• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
 د ننګرهار اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له کمزورتیا شکایت کوي

 د ننګرهار اوسېدونکي د مخابراتي خدماتو له کمزورتیا شکایت کوي

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/29

د ننګرهار ولایت اوسېدونکي په دغه ولایت کې د سیمکارټونو له کمښت، کمزوري انټرنېټ، د انټرنېټي کڅوړو له لوړو بیو او د مخابراتي شبکو د پېرودونکو لپاره د څانګو کمښت له امله شکایت کوي او وايي، په څو ورځو کې هم نه شي کولی، د خپلو سیمکارټونو ستونزې حل او یا نوی سیمکارټ واخلي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی وايي: « د زیات بیروبار له امله نه شو کول، خپل سیمکارټونه ترلاسه کړو. بله خبره دا ده، چې د مخابراتي شبکو انټرنېټي کڅوړې ډېرې قېمته دي، حال دا چې ټولو ځایونو ته زېګنال هم نه شي رسولی.»

د جلال آباد ښار یو بل اوسېدونکی هم ورته خبره کوي او وزیاتوي: « د سیمکارټونو پر وېش بیروبار زیات دی او ستونزمنه ده، چې څوک په اسانۍ سیمکارټ ترلاسه کړي. دلته د مخابراتي شبکو استازولۍ کمې او ګڼه ګوڼه په کې زیاته ده. همدارنګه انټرنېټ په لوړه بیه پلورل کېږي.»

ځېنې نور بای وايي، سیمکارټونو کې د عادي ستونزې پیدا کېدو په صورت کې هم اړ دي، چې د مخابراتي شبکو دفترونو کې په ورځو ورځو  انتظار وباسي.

د جلال آباد ښار یو تن اوسېدونکی په دې اړه وايي: « باید د انټرنېټ کیفیت لوړ او نرخونه یې راټیټ شي. په نمایندګیو کې ډېره ګڼه ګوڼه وي، موږ غریب خلک یو نه شو کولی څو ورځې انتظار وباسو.»

د ننګرهار یو بل اوسېدونکی بیا وايي: «باید د مخابراتي پوښښ لپاره آنتنونه او د سیمکارټونو د وېش لپاره نمایندګۍ زیاتې شي.»

هڅه مو وکړه، د خلکو د ستونزو په تړاو د ننګرهار مخابراتو ریاست او اترا ادارې نظر له ځانه سره ولرو، خو د مسوولینو له خوا راته وویل شول، چې د وزارت د رسمي مکتوب پر بنسټ له رسنیو سره د خبرو کولو اجازه نه لري.

د خلکو ټینګار دا دی،چې مخابراتي شبکې دې، د سیمکارټونو د وېش، پوښښ ساحې پراخوالي، پیرودونکو خدمتونو څانګو کې د اسانتیاوو برابرولو سربېره د انټرنېټ بیې هم ټیټې کړي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو
ټکنالوژي

اترا: راتلونکی کال۵۵۰ نوي مخابراتې سايټونه فعالوو

مارچ 12, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
روشن مخابراتي شبکې د الفا پرایم په نوم خپل پروفایل ګټې اخیستنې ته وړاندې کړ
ټکنالوژي

روشن مخابراتي شبکې د الفا پرایم په نوم خپل پروفایل ګټې اخیستنې ته وړاندې کړ

دسمبر 17, 2024
هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو
ټکنالوژي

هرات کې د ساینس او ټکنالوژۍ نندارتون پرانيستل شو

اکتوبر 30, 2024
حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو
ټکنالوژي

حقاني: ۱۶ولایتونو کې پرعصري ټکنالوژۍ سمبال مرکزونه پرانیزو

اگست 25, 2024
پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري
ټکنالوژي

پکتیا لجې منګل درې سیمې زرګونه کورنۍ مخابراتي چوپړتیاوو ته لاسرسی نه لري

جولای 12, 2022

وروستي خبرونه

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مسکو: د ممنوعه ډلو له لېست د اسلامي امارت نوم لرې کول د دواړو هېوادونو پر ګټه دي

مې 31, 2025
کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

کابل کې زرګونه لاريون کوونکو پر غزې د اسراییلي ځواکونو بريدونه وغندل

مې 31, 2025
عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

عامي روغتیا وزارت د ډاکټرانو او روغتيايي پرسونل ۱۲ سلنه معاشونه کم کړي

مې 31, 2025
پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

پرغزې د اسراییلي ځواکونو خونړيو بریدونو دوام پر نړیواله کچه غبرګونونه پارولي

مې 31, 2025
افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

د افغانستان خلکو د پراخو لاریونونو له لارې پر فلسطین د اسراييلو ظلم او نسل وژنه وغندل

مې 31, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist