Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
ننګرهار کې د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د چورګور تولید فارم پرانیستل شو

ننګرهار کې د ۱۳۰ میلیونه افغانیو په ارزښت د چورګور تولید فارم پرانیستل شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/08/25

د ننګرهار کانال شرکت په ۱۶ جریبه ځمکې باندې د یوه خصوصي شرکت له لوري د چوګوړو د تولید فارم پرانيستل شو.

ځايي چارواکي وايي، له دې سره به ننګرهار د غوښې په موخه د تولیدېدونکو چرګانو په برخه کې تر یوې اندازې پر ځان بسیاینې او له بهر څخه به د چورګوړو د واردېدو کچه ټيټه شي.

د  دغه ولایت کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رئیس محمد ولي محسن وايي: « پخوا به دا چرګوړي له بهر څخه وارېدېدل، موږ هڅه کوو، له دې وروسته یې په کور دننه تولید کړو او ځان بساینې خواته لاړ شو.»

د دغه فارم مشر زلمی قریشي وايي، پر  فارم شاخوا ۱۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه  کړې او په یوه ورځ کې به د ۳۰زره یو ورځنیو چورګوړو د تولید وړتیا لري.

قرېشي زیاتوي:« پلان دی،چې هره ورځ تر ۳۰ زرو چوګوړو تولید کړو او ترڅنګ یې یوه کوچنۍ تولیدي کارخونه هم جوړه کړو. موږ ټولټال تر ۱۳۰ میلیونه افغانۍ پانګونه کړې او په دې سره به لسګونه کسانو ته د کار زمینه هم برابره شي.»

د ننګرهار کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست مسوولین وايي، اوس مهال په ورځنۍ کچه شاوخوا ۴۰۰ زره یو ورځنیو چورګوړو ته په ننګرهار کې اړتیا شته، چې یوازې ۲۰ زره یې دلته په ننګرهار کې تولیدیږي او پاتې نور یې له پاکستان څخه واردیږي؛ خو په خبره یې، د دغه فارم په جوړېدو سره به دغه اړتیا تر ډېره پوره شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې
اقتصاد

ملي تدارکاتو کمیسیون د ۲.۵ میلیارده افغانیو په ارزښت پروژې منظورې کړې

جنوري 29, 2026
چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي
اقتصاد

چارواکي: ټاپي نل لیکه به د روان زېږدیز کال تر پایه هرات ښار ته ورسېږي

جنوري 28, 2026
سوداګر: پاکستان دې له افغاستان سره د سوداګرۍ برخه کې اسانتیاوې رامنځته کړي
اقتصاد

پاکستان وايي، افغانستان ته يې د روان مالي کال په لومړۍ نيمايي کې د صادراتو کچه ۵۶ سلنه کمه شوې

جنوري 26, 2026
هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي
اقتصاد

هلمند ځايي چارواکي: د افغانستان پنبې ته مو د پاکستان په ځای درې ستر بازارونه موندلي

جنوري 26, 2026
بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي
اقتصاد

بلخ کې د چرګوړو د تولید نوی فارم به هره میاشت ۳۰۰ زره چرګوړي تولید کړي

جنوري 15, 2026
د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي
اقتصاد

د افغانستان بانک: د نغدي معاملاتو الکټرونیکي کولو سټراټیژي پلې کېږي

جنوري 13, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist