Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د شپږیزې لیګ پای؛ آمو نهنګانو لوبډله اتله شوه

د شپږیزې لیګ پای؛ آمو نهنګانو لوبډله اتله شوه

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/26

د شپږیږې لیګ نهم پړاو سیالیو پایلوبه د شبنې پر ورځ د آمو نهنګانو او بندامیر ښارمانو ترمنځ ترسره شوه، چې د ۷ وېکټو په توپېر د آمو نهنګانو لوبډلې وګټله.

په پایلوبه کې د امو لوبډلې لپاره شاهدالله کمال ۵۹ او محمداسحاق رحیمي ۴۷ ناسوځېدلې منډې وکړې او خپله لوبډله یې بریا ته ورسوله.

په دغه لیګ کې، چې د سپین غر پړانګان، بست ساتونکي، بند امیر ښاماران، میس عینک اتلان او آمو نهنګانو لوبډلو برخه اخیستې وه، په کې د کورني کرېکټ  له لوبغاړو سربېره د ملي ټيم لوبغاړو هم ګډون درلود.

د کورني کرېکټ لوبغاړي د یوې لوبډلې لپاره د لوبډلمشر او روزونکي پلان مهم بولي خو وايې، د ملي لوبډلې د لوبغاړو په راتګ سره ټولو لوبغاړو مثبته روحیه اخیستې او د لا ډېرو دغه شان لیګونوغوښتنه کوي.
ځوان لوبغاړی زبید اکبري وايي: « له کرېکټ بورډ مننه، چې دغه لیګ یې پیل کړ. تاسو ولیدل چې نوي ځوانان ښه ولوبېدل. زما هدف هم دا و، چې په شپږیږه کې په لوبېدو سره ښه وځلېږم.»

د کورني کرېکټ بل لوبغاړی عبدالمالک بیا د ملي لوبغاړو تجربه او مشورې د خپلې لوبډلې د اتلولۍ لامل ګڼي او وايي: «د ملي ټیم د لوبغاړو په راتګ سره د نورو لوبغاړو مورال ډېر لوړ شو. موږ د روزونکي، کپټان او سینیر لوبغاړو له پلان او مشورو سره سمه لوبه کوله، همدا لامل و، چې د شپږیزې اتلولي مو وګټله.»

تکړه توپ اچوونکی الله داد غضنفر د لوبغاړي خپل پلان او چمتوالی مهم بولي او زیاتوي: « ما د شپږیزې لیګ ټورنمنټ ته پوره چمتوالی نیولی و او له ځان سره مې ژمنه کړې وه، چې تر ټولو زیاتې وېکټې به اخلې. زما خپله خواري، د روزونکي او کپټان ښې مشورې لامل شوې، چې ښه نتیجه ترلاسه کړم.»

په ورته مهال، شپږیزې لیګ ته د هېواد له بېلا بېلو سیمو راغلي مینه وال خوشاله دي،چې له یوې خوا يې د کرېکټ لوبغاړي له نږدې ولیدل او له بلې خوا د لوبغاړو لپاره د لوبو زمینه برابره شوې وه.

د لوبې یو نندارچي وايي: «موږ ډېر خوښ یو، چې خپل ملي لوبغاړي او لوبې په کور د ننه ګورو.»

د زابل له شاه جوی ولسوالۍ څخه راغلی ځوان بیا وايي: « د نوین الحق او فضل الحق فاروقي مینه وال یم او له امنیتي ځواکونو غوښتنه کوم،چې لوبغالي ته مې پرېږدي ترڅو له هغوی سره نږدې وګورم.»
د کرېکټ بورډ چارواکي د شپږېزې نهم پړاو سیالۍ د ځوانو استعدادونو موندلو لپاره یوه بریالۍ هڅه بولي او وايي، له همدې لیګ به ملي او الف لوبډلو ته لوبغاړي لاره پيدا کړي.

د افغانستان کرېکټ بورډ ویاند سید نسیم سادات وايي: « د ځوانانو لپاره ډېر ښه فرصت و، دوی ښې لوبې او ښې زده کړې وکړې. موږ په نږدې راتلونکې کې د دغو ځوانانو لپاره د افغان ابدالیان لوبډلې په چوکاټ کې لوبلړۍ لرو، چې د عمان هېواد په کوربه توب د افغانستان، عمان، سرېلانکا او هانکانگ ترمنځ ترسره کېږي. همدارنګه په یوه بله لوبلړۍ هم خبرې روانې دي، چې په کې به بنګله دېش او زیمبابوې شتون ولري. افغان ابدالیان لوبډله به له همدې لوبغاړو جوړیږي او د اړتیا پرمهال به ملي لوبډلې ته لار مومي.»

د ملي لوبډلې د توپ اچونې روزونکی حمید حسن وايي، سږ کال شپږیزه کې یې ګڼ استعدادونه موندلي او په پام کې لري چې ملي لوبډلې ته یې ور وپېژني.

حمید حسن زیاتوي: «ما ډېر ښه استعدادونه ولیدل. شپږیزه لیګ د نویو استعدادونو ځلېدلو او موندلو لپاره ډېر ښه فرصت دی. څومره چې لیګونه او ټورنمنټونه ډېرېږي، لوبغاړي او استعدادونه هم ورسره ډېرېږي. د توپ اچونې په برخه کې ډېر لوبغاړي ښه وځلېدل او زه په پام کې لرم، چې راتلونکې کې یې د ملي لوبډلې لپاره په ګوته کړم.»

د یادونې ده، چې په دغه لیګ تر ټولو ډېرې ویکټي الله محمد غضنفر واخیستې. د منډو په برخه کې بیا صدیق اتل لومړی مقام  خپل کړ، خو د ټورنمېنټ غوره لوبغاړی زبید اکبري وټاکل شو.

د شپږیزې لیګ نهم پړاو سیالۍ چې د روانې اګسټ میاشتې پر ۱۲ مه نېټه پيل شوې وې، د همدې میاشتې په ۲۴ پای ته ورسېدې.

شپږیزه لیګ دا ځل د کرېکټ بورډ په خپلو امکاناتو برابر شوی و، خو د تېر په پرتله يې یوه لوبډله کمه وه.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist