• English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
پاکستان ته د افغاني توکوصادراتو کچه نږدې نیمايي راټیټه شوې

پاکستان ته د افغاني توکوصادراتو کچه نږدې نیمايي راټیټه شوې

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/29

د پاکستان دولتي بانک د تېرو ۱۰ میاشتو راپور موندنې ښيي، چې له افغانستانه دغه هېواد ته د صادراتو کچه نږدې نیمايي ته راټیټه شوې.

د راپور له مخې، په دې موده کې له افغانستانه  پاکستان ته د صادراتو کچه چې له هغې مخکې نږدې ۱۴ میلیونه ډالره وه، څه باندې ۸ میلیونو ډالرو ته راټیټه شوې؛ خو برعکس له پاکستانه هېواد ته د وارداتو کچه چې څه باندې ۴۳۵ میلیونه ډالره ده؛ د پام وړ بدلون نه دی کړی.

د راپور یوه برخه: «افغانستان ته د صادراتو کچه په تېرو ۱۰ میاشتو کې له ۴۳۵.۹۵۴ میلیونه ډالرو څخه ۴۳۳.۵۶۷ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې چې دا ۰.۵۴سلنه کموالی ښيي. په داسې حال کې چې له دې هېواد څخه د واردوونکو توکو کچه له ۱۳.۹۵۹ میلیونه ډالرو څخه ۷.۳۵۰ میلیونه ډالرو ته راټیټه شوې چې دا ۴۷.۳۴ سلنه د پاموړ بدلون ښيي.»

راپور کې افغانستان د هند، چین او بنګله دیش، مالدیف، سریلانکا او نیپال ترڅنګ د هغو اووه هېوادونو په ډله کې دی چې پاکستان ورته ډېر صادرات کړي.

په راپور کې د ذکرشویو شمېرو له مخې، چین په دې ډله کې د پاکستاني محصولاتو او توکو ترټولو لوی واردوونکی هېواد بلل شوی، چې د دوه نیم میلیارده ډالرو په ارزښت ورته توکي صادرشوي.

د اقتصادي چارو شنونکی اذرخش حافظي وايي: « مخکې پاکستان ته زموږ ثبت شوې او ناثبت شوې سوداګري په ورځ کې ۵ میلیونه ډالره وه چې په ۹۵ سلنه یې واردات و او ۵ سلنه صادرات وو. ثبت شوي او نا ثبت شوي په دې مانا دي، چې موږ یو لړ سرحدي سوداګري درلوده چې د پولې دواړو لوریو قومونو ترمنځ  د ګنډو په نوم یادېږي.»

پاکستان ته د افغاني توکو د صادراتو اصلي توکي وچه مېوه او سبزي ده چې له رسېدو سره سم یې د خپلې دودیزې پالیسۍ له مخې، د دې توکو د صادرولو پر وخت تل ستونزې جوړې کړي.

د اقتصادي چارو شنونکي په کور دننه کرنیزو محصولاتو ته د سړو خونو جوړول او ترڅنګ یې پر بدیلو لارو غور له پاکستان سره د دې دوامداره ستونزې یوازینۍ حل لاره ګڼي.

 د اقتصادي چارو شنونکی سید مسعود وايي: « زه فکر کوم، د هغوی صادرات پر موږ زیات دي او د سوداګرۍ کچه یې مثبت ده او د پاکستانیانو په مقابل کې د افغانستان د سوداګرۍ کچه منفي ده او ترڅنګ یې پاکستان اوس هم د افغانستان تر ټولو لومړنی بهرنی سوداګریز ملګری ګڼل کېږي.»

دا په داسې حال  کې ده، چې همدا روانه میاشت هند د راتلونکو ل۱۰ کلونو لپاره له ایران سره د چابهار بندر د مدیریتي چارو هوکړه لاسلیک کړه، چې له دې سره ښايي هند او نورو هېوادونو ته د افغان محصولاتو د صادراتو په کچه کې د پام وړ بدلون رامنځته شي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې
اقتصاد

افغانستان او قزاقستان ۳ میلیارد ډالرو ته د سوداګرۍ کچې پر لوړولو خبرې کړې

مې 31, 2025
برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی
اقتصاد

برادر: پر هغو وارداتي توکو تعرفه لوړه شوې چې افغانستان یې تولید کې پر ځان بسیا دی

مې 28, 2025
نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې
اقتصاد

نظري: د افغانستان له لارې د سیمه ییز اتصال او ګډې سوداګرۍ زمینه برابره شوې

مې 21, 2025
د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې
اقتصاد

د افغانستان او روسیي ترمنځ بېلا بېلو برخو کې پنځه هوکړې لاسلیک شوې

مې 18, 2025
د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه
اقتصاد

د کاسا زر پروژې د چارو چټکولو هوکړه لاسلیک شوه

مې 17, 2025
افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي
اقتصاد

افغان پانګوال د حاجي ګک اوسپنې کان پر استخراج پانګوونه کوي

مې 14, 2025

وروستي خبرونه

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

هېواد ته د ټیټ معیار پټرولو پر وارداتو بندیز ولګول شو

جون 5, 2025
کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

کابل والي د اختر پرمهال د امنیت خوندیتوب ډاډ ورکړ

جون 5, 2025
هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

هرات کې د اختر په را نږدې کېدو سره د څارویو بیې لوړې شوې

جون 5, 2025
کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

کندوز کېد کرېکټ۲۰ اوریز جام سیالۍ پيل کېږي

جون 5, 2025
پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

پاکستان په امنیت شورا کې د اسلامي امارت پر چارواکو د بندیزونو کمېټې مشري اخلي

جون 5, 2025
د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

د اسلامي امارت رهبرچارواکو ته؛ د یوبل په کارونو کې له لاسوهنې ډډه وکړئ

جون 5, 2025
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist