په خوست ولایت کې د ښاروالۍ ریاست لخوا نږدې پنځه تڼه هغه تاریخ تېره او بې کیفیته خوارکي توکې، چې د تېرې یوې میاشتې پرمهال په یاده برخه کې د ګډ کمېسیون په هڅو نیول شوي او له منځه یوړل شول.
ځایي مسوولین وایي، هڅه کوي، څو د هغو درملو او خوارکي توکو مخنیوي په تړاو خپل ګامونه لاپراخ کړي، چې انساني روغتیا ته مضر تمامېږي.
د عامې روغتیا ریاست د چاپیریالي روغتیا مدیر ډاکټر عارف تڼی وايي:« انشاء الله په راتلونکې کې د دې لپاره ډېر زیات کارونه روان دي، دا به کنټرول کېږي. همدا اوس هم زموږ یو کمېسیون چې ۱۳ ارګانونه په کې موجود دي، په دې باندې کار کوي. انشا الله دا کارونه په راتلونکې کې منظم شي.»
د خوست ښاروالۍ د مارکیټونوتنظیم استازی محمد رحیم وايي:« د ښاروالۍ د مارکیټونو تنظیم ریاست له خوا په ښار کې اجرات ترسره شوي، چې په پایله کې یې ۴.۵ ټنه تاریخ تېر توکي نېول شوي دي، د ګډ پلاوي په لارښوونه وسوځول شول.»
په ورته مهال د خوست اوسېدونکي له اړونده ادارو غواړي، چې د خوارکي توکو او درملو د کیفیت په برخه کې خپل فعالیتونه لا چټک او پراخ کړي، څو په دې تړاو د دغه ولایت د اوسېدونکو اندېښنې پای ته ورسېږي.
دوی زیاتوي، لا هم په یاده برخه کې جدي اندېښنې شته او پکار ده، چې د هواري لپاره یې جدي ګامونه واخیستل شي.
د خوست یو تن اوسېدونکی عابد وايي:« د درملو په برخه کې باید ډېر کار وشي، ځکه عام خلکو سرو کار له درملو سره ډېر دی. په عادي ډول له روغتونونو، مارکیټونو او ډاکټرانو درمل اخلي. ښاروالۍ دا په کار ده چې دوی خپل قوي ټيم ولري.»
د خوست یو بل اوسېدونکی اصف وايي:« خوراکي توکي، کوم چې زموږ هېوادوال یې اخلي، خوري یې، له دې باید ښاروالۍ او د عامې روغتیا ریاست باید له دې جدي پاملرنه وکړي. د خوست ښاریانو غوښتنه دا ده، چې دا هټۍ وګوري، د کومو توکو کیفیت چې ښه نه دی، باید له منځه یې یوسي.»
خوست کې دا غیرې معیاري او تاریخ تېري خوارکي توکي داسې مهال له منځه وړل کېږي، چې د دغه ولایت ځایي مسوولین ډاډ ورکوي، چې په دې برخه کې یې د تېر او روان کال پرمهال لسګونه ټنه ورته توکې له منځه وړي او د بشپړ مخنیوي لپاره یې جدي هڅې دوام لري.