په داسې حال کې چې سرپرست حکومت له هېوادونو سره د سياسي اړيکو پر لرلو ټينګار کړی، ترڅنګ يې له ګاونډيو هېوادونو سره هم د سوداګرۍ په برخه کې د لازمو اسانتیاوو د رامنځته کولو هڅه کړې.
په همدې موخه هرات کې د افغانستان او ترکمنستان شرکتونو ترمنځ په بېلابېلو برخو کې د سوداګرۍ په موخه ۱۳ قراردادونه لاسليک شوي او کارپوهان يې له ترکمنستان سره د اړيکو په پياوړي کولو کې مثبت ګام يادوي.
دوی په دې باور دي، که د افغانستان او منځنۍ اسیا هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړیکې پیاوړې شي؛ دا به د سیمي د هېوادونو پر اقتصادي حالت هم مثبته اغېزه ولري.
د اقتصادي چارو کارپوه خلیل احمد نادم وايي: « افغانستان چې له هر هېواد سره سیاسي او اقتصادي اړیکې ولري؛ د افغانستان په ګټه ده او د مقابل لوري په ګټه هم ده، په ځانګړې توګه ازبکستان، ترکمنستان، تاجکستان، ایران او پاکستان سره. ترکمنستان د انرژۍ خاوند یو بې غرضه هېواد دی، هېڅکله یې د افغانستان په کورنیو چارو کې لاسوهنه نه ده کړې؛ نو که افغانستان او ترکمنستان ښې اقتصادي اړیکې ولري دا د دواړو هېوادونو په ګټه ده.»
ځېنې نور بیا، په هرات کې له ترکمنستاني سوداګرو سره لاسليک شویو تړونونو ته په اشارې وايي، دا ډول تړونونه به تر ډېره بریده د افغانانو اقتصادي ستونزې هم راکمې او بې روزګاره ځوانانو ته به کارې فرصتونه برابر کړي.
د اقتصادې چارو کارپوه محمد شاکر یعقوبې وايي: « د افغانستان د اقتصادي پیاوړتیا لپاره د اوږد مهال لپاره د کاري فرصتونو پروژې ګټورې تمامېدای شي؛ خو په لنډمهال او بېړني ډول شونې نه ده چې یوه ښه پایله ورکړي او د بې کارۍ د کموالي لامل شي. د افغانستان حکومت دې د یوې منظمې لارې د بېروزګارۍ له دغه ناوړه وضعیت د له منځه وړلو په موخه، بې روزګارانو ته د کار زمینه برابر کړي.»
د اقتصادي چارو کارپوه محمد یونس ځدراڼ وايي: « زموږ هېواد د ګاونديو او نړۍ نورو هېوادونو سره لا زیاتو تړونونو ته اړتیا لري او اقتصادي اړیکې نورې هم باید پیاوړې شي، لا زیات تړونونه رامنځته شي، ځکه ځوانان مو بې کاره دي، اقتصاد مو په خپلو پښو نه دی ولاړ؛ نو د اقتصادي اړیکو په پراختیا سره به ځوانان هم په کار شي او اقتصاد به هم په پښو ودرېږي.»
په ټوله کې نیوکې دا دي، چي د سرپرست حکومت له واکمنېدو سره په هېواد کې خلک له اقتصادي ستونزو سره مخ دي او غوښتنه کوي، چي سرپرست حکومت دې پر لویو پروژو کارونه پیل کړي، څو بې روزګاره ځوانانو ته کاري فرصتونه برابر شي.