Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د انساني قاچاق مخنیوي نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو دې برخه کې پر نړیوالې همغږۍ ټینګار کړی

د انساني قاچاق مخنیوي نړیواله ورځ؛ ملګرو ملتونو دې برخه کې پر نړیوالې همغږۍ ټینګار کړی

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/07/31

د جولای ۳۰ مه د انساني قاچاق مخنیوي نړیوالې ورځې سره بر اره ده.

انساني قاچاق د بشري حقونو په برخه کې د تاوتریخوالي يوه عمده پديده ده، چې د ملګرو ملتونو د منشور له مخې منعه او جرم ګڼل شوې.

د ملګرو ملتونو کډوالۍ نړيوالې ادارې (ای.او.ایم) ویلي، د دوی موندنې ښيي چې په تېرو کلونو کې د لويانو ترڅنګ ماشومان او په ځانګړې توګه نجونې د يادې پديدې قرباني شوي دي.

د کډوالو نړیوالې ادارې په خبره، پر نړيواله کچه د انساني قاچاق قرباني شویو درېيو کسانو له ډلې، يو هغه يې ماشوم دی.

دې ادارې د سویډن په نوښت د انساني قاچاق او د لاملونو مخنیوي لپاره يې شوې هڅې ستایلي او په دې برخه کې پر نړیوالۍ همغږۍ او اغېزناکو تګلارو یې ټینګار کړی.

دغې ادارې زیاته کړې:« دا چې د انساني قاچاق مخنیوی نړیوال عامه پوهاوي ته اړتیا لري، نو موږ له خپلو ملاتړو سره پر ګډ هڅو کوو، څو د انساني قاچاق مخنیوي په برخه کې ډېر کار وکړ. د سویډن بشري ځواک د پیاوړتیا ادارې د انساني قاچاق مخنیوي په برخه کې مهم رول ادا کړی او په فنلنډ کې د ملګرو ملتونو د کډوالۍ برخې مالي ملاتړ ترڅنګ یې، له هغو خلکو سره مرسته کړې، چې بېرته خپلو سیمو ته راستانه شوي او اوس مهال د درېیو قرباني کسانو له ډلې يو يې ماشوم دی.»

افغانستان هم یو له هغو هېوادونو دی، چې زرګونه ځوانان یې د مختلفو لاملونو له مخې، اروپا، امریکا او یو شمېر نورو هېوادونو ته په ناقانونه توګه له ورتګ سره د انساني قاچاق قرباني شوي دي.

د سیاسي چارو یو شمېر شنونکي بیا د انساني قاچاق او پر قاچاقي لارو نورو هېوادونو ته د ورتګ لاملونه په هېواد کې د بې‌ روزګارۍ لوړه کچه او د تعلیم په برخه کې شته محدوديتونه یادوي او له سرپرست حکومته غواړي، چې دغه ستونزې حل کړي.

د سیاسي چارو شنونکی ادریس محمدي ځاځی وايي:« دلته قوي احصایه  او رسېدنه دغو ستونزو نه پخوانيو حکومتونو او نه هم حاکم حکومت کړې. په لومړي قدم کې باید قوي احصایه ګیري وشي، چې دا ځوانان ولې له هېواده ځي، د څه لپاره ځي، لوی لاملونه یې څه دي، د دې لویو لاملونو لپاره حلارې څه دي، ترڅو ځوانان له دغو وحشي لارو خوراک نه شي.»

دا چې له افغانستان پر قاچاقي لارو د تللو کسانو په اړه کره شمېرې نشته، خو هغه افغان ځوانان او کورنۍ، چې د قاچاق په وسیله ګاونډیو هېوادونو او له هغه ځایه نورو اروپايي هېوادونو ته د تللو هوډ لري، ډېری یې په لارو کې د مرګ له ګواښ، شکنجو او غیر انساني چلن سره مخ کېږي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي
نړۍ

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ
نړۍ

اپوزیسیون فبروري کې د ټول پاکستان په کچه کاربندیز او احتجاج اعلان کړ

جنوري 28, 2026
د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی
نړۍ

د ګرینلنډ په سر د اروپا او امریکا ناندرۍ؛ امریکا پر مخالفانو د تعرفو لوړولو ګواښ کړی

جنوري 22, 2026
ټرمپ: ولسمشرۍ ته له رسېدو وروسته غواړم د بګرام پوځي اډه بیا ترلاسه کړم
نړۍ

ټرمپ: د ایران لپاره د نوي مشرتابه د لټون وخت دی

جنوري 19, 2026
ټرمپ: موږ افغان جګړه ګټلی شوه، خو د سیاسي دلایلو له امله مو بایلوده
نړۍ

ډونالډ ټرمپ: د لاريون کوونکو اعدامول به تهران ته بدې پایلې ولري

جنوري 15, 2026
عراقچي: د افغانستان او پاکستان د اختلافونو حلولو لپاره سیمه ییزه ناسته جوړوو
نړۍ

د ایران بهرنیو چارو وزیر امریکا ته: ایران هم جګړې او هم خبرو ته چمتو دی

جنوري 14, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist