Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
د روغتیا نړیوال سازمان: روان کال به ۱۷.۶ میلیونه افغانان روغتیايي مرستو ته اړتیا ولري

د روغتیا نړیوال سازمان افغانستان کې د مور او ماشوم مړینې زیاتوالي په اړه اندېښنه ښودلې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/06/11

کمزوری اقتصادي وضعیت، ناسالمه تغذیه، ملوماتو ته محدود لاسرسی، طبیعي افتونه او نورې ګڼې ستونزې په افغانستان کې مور او ماشوم ژوند اغیزمن کړی دی.

تازه د روغتیا نړیوال سازمان په افغانستان کې د مور او ماشوم د روغتیا او د زیږون پرمهال د مړینې ګواښ په تړاو راپور خپور کړی دی.

راپور کې په افغانستان کې د مور او ماشومان د مړینې پر زياتوالي انديښنه ښودل شوي او په خبره یې په افغانستان کې هره ورځ د زیږون پر مهال ۲۴ مېندې او ۱۶۷ ماشومان مړه کیږي.

په راپور کې څرګنده  شوې، چې دغه مېندې او ماشومان د زیږون پر مهال د هغو ناروغیو له امله مړه کیږي چې د درملنې وړ دي.

د راپور یوه برخه:« په افغانستان کې ښځې او ماشومان د روغتیایي خدمتونو له نشتون څخه زیانمنونکي دي، په ځانګړې توګه د زیږون پر وخت د مور او نوي زیږیدلي ماشوم  ژوند د مړینې له ګواښ سره مخ دی. په افغانستان کې هره ورځ ۲۴ مېندې او ۱۶۷ نوي زېږدلي ماشومان مړه کیږي دغه مېندې او ماشومان د زیږون پر مهال د هغو ناروغیو له امله مړه کیږي چې د درملنې وړ دي.»

خو د افغانستان د عامې روغتیا وزارت دغه راپور ردوي او وايي په تېرو ۶ میاشتو کې د زېږون پر مهال ۳۰۰ مېندو خپل ژوند بایللی.

یاد وزارت همدارراز ویلي ، چې په پلان کې لري ، چې د هیواد په کچه بېلابیلو ولایتونو کې  د ۳۵۰ روغتیایی مرکزونو په شتون ۲۸۸ نوي روغتیایی مراکز جوړ کړي چې یوازې د مور او ماشوم لپاره روغتیایی خدمات وړاندې کړي.

عامې روغتیا وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان وايي:« له موږ سره چې کوم ثبت شوې شمېرې دي، په ټول هېواد کې تېرو ۶ میاشتو کې شاوخوا ۳۰۰ مېندو ژوند له لاسه ورکړی دی. یو لامل یې هم همدا ده، چې ډېری د مېندوارۍ په لړ کې دوی روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي، پر وخت باندې روغتیايي مرکزونو ته نه ورسېږي، نو له همدې امله دوی خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ترڅنګ اقتصادي ستونزې هم موجودې وې، ځېنې ناسم کلتورونه او دودونه هلته موجود وي، چې هغوی روغتیايي مرکزونو ته مراجعه نه کوي، پر وخت باندې روغتیايي مرکزونو ته نه ځي، نو اکثریت دوی خپل ژوند له لاسه ورکوي. د دې ترڅنګ عامې روغتیا وزارت چې څومره مسوولیت ده، د مور او ماشوم روغتیا لپاره ځانګړې پاملرنه ده، په دا تېرو دوه یا دوه نیمو کلونو کې شاوخوا ۳۵۰ روغتیايي مرکزونه جوړ شوي.»

له دې سربېره د عامې روغتیا وزارت ویلي، د مور او ماشوم خدماتو په برخه کې ۱۱۵۰۰ نوی کاري پرسونل ګومارلی، چې ډېری یې ښځینه ډاکټرانې، قابله‌ګانې او نرسانې دي.

  په ورته مهال روغتیاپالان وایی، د صحي تغذیې سربېره د مېندو لپاره د زېږون په اړه عامه پوهاوی کولی شي د مور او ماشوم سلامتیا او روغتیا تضمین کړي.

د روغتیا نړیوال سازمان موندنې ښېي، که نړۍواله ټولنه په دغه برخه کې  په افغانستان کې د بشري مرستو اړوند بودېجه ځانګړې نه کړي،  ښايي د مور او ماشوم د مړينې په کچه کې د پام وړ زياتوالی راشي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري
روغتیا

جلالي: ځینو ولایتونو کې ماشومان لاهم د ګوزڼ بشپړ واکسین ته لاسرسی نه لري

مارچ 12, 2026
عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د درملو لپاره د مناسبو بیو ټاکلو لایحه چمتو شوې

فبروري 17, 2026
خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي
روغتیا

خلک او ډاکټران پر پاکستاني درملو د بشپړ بندیز هرکلی کوي

فبروري 11, 2026
روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي
روغتیا

روغتیايي سکټور: د ښځینه ډاکټرانو له کمښت وېره لرو، باید د نجونو پر زده کړو بندیز لرې شي

فبروري 5, 2026
عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی
روغتیا

عامې روغتیا وزارت: د سرطاني ناروغیو مخنیوی د افغانستان او نړۍ ګډ مسوولیت دی

فبروري 5, 2026
بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي
روغتیا

بلخ حوزوي روغتون کې سلګونه ماشومان تر وخت مخکې زېږېدلي

فبروري 4, 2026

وروستي خبرونه

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

افغان کډوال د امریکا کډوالو ادارې په بند کې مړ شوی

مارچ 17, 2026
شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

شنونکي: د پاکستان پوځ افغانستان کې جنګي جنایتونه ترسره کړي

مارچ 17, 2026
د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

د ټرمپ خبرداری: د ایران جګړه کې د امریکا ملاتړ نه کول به ناټو ته بدې پایلې ولري

مارچ 17, 2026
د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

د پاکستان حکومت مخالفو ګوندونو افغانستان سره د سولې غوښتنه کړې

مارچ 17, 2026
پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

پوځي رژیم بیا هم ختیځ او سوېل ختیځ کې ملکي وګړي او کورونه په نښه کړي

مارچ 17, 2026
خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

خټک: د افغانستان بې پیلوټه الوتکو پاکستان ته سرخوږی جوړ کړی

مارچ 17, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۴ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist