• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اتلولۍ له جام سره هېواد ته راستنه شوه

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د اتلولۍ له جام سره هېواد ته راستنه شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/27

د افغانستان فوټبال له ۱۷ کلون کم عمره ملي لوبډلې د مځنۍ آسیا د کافا جام په سیالیو کې ازبېکستان ته په ماتې ورکولو سره د دې ټورنمېنټ د اتلولۍ له ګټلو وروسته  پرون دوشنبه د (۱۴۰۳ کال د وږي پر ۵ مه ) هېواد ته راستنه شوه.

 د دغې لوبډلې هرکلي ته د فوټبال فډراسیون مسوولین، دولتي چارواکي او مینه وال د کابل هوايي ډګر ته ورغلي وو.

د المپیک ملي کمېټې مسوولین په افغانستان کې د هرې لوبې د ملاتړ خبره کوي او زیاتوي، چې د فوټبال ټیم د لا پیاوړتیا په برخه کې به خپلې هڅې دوامداره ساتي.

د المپیک ملي کمېټې عمومي رییس حمد الله وثیق وايي: « حکومت له سپورټ څخه پوره ملاتړ کوي. زه د بدني روزنې او سپورټ ادارې په استازیتوب د افغانستان ټولو سپورټي فډراسیونونو او په ځانګړې توګه هغوی ته، چې افغانستان ته یې ویاړونه راوړي، ډاډ ورکوم، چې د سپورټ اداره به خپل ټول امکانات ستاسو په واک کې درکړي.»

په ورته مهال، د فوټبال فډراسیون وایي، د فډراسیون هلې ځلې او د لوبغاړو پوره چمتوالی لامل شو، چې د هېواد د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډله د منځنۍ آسیا فوټبال جام سیالیو اتلولي وګټي.

د فوټبال فډراسیون رییس محمد یوسف کارګر وايي: « له نېکه مرغه په دغو شرایطو کې د دوی شتون له لاسته راوړنو ډک و. زموږ د ۱۷ کلنو ملي لوبډله د منځنۍ آسیا په شپږو لوبډلو کې تر ټولو پياوړې لوبډله وه او له نېکه مرغه اتلولي یې هم وګټله.»

له دې سره، د فوټبال ټیم ملي لوبغاړي هم په دې بریا خوښي ښيي او د فوټبال له فډارسیون او اسلامي امارته غواړي، چې د فوټبال ټیم ملاتړ وکړي، ترڅو په راتلونکي کې په لوړ مورال ولوبېږي او دې ته ورته نورې بریاوې خپلې کړي.

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې لوبډلمشر حامد وايي: « موږ ټول ډېر خوښ یو او د افغانستان ټول ملت ته د دې اتلولۍ مبارکي ورکوم او له هغو ټولو کسانو مننه کوم، چې زموږ ملاتړ یې وکړ. زه له حکومت غوښتنه کوم، چې زموږ ملاتړ وکړي،ترڅو بیا هم اتلولي وګټي.»

د فوټبال له ۱۷ کلونو کم عمره ملي لوبډلې لوبغاړی شکېب امیري  وايي: « موږ ډېر زحمت ایستلی و او له پوره چمتوالي سره تللي وو، اتلولي مو وګټله او تمه لرو، چې راتلونکې کې هم اتلولي وګټو.»

همدارنګه د لوبډلې یو بل لوبغاړی ساحل سروري بیا وايي: « موږ له حکومت غوښتنه کوو، چې زموږ ملاتړ وکړي، ترڅو له دې لارې هېواد ته ویاړونه راوړو.»

د منځنۍ آسیا کافا فوټبال جام دا سیالۍ له ۱۷ کلونو کم عمره ځوانانو ترمنځ د تاجیکستان په کوربتوب ترسره شوې.

 په ۲۰۲۴ زیږدیز کال دغو سیالیو کې افغانستان، ایران، تاجیکستان، ازبېکستان، ترکمنستان او قرغیزستان سره مخ و.

افغان لوبډلې تېر کال په دې سیالیو کې درېیم مقام ګټلی و او په لومړي ځل یې سږ کال اتلوالي هم خپله کړه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي
لوبې

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي
لوبې

د افغانستان غېږ نيونې لوبغاړو په نړیوالو او آسیايي لوبو کې پنځه مډالونه ګټلي

جون 3, 2025
خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مهاجر فوټبال لیګ سیالۍ پای ته ورسېدې

مې 18, 2025
کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه
لوبې

کرېکټ؛ له ۱۹ کالونو کم عمره ملي لوبډله له بریالي سفر وروسته هېواد ته راستنه شوه

اپریل 22, 2025
يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي
افغانستان

يونسکو د افغان ښځو ملاتړ په موخه ناسته کوي

مارچ 8, 2025
راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ
لوبې

راشد خان د ډېرو وېکټو اخیستلو نړیوال ریکارډ جوړ کړ

فبروري 6, 2025

وروستي خبرونه

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

هرات کې د لوی اختر په درېیو ورځو کې شاوخوا ۲۰۰ ټرافيکي پېښې شوې

جون 14, 2025
شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

شریف: په راستنېدونکو کډوالو کې د پولیو ناروغي زیاته ده

جون 14, 2025
کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

کورنیو چارو وزارت: د داعش پاکستاني او تاجیکستاني غړي د افغانستان په پېښو کې ښکېل دي

جون 14, 2025
سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

سراج الدین حقاني د اسلامي او ملي ګټو د خوندیتوب لپاره د ولس پر یووالي ټینګار کړی

جون 14, 2025
اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

اسراییلو د ایران په پلازمېنه او ګڼ شمېر نورو ښارونو هوايي برېدونه کړي

جون 14, 2025
موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

موټر چلوونکي د مزار- سمنګان لویې لارې د بیارغونې غوښتنه کوي

جون 12, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist