Skip to content
  • English
  • پښتو
  • دری
logo png
  • کورپاڼه
  • افغانستان
  • نړۍ
  • اقتصاد
  • روغتیا
  • فرهنگ او هنر
  • لوبې
  • ټکنالوژي
  • ویډیوګانې
    • اوو بجو خبرونه
    • ځانګړې مرکه
    • تاوده بحثونه
    • محراق
    • راپورونه
راشد خان له څلور کلن ځنډ وروسته هېواد ته راستون شو

راشد خان له څلور کلن ځنډ وروسته هېواد ته راستون شو

شمشادنیوز by شمشادنیوز
2024/05/19

د کرېکټ ملي لوبډلې د شل اووريزو لوبو لوبډلمشر او د کرېکټ ځلانده ستوری راشد خان له څلور کلن ځنډ وروسته هېواد ته راستون شو.

د ملي لوبډلې دا پیاوړی لوبغاړی وايي، په تمرينونو او ليګونو کې د زياتې بوختيا له امله له خپل هېواد دباندې و او خوښ دی چې له څلور کلن سفر وروسته بېرته هېواد ته راستون شوی.

راشد خان چې د هند کورني کرېکټ سياليو (آی.پي.ایل) کې له لوبیدو اوزګار شوی وايي، څو ځلې يې هېواد ته د ستنېدوهوډ وکړ؛ خو د بوخت مهال‌وېش له امله يې افغانستان ته راتګ ځنډېدلی و.

راشد خان وايي: « خوښ یم چې ډېره موده وروسته خپل هېواد ته راغلم او خپلو هېوادوالو سره یم، تل مې زړه غوښتل راشم خو د یو لړ ستونزو او بوختیاوو له امله مې ونه شو کولی راشم؛ نو اوس ډېر خوښ یم چې خپل هېواد ته راغلم.»

راشد خان، د پاکستان پر وړاندې په تېر ۵۰ اوریز نړيوال جام کې بريا د ځان لپاره نه هېردونکې بولي.

نوموړی ډاډ ښيي، چې د تېر نړيوال جام په څېر به په راتلونکي۲۰ اوریز کرېکټ نړيوال جام کې هم د مقابلو لوبډلو پر وړاندې ښې لوبې ترسره کړي.

هغه وايي: « تل د هر لوبغاړي همدا هڅه او هیله وي چې موږ په میدان کې ښه وځلېږو، کله هم چې هېواد کې خوښي وینو موږ لا زیات خوشالېږو، په ځانګړې توګه کله مو چې تېر نړیوال جام کې لوبه وګټله او ورپسې مو له پاکستانه لوبه وګټله او تر ننه موږ په خپلې هغې بریا خوښ یو.»

په ورته مهال د افغانستان بیسم مخابراتي شرکت، د کرېکټ ملي لوبغاړی او ورو توپ اچونکی راشد خان د يوې غونډې په ترڅ کې په رسمي توګه د ياد مخابراتي شرکت د سفیر په توګه ونوموه.

د افغان بیسم مخابراتي شرکت اجرائیوي مشر علي سروري وايي: « راشد خان ستاسو د ټولو خوښ دی او د ټولو افغانانو خوښ دی، نن دا دی الحمدالله موږ او تاسې سره په دې کاروان او مسیر کې ملګری دی.»

د افغانستان د کرېکټ ۲۰ اوریزه لوبو لوبډلمشر راشد خان وايي، د نړيوال ۲۰ اوریزه جام لوبو ته پوره چمتووالی لري او تمه ښيي چې په يادو لوبو کې به د مقابلو لوبډلو پر وړاندې برياوې خپلې کړي.

ټاکل شوې ده،  د امريکا او ويسټنډیز په ګډ کوربتوب، د ۲۰ اوریز جام سيالۍ د روان کال د جون مياشتې په دويمه د امريکا او کاناډا په لومړۍ لوبې سره پیل شي او افغان لوبډله د ګروپې لوبو په مرحله کې څلور لوبې ترسره کړي، چې لومړۍ لوبه به د يوګنډا، دويمه نيوزلنډ، درېيمه د فينجي او وروستۍ څلورمه لوبه د کوربه وسټ انډيز پر وړاندې وي.

شریک یې کړئ

ShareTweetShareSendSend

Related News

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول
لوبې

د ریاست الوزرا مقام مډال راوړونکي لوبغاړي په جایزو ونازول

جنوري 27, 2026
ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه
لوبې

ننګرهار کې د سپورټ ځانګړې اوونۍ پیل شوه

جنوري 26, 2026
خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې
لوبې

خوست کې د مطیع الله تراب په یاد فوټبال سیالۍ پای ته ورسېدې

جنوري 18, 2026
خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې
لوبې

خوست کې د وزیر محمد اکبر خان لومړۍ درجه ولایتي سیالۍ پیل شوې

جنوري 6, 2026
د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه
لوبې

د ملي اردو لوبډلې د کابل فوټبال غوره لیګ اتلولي خپله کړه

جنوري 6, 2026
کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه
لوبې

کرېکټ بورډ د نړیوال شل اوریز جام لپاره لوبدله اعلان کړه

جنوري 1, 2026

وروستي خبرونه

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

له جلال اباد وروسته مهترلام ښار کې هم د رېکشو پر تګ راتګ بندیز ولګېد

جنوري 29, 2026
خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

خوست کې د تېرو څلورو کلونو پرمهال ۴۰ کاني زېرمې کشف شوې دي

جنوري 29, 2026
خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

خیبر: اسلامي امارت د زرګونه نجونو د جبري ودونو مخه نیولې

جنوري 29, 2026
د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

د پاکستان دفاع وزیر: تېرا کې پوځي عملیات نه شته، خلک واورو بېځایه کړي

جنوري 29, 2026
د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

د ایران او ترکیې ترمنځ پوله کې بند پاتې افغان ماشوم ژغورل شوی

جنوري 29, 2026
رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

رویټرز: د ټرمپ ادارې امریکا کې د وروستیو پېښو په اړه ناسم معلومات کارولي

جنوري 29, 2026
logo png
Facebook Twitter Instagram Youtube

زموږ په اړه

 

له موږ سره اړیکه

 

د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

د شمشاد اپليکېشن

ios-ap
andoried

خبرپاڼه

    ۱۴۰۳ د دې ویب سایټ د ټولو مطالبو حقوق له شمشاد نیوز سره خوندي دي

    • زموږ په اړه
    • له موږ سره اړیکه
    • د شمشاد ټلوېزیون بنسټ اېښودونکی

    Add New Playlist