اوس به ترکمنستان لوری په دوو پروژو کار کوي، لومړی دا چې په تورغونډۍ کې به صفري نقطې ته نیږدې د اورګاډي د بارولو او تخلیې لپاره لوی تأسیسات جوړوي او دویم به له تورغونډۍ څخه د اورګاډي دغه پټلۍ تر هرات ښار پورې غځوي.»

مقتي وايي، سره له دې، چې د کابل او عشق‌ آباد ترمنځ د انرژۍ پر توليد هوکړه شوې، خو ترکمنستان به د انرژۍ د کمښت پوره کولو لپاره افغانستان ته برښنا ورکوي.

د نوموړي په خبره، د ترکمنستان وارداتي برښنا له لارې به په افغانستان کې د برښنا د پوښښ ساحه پراخه شي.

متقي زیاتوي: « بله مهمه پروژه د برښنا ده. دغه پروژه په دوو برخو وېشلی شو؛ یوه برخه هغه برښنا ده، چې دا مهال افغانستان ته راځي او هرات کې وېشل کېږي، خو دا برښنا کمه او کمزورې ده. هلته د نور الجهاد په نوم یو قوي سب سټېشن ورته جوړ شوی او په راتلونکو څو ورځو کې به په فعالیت پيل وکړي او ورسره به هغه برښنا څو چنده قوي او زیاته شي چې هرات ته راځي.»

د اقتصادي چارو کارپوهان د افغانستان او ترکمنستان ترمنځ يادې ګډې اقتصادي پروژې حياتي بولي او ډاډ ښيي، چې د دې پروژو په تطبيق سره به افغانستان يو ګام نور هم پر ځان بساينې ته نږدې شي.

د اقتصادي چارو کارپوه محمد يونس ځدراڼ وايي: « د دې پروژو په پلي کېدو سره به د افغانستان ګڼ شمېر وګړو ته په مستقیم او غیر مستقیم ډول د کار زمینه برابره شي. همدارنګه د برېښنا په کچه کې به زیاتوالی راشي او ورسره به زموږ د سوداګرو ستونزې هوارې شي. د هرات، کندهار او چمن ترمنځ د رېل کرښه به د دغو ښارونو ترمنځ واټن را کم کړي.»

مقتي وايي، د یادو پروژو په پلي کېدو سره به د مالي ګټو تر څنګ د سېمې هېوادونو سره مثبتې اړيکې نورې هم ټینګې شي او په اقتصادي برخه کې به د افغانستان ډېرې ستونزې هوارې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې
اقتصاد

سوداګرۍ او پانګونې خونه: د افغانستان او ایران سوداګري۳۰ سلنه زیاته شوې

مارچ 10, 2026
مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي
اقتصاد

مسوولین: له کندهاره بهر ته د زعفرانو د صادراتو کچې زیاتولو هڅې روانې دي

مارچ 8, 2026
کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي
اقتصاد

کرنې وزارت: روان کال له ۱.۷ میلیون هکټاره ځمکو ۴.۵ میلیون ټنه غم راټول شوي

مارچ 3, 2026
افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي
اقتصاد

افغانستان او ازبېکستان د ګډې سوداګرۍ کچه ۵ میلیارد ډالرو ته لوړوي

فبروري 26, 2026
بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې
اقتصاد

بلخ کې د درېیو نفتي بلاکونو د سروې او څېړنې چارې پیل شوې

فبروري 25, 2026
ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون ۲۲ بېلابېلې پراختیايي پروژې منظورې کړې

فبروري 23, 2026

وروستي خبرونه

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

هټۍوال: د خلکو اقتصادي کمزورتیا له امله د توکو پلور کم شوی

مارچ 17, 2026
د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

د اسلامي امارت رهبر: له اسلامي نړۍ سره د ورورګلوۍ او نورې نړۍ سره د متقابل درناوي پر بنسټ اړیکې غواړو

مارچ 17, 2026
افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist